د تره کي او کاسیګین د تیلفوني خبرو متن

0 1,902

دغه پاڼه مې د امریکا د ملي امنیت په ويبپاڼه کی پیدا کړه، لوستل یې ما ته په زړه پورې و. انګليسي متن یې ما وژباړه چې ستاسې سره شریکوم.

(عبدالکريم رحیمزی)

د ۱۹۷۹ کال د مارچ په ۱۷ یا ۱۸ د شوروي اتحاد صدراعظم الکسي کاسیګین او د افغانستان جمهور ریس نور محمد تره کی ترمنځ د تیلفوني خبرو متن

کاسیګین له ملګري تره کي څخه: د افغانستان حالات په لنډه توګه څرګند کړئ.

تره کی: حالات خراب دي او نور هم په خرابیدو دي.

کاسیکین: آیا تاسي د کارګرانو، ښاریانو، نیمه بورژواو او د هرات په ملکي کارکوونکو کې ملاتړ لرئ؟ آیا څوک ستاسي په خوا دي؟

تره کی:  د وګړو په منځ کی موږ کوم فعال ملاتړ نه لرو. تقریبآ دوی ټول د شیعه وو د شعار- په ملحد پسې مه ځه، مونږ پسې لاړ شئ

تره کي: ډیر کم. په ټولیزه توګه، د زر څخه تر دوه زره کسان.

کاسیګین: په راتلونکې کې د څه شي امکانات شته؟

تره کی: موږ باور لرو چې دښمن به نوي واحدونه جوړکړي او یرغل ته به چمتو شي.

کاسیګین: آیا تاسی د دوی د نابودولو لپاره قوه نه لرئ؟

تره کی: کاشکي چې داسی وای.

کاسیګین: نو ستاسي وړانديزونه د دې موضوع په هکله څه دي؟

تره کی: موږ د داسی عملي او تخنيکي مرستې غواړو چې خلک او مهمات په کې شامل وي.

کاسیګین: دا یوه پيچلې موضوع ده.

تره کی: د همدغسی پلان په اساس ایران او پاکستان زمونږ په ضد کار کوي. که تاسی په هرات یو پریکڼډه یرغل وکړئ،  نو دا امکان شته چې انقلاب وژغورل شي.

کاسیګین: ټوله نړۍ به سمدلاسه په دې باندې خبره شي. ياغيان سیارې مخابرې لري او دوی به مستقيماً راپور ورکړي.

تره کی: زه ستاسی د مرستې غوښتنه کوم.

کاسیګین: مونږ باید په دې هکله مشوره وکړو.تاسې د ایران له مترقیانو سره اړيکې نه لرئ؟ تاسې دوی ته نه شی ویلای چې په اوسني وخت کی امریکا زموږ او ستاسی اصلي دښمن ده؟ ایرانیان امریکا ته د دښمن په سترګه ګوري نو د دغه نه کیداۍ شي د پروپاګند کار واخیستل شي.د پروپاګند په تړاو، تاسی زمونږ څخه د بهرنۍ پالیسۍ کوم فعالیتونه او یا اعلامیې غواړئ؟ تاسی د دې پوښتنې په ځواب کی څه نظر لرئ؟

تره کی: د پروپاګند مرسته باید له عملي مرستې سره یو ځاۍ وي. زما وړاندیز دا دی چې تاسی په خپلو ټانکونو او الوتکو افغاني نښانونه ولګوئ، نو هيڅوک به پوه نه شي.
ستاسي قواوې دې د کوشک او کابل له لوري پرمختګ پیل کړي. زمونږ په نظر، هيڅکوک به پوه نه شي، خلک به فکر کوي چې دا دولتي عسکر دي.

کاسیګین: زه نه غواړم تاسې ناهیله کړم، خو د دغه کار پټول امکان نه لري. دوه ساعته وروسته به ټوله نړۍ خبره شي. ټول به نارې وهي چې شوروي په افغانستان یرغل پیل کړ. که چیرې مونږ په چټکۍ ټانکونه، هاونونه او مهمات د هوا له لارې درولیږو، آیا تاسي داسې کسان لرئ چې له اسلحو نه کار واخيستلاۍ شي؟

تره کی: زه دې پوښتنې ته ځواب نه شم ورکولی. روسي مشاورين کولای شي دې پوښتنې ته ځواب ورکړي.

کاسیګین: په سلګونو افغان افسران په شوري اتحاد کي روزل شوي دي، دوی اوس چیرته دي؟

تره کي. د دوۍ ډيرۍ یې مسلمان مرتجعین دي. مونږ پر دوۍ تکیه نشو کولای. مونږ په دوۍ باور نه لرو.

کاسیګین: که چیرې مونږ په چټکۍ سلاح د هوا له لارې درولیږو، آیا تاسی کولای شئ چې پنځوس زره نور کسان عسکرۍ ته جلب کړئ؟ څومره عسکر جلب کولی شئ؟

تره کي: د دغسي جلب هسته د متوسطه ښوونځیو غټو زده کوونکو، د لیسو زده کوونکو او یو لږ شمیر کارګرانو څخه جوړيږي. د کارګرانو شمیر دلته کم دی خو د دوی روزنه به اوږد وخت ونيسي. که اړتیا وي، مونږ به هر راز اقدام ته مخه کړو.

کاسیګین: مونږ پریکړه کړې چې زر تر زره نظامي وسایل درولیږو او ستاسی هیلي کوپتر او الوتکې ترمیم کړو. دا ټول وړیا دي. مونږ دا پریکړه هم کړې ده چې سل زره ټنه غله درولیږو او د یو متر مکعب ګاز بیه له یوویشت ډالره څخه اوه دیرش ډالرو ته اوچته کړو.

تره کي: ډیر ښه، خو راځئ د هرات په هکله وغږیږو. ولې شوروي اتحاد ازبک، تاجک او ترکمن په ملکي جامو کی نه راليږي؟ هیڅوک به یې و نه پیژني. مونږ غواړو چې تاسی دوۍ راولیږئ. دوی دې افغاني يونيفورم، چې افغاني نښان ولري، په تن کړي نو هیڅوک به دوی و نه پیژني. زمونږ په نظر، دا ډیر آسانه کار دی. که د ایران او پاکستان تجربې ته وګورو، دا ډیر آسانه کار دی. دوۍ مونږ ته وښوده چې داسی کار شونی دی.

کاسیګین: تاسي دغه موضوع ډیره ساده ګڼئ. دا یوه پيچلې سياسي او نړیواله موضوع ده. خو بیا هم، مونږ به مشوره وکړو او تاسي ته به خبر درکړو.

تره کی: مونږ ته پیاده جنګي ګاډي د هوا له لارې راولیږئ.

کاسیګین: تاسي د دغو وسایلو د چلولو لپاره خلک لرئ؟

تره کی: موږ به د دیرشو، پنځه دیرشو وسایلو لپاره خلک پیدا کړو.

کاسیګین: دوۍ باوري کسان دي؟ دوی به له وسایلو سره دښمن ته ونه تښتي؟ خو ګوره، زموږ ډریوران په ژبه نه پوهیږي.

تره کی: مونږ ته دغه وسایط له ډریوانو سره، چې زموږ په ژبه غږیږي، راولیږئ، تاجک او ازبک.

کاسیګین: ما ستاسی څخه د همدغسي ځواب تمه لره. موږ سره ملګري یوو او ګډه مبارزه کوو نو زموږ او ستاسی په منځ کی باید تشريفات نه وي او موږ ته له دې څخه هیڅ څه ډیر مهم نه دي.

(لومړۍ پاڼه په لاس لیکلی دغه يادښت لري: د مرکزي کميټې د سیاسي بیرو د مارچ ۱۹ په ناسته کې، ملګري کاسیګین د ټيليفوني خبرو متن د مرکزي کميټې د منشیانو په حضور کی ولوست.)

منبع: په مسکو کي د روسیی تلویزون شبکه، د خاصو دوسیو پرګرام.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply