د خولې د بد بويۍ لاملونه/ ژ محمداکبر حقمل معینزی

0 944

تر ټولو د مخه دا په یاد ولرئ، چې ډېری وخت هر څوک د خپلې خولې پر بوی نه پوهېږي بلکې د ځان په پرتله بل کس یې د خولې پر بوی ښه پوهېږي.

د خولې بد بوی رامنځته کېدل څلور لاملونه لري: ۱ غیر طبیعي تنفس، ۲ د خولې وچوالی، ۳ د وینې د قند زیاتوالی او ۴ په چاغتوب کې د غوړو زیاتوالی.

لومړی د تنفسي سیستم بد بوی:

د غیر طبیعي تنفس له امله کېدای شي د تنفسي دستګا یا سیستم بد بوی، سینوزیت او عادي سوړوالی رامنځته شي.

په دماغونو کې د مکروبونو ډېروالی او یا په ستوني کې ځینې چرکونه او مکروبونه د خولې د بدبویۍ او تنګ تنفس لامل ګرځي.

دویم د خولې وچوالی:

د خولې وچوالی کولای شي په تنفس کې مو ستونزې رامنځته کړي او سربېره پر دې ددې لامل هم ګرځي، چې د خولې تر ټولو ډېر بد بوی رامنځته کړي. د هغه چا، چې خوله وچېږي، نو له خولې به یې حتماً بوی هم ځي.

دریم دیابت یا د وینې د قند زیاتوالی:

د هغه چا، چې د ګلوکوز یا د وینې د قند کچه لوړه وي، نو د کتواسیدوز په نامه یو ډول ناروغي ورته پیدا کېږي او په ورته وخت کې یې بدن د قند پر ځای له غوړو څخه ګټه اخلي او قند یې بې ګټې پاتې کېږي، چې دا بیا د خولې د بوی لامل ګرځي.

څلورم چاغتوب:

د چاغو وګړو د شحمیاتو یا غوړو له کچې زیاتوالی کولای شي له نورو ناروغیو سره سره د خولې د بد بوبۍ لامل هم شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply