د یو عادي افغان قسمت (EN VANLIG AFGHANSK SKJEBNE ) / محمد طارق بزګر

0 1,706

EN VANLIG AFGHANSK SKJEBNE

د یو عادي افغان قسمت

د یو عادي افغان قسمت د هغه نارویژي کتاب نوم دی چې په دې وروستیو کې عزت الله آهنګر په نارویژي ژبه لیکلی او KOLOFON FORLAG له خوا خپور شوی دی. کتاب ټول ۳۷۱ مخه لري او په ښکلی قطع او صحافت چاپ شوی دی.

د کتاب لیکوال یوه رښتیني کیسه لیکلې چې د یو وړوکی ماشوم او د هغه د کورنۍ په باره لیکي. کیسه د افغانستان د ختیځ ولایت کونړ څخه پیل کیږي او د ۱۹۸۰ کلونو پېښې یې په ګوته کړي دي. هغه مهال چې افغانستان شوروي پوځیانو نیولی ا
و د شوروي د اشغال لاندې وو.

په کتاب کې د یوې لویې کورنۍ د مقاومت او میړانې لیکل شوي چې نور هڅه کوي د دې کورنۍ هر څه د ځان کړي او دا کورنۍ له هر څه بې برخې کړي. خو د دې کورنۍ لوی او واړه په خپل یووالی او مقاومت سره د خپل هر څه ساتنه book-en-vanlig-afghansk-skjebne-sکوي. اوس دا کورنۍ په خپل پلرني کلي د پردیو یا د یوې لږه کۍ په ټوګه اوسي.

د هغه وخت پېښې، د مجاهدینو کړه وړه او بې عدالتۍ دا کورنۍ اړ باسي چې خوره وره او د خپل کور کلي پریښودو ته اړ شي. د کیسي مرکزي کرکټر د خپلې کورنۍ سره د ولایت مرکز اسعد اباد ته په کډه مجبوریږي، خو دلته هم په کرار نه پریښودل کیږي او تل له یوه ځایه بل ځایه ته په کډه، ویره او ډار کې وي. د کورنۍ دوه غړی له تښتولو وروسته د مجاهدینو له خوا وژل کیږي. د کیسې د اصلي کرکټر پلار چې یو ښه مسلمان اود  ټولې کورنۍ د نښلولو او وصل منبع ده تل په دې خوارۍ او هڅه کې وي چې د خپلې کورنۍ سرپرستي، پالنه او ساتنه وکړي. د خراب امنیتي وضعیت له امله پلار د ټولې کورنۍ راتلونکې ته په اندیښنه کې وي چې څه به کیږي او له همدې امله کرار او سکون ترې کډه کړي وي.

د وخت افغان حکومت د ۳۰۰۰ بې سرپرسته د ښوونځي ماشومان شوروي ته د لیږلو او هلته د ښوونځي او نورو مسلکی زده کړو له پاره د لیږلو تړون لاسلیکوي. د کیسي اصلي کرکټر هم په دې ډله کې راځي لومړي کابل ته لیږل کیږي یوه میاشت په کابل کې په یو مرستون کې د سلګونو نورو ماشومانو سره د اوسېدو او د ډیرو کړاونو او ستونزو د لیدو او تیرولو وروسته شوروي ته له تلو په داسې وخت کې پښیمانه کیږي چې نور د تصمیم نیولو او نه تګ له پاره ناوخته وی.

د کیسې د اصلي کرکټر او د زرګونو نورو افغان ماشومانو ژوند د یوې نوې مرحلې پیل د ۱۹۸۴د اکتوبر ۳۰مه شوروي ته په لیږلو پیل کیږي.

په الوتکه کې د ځای پرځای کېدو او د خپلو چوکیو د کیناستو وروسته، هرې خوا ته هر ماشوم ژاړي، الوتکه د اسمان د زړه په څیرولو پورته روانه وي. ماشومان په داسې حال چې هر څه ورته نوي او د لومړی ځل له پاره ویني، له کورني، کور کلي لیرې والي، د لومړی ځل له پاره الوتکه او هغه هم د یو نامعلوم سفر پیل په خپلو معصومو اوښکو بدرګه کوي، الوتکه ټوله چغو او سلګیو نیولی وي، خو د څه کم نیم ساعت وروسته کراره کراري او ټول په درانه خوب ویده شي چې د خراري او د بندو پوزو او د الوتکې د ماشینونو د اوازونو پرته بل څه نه اوریدل کیږي، مخ په شوروي ځي.

که غواړۍ له کیسې تر پایه خبر شئ، کتاب کې یې لوستلی شئ

دا کتاب د Eldorado bokhandel & Kolofon.no  او د ناروې د ټولو لويو کتاب پلورنځیو څخه لاس ته راوړای شئ

د کتاب د ISBN  شمیره: 9788230014691

د کتاب لیکوال: عزت الله آهنګر

د لیکوال د پیدایښت ځای: کنړ ولایت، وټپور ولسوالۍ، د برې قمچۍ کلې

تحصیلات: ۴ کاله د کنړ عمراخان لیسه، ۷ کاله ښوونځې د پخوانۍ شوروي اتحاد په تاشکند ښار کې، ۴ کاله پوهنتون نرسينګ او نسايي ولادي ځانګه د روسې په ستاورپول ښار کې، ۱ کال په اوسلو پوهنتون کې د ژباړونکي رشته.

اوسنۍ دنده: ژباړن

د دعوت د خپلواکو رسنیو مرکز په داسې حال چې ویاړي یو افغان په نارویژي ژبه په زي او غواړي چې ښاغلی آهنګر خپل قلم وچېدو ته پرینږدي او نورې ناویلې کیسې د لوستونکو او مینه والو سره شریکې کړي.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply