Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

هغه له نظره شوه! – لنډه کيسه / رفيع الله روشن

0 753

درېو خواو ته لوړ او جګ اواز شيندونکي  لاوډسپيکرونه نسب شوي و ډيجيټل مستې موسيقۍ د غوږونو پردې لړزولې په ګڼه ګوڼه کې جوړې کوچنۍ حلقې کې يوه غوښنه اوهډوره  پېغله چې څاک داره بې لستوڼو کالي يې  په تن و،دمستې اسپې پشان په شڼا او شرنګا تاوېده،په واده کې راټولو شوو ټولو خپلوانو اوکليوالو ښځو اونجو ورته له حيرانۍ ګوتې چيچلې،يوې به ويل :

 وۍ پلار مړې شې په دې نڅا  تورې سترګې به دې وخوري،بلې به ويل نجلۍ نده سم لاټوده ،يوې  له لرې له خندار سره په لوړه چيغه وويل نه نه!په بيټريو تاوېږي.

له حلقې په يوڅه فاصله کې دوه درې سپين سرې مېرمنې هم سره جوختې ولاړې وې، دې يوې په خپل يوه غوږ کې ګوته ايښې وه شايد د لوړې موسيقۍ وجه وه،بله سپين سرې چې دنڅېدونکې نجلۍ مور وه ، کله به يې چې ميداني نجلۍ وليده چې چورلېږي ټنډه به يې يوڅه پراخه شوه له غونجو شونډو به يې خندا لاره وکړه خو بېرته به لږه تُرشه شوه خپلو دواړو ورسره ولاړو په غاښ برابرو ښځوته يې وويل:دې بچه مړې ته مې څو دفه ويلي چې ډېره نېغه نېغه مه کېږه له نظره به شې،اوس خو دخلکو سترګې ندي سم بمونه دي بمونه،ترڅو په ځان پوهېږي په هوابه دې کړي خو داچېرته زماخبرې اوري،بيابه يې پړه دنجلۍ په ملګرو هم واچوله ويل يې خو دا جنوکۍ يې هم نه پرېدي په دوۍ کې همدا لږه ښه پوهېږي.

درېيمې سپين سرې هم په خبرو کې برخه واخسته دواړوته يې وويل:

وۍ بس کړی نو دکلي په ودونوکې خو همدا خوند وي ،نور په کلي کې څه دي همدا د ښاديو ورځې دي چې پېغلې پکې زړونه تشوي.

ورته مخامخ ولاړې   دنګې زړې چې په زنه يې درې غبرګ شنه خالونه ښکارېدل وويل: دايې چېرې زده کړې ،داخو په رښتياهم داسې ده لکه د ګډېدو سبق يې چې ويلی وي.

دنجلۍ مور په يوڅه غرور اندازه ډول ځواب ورکړ:

وۍ خورې! خدای دې دا ټي وي ګان واخلي خوټوله ورځ پکې بې پرتوګه او بې کميسه ګډېږي دوی هم ورته ګوري او ورنه يادوي يې،داخو لاپرېده چې اوس يې هغه وړکۍ لوېشتينکه هم پېخې کوي،کشره لور مې درته يادوم ،هغه خوپه ټولو ګرانه هم ده چې په ټي وي کې بدله (سندره) راشي او جنکۍ ورسره تاوېږي داهم دټولو په مخ کې پورته شي او هماغه شان ورته ګډا کوي.

په ميدان کې د تاوېدونکې پېغلې پشان څو نورو چې ځانونه يې تر وروستۍ کچې سينګار کړي و په نکريزو سرو   لاسونو  يې ورته ګرمې چکچکې وهلې اودهغې د لا تشويق کولو لپاره يې پرې ګلونه پاشل،نجلۍ ډېره ستړې شوې وه دتاوېدو په حال کې به يې له بدنه وتونکې خولې په شاوخوا ولاړوتماشبينو ور پاشل کېدې،دنڅاګرې  کورنۍ ته کومې  نږدې نجلۍ غوښتل چې نوره يې کېنوي همدا چې لاسونه يې وروغځول  ترڅو يې قابو کړي داچې دنجلۍ لاسونه خوی ول له کنټروله ووته او په يوه بغل ډېره کلکه ولګېده ،دنجلۍ زيات وزن او په ډېر سرعت سره تاوېدل ددې سبب شول چې له پرېوتو سره يې مخ دومره سخت په ځمکه ولګېد چې له تندي او پوزې يې وينې جارې شوي چپه پښه يې هم  دوه ځايه ماته شوه په واده کې د لس ثانيو مخکې حالت په کړيکو او ژړاګانو بدل شو،ټولو چيغې کړې:

هلۍ موټر راولۍ!

د زوم لپاره ګلپوش شوي موټر کې يې واچوله ترڅو يې روغتون ته رسوله هغې خپل پور پرې کړی و،څو دقيقې لانه وې تېرې چې مړی يې په کور ننوېست.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply