Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

د سرحد زمریان / شاه الرحمن ځواک

0 1,091

شپه پخه شوې وه خو سرحدې زمریان لا په مرچلو کې ویښ ناست وو

زلمی غږ وکړ

بریاله!

د پولې هاغاړه د څراغونو رڼا وپړکیده بریال راکټ ته لاس کړ د غره څوکۍ مرچل ته وخوت، شوبین دوربین یې سترګو ته ونیوه تر ډيره وخته یې یوۍ بلې خوا ته وکتل

هیڅ یې په نظر رانغلل

زلمی ته یې مخ واړاوه ورو یې وویل «څه خو ښکاره نه شول څارنې ته مو دوام ورکړئ»

څو شیبې وروسته له مقابل لورۍ د داشکې ناتاره ډزې وشوې

په درې واړه پوستو کې غالمغال او شور زوږ واخست

ویده عسکر هم پاڅيدل هر یوه خپلۍ پوستې ته منډه وهله ، سرحدی ساتونکي په سنګر کې ځاې پر ځاې شول

له دواړو لورو د سپکو وسلو پرله پسې ډزرو غږونه اوریدل کیدل

شیرشاه کوښښ کاوه تر څو له مرکز سره اړیکه ټینګه کړي څو ځله یې د سیار ټیلفون شمیری راتاوو کړې ،زنګ ورتله خو د مرکز ساتونکې په درانده خوب ویده ول

له ډيرې خوارۍ وروسته له مرکز څخه په خوبولې غږ ځواب واوریدل شو

مشرقی زون شپږم کنډک مرکز ! اورئ

تور غر ، تور غر د بدر پوسته

اورم ! اورم !

پر سرحدې پوستو د پاکستانی فوځیانو برید روان دې

ناتاره ډزي‌ کیږی

هوایې ځواک ته اړتیا لرو !!!

خبر مې واخست ! له دفاع وزارت سره اړیکه نیسم ژر به مو مرستې ته ورسیږو

اړیکه پرۍ شوه

څو دقيقې وروسته د تور غر په غره کې د هاوان مرمیو د غږونو غرهار انګازی وکړې

د پوستو شاوخوا ناتاره مرمي ولګیدي له پړکنده رڼا سره دوړې او چیغې پورته شوې

پس له څو ساعته ناتاره ډزرو صحنه کرار کرار خاموشه شوه

سرحدی قومندان حمید ارباب ستړې ستومانه یوۍ بلې خوا منډې وهلې کله به یوۍ پوستې ته لاړ کله بل

ساتونکو ته یې هدایت وکړ تر څو ټپيان ژر له غره کوز کړی

شیرشاه د ګرځنده ټلیفون سره یوې بلې خوا منډي وهلی او تر سهاره یې کوښښ کاوه تر څو له مرکز سره اړیکه ټینګه کړی

خو بیا کله هم اړیکه ټینګه نه شوه زخمیان په پراخ میدان پراته اسمان ته یې څکې سترګي‌ نیولې وې چې اوس به چورلکي ښکاره شې اوس به ښکاره شي خو د چورلکو درک هم معلوم نشو

حمید ارباب غږ کړ چورلکي‌ نښکاری او له مرکز سره اړیکه هم ټینګه نه شوه ټپیان ژر رینجر ته پورته کړئ چې حالت یې خراب دې هله ژر شئ

د زلمی نیمه اوږه نه وه په وینو لت پت وو خوله یې وچه ،وچه کیده همدا غږونه یې کول اوبه !‌ اوبه !‌ اوبه

بریال له بوتل څخه یو غړپ اوبه د زلمی خوله ته واچولې زلمی بیرته له خولې واړولې اوبه یې تیرولاې ونشول

سلګي یې په جټکو بدلي شوي بریال د شهادت کلیمه پرې وویله سترګي یې ور پټې کړې

ټپيان د ننګرهار صحت عامی ته وروسول شول زلمی یې تابوت کې کیښود د اردو افسرانو پریکړه وکړه تر څو د زلمی تابوت خپل کلی ته ولیږی

ماسخوتن ناوخته د زلمی تابوت کلې ته نژدې ورسید

کلیوال نوی له مسجد څخه راوتې وو د زلمی د شهادت اوازه په چټکي خپریدله

یو دنګ ځوان چې پکوله یې پر سر وه رینجر ته مخته شو بریال او ملګرو ته یې وویل تر څو تابوت د مسجد مخته کیږی او دوې بیرته ولاړ شي

خو بریال ټینګار کاوه چې نه مونږ زلمی تر هغه نشو پریخودلاې تر څو مو خاورو ته نه وی سپارلی ځوان په غصه وویل

کمعقله په خوږیاڼو کې ته په یونوفورم کې د زلمی جنازی سره روان یې

څوګ به درباندې څهره داسې واړوی چې مور دې هم بیا پیژندلاې ونشي

بریال له نورو ملګرو سره له مشوری وروسته تابوت د مسجد پر مخ کیښود او بیرته یې د جلال اباد په لور حرکت وکړ

سهار ټول کلیوال د زلمی له شهادت خبر ول یولس بجې د جنازی اعلان وشو

کورنې غوښته چې جنازه وځنډوی خو سپینږیرو ویل ګرمي ده څومره چې ژر کیږی مړی باید خاورو ته وسپارل شی

یولس بجي د هدیري مخته خلک راټول ول تر څو د زلمی په جنازه کې ګډون وکړی

لمر تود وو هر یو کوښښ‌ کاوه د ونې سیوری ته ځان برابر کړی

څو شیبي وروسته ملا راښکاره شو

هدیره کې په لوړ ځاې ودریده پرله پسې څو ایتونه یې وویل

خبره یې وغځوله

دا سمه ده چې زلمی ددې کلی دې خو زلمی د ملی اردو اجیر عسکر وو

د اردو د عسکرو جنازه حرامه ده !

چرته یې کومه کنده کې خطا کړئ ،‌خاوری پری واچوی لکه مردار سپې

له څو ترخو خبرو وروسته یې څادر په اوږه کړ له هدیری په داسې حال ووت چې څو تنه پکړۍ وال ځوانان یې تر شا روان ول

د زلمی کورنی ، خپلوان ، دوستان ، کلیوال د هدیرې مخته میدان کې تر شنه اسمان لاندی حیران دریان ولاړ پاتي شول

karkha gulab

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply