دا د یوې بو‌‌‌‌‌‌ډۍ مور د دردېلي زړه ناره ده / اسما لمر

0 849

بو‌‌‌‌‌‌ډۍ مور خپل کوچونی ناروغ لمسۍ روغتون ته رواړی وو دا دبو‌‌‌‌‌‌ډۍ او په زړه زخمي مور د دهغه یکه زوی ماشوم وو چې بو‌‌‌‌‌‌ډۍ مور یې هره لحظه دمرګ انتظار وېست او له خپل یکه زوی یې ددې په خاطر سر ټکاوه چې زوی یې طالب وو
بو‌‌‌‌‌‌‌ډۍ مور په ژړه غوني انداز او داوښکو ‌‌‌‌‌‌ډکو سترګو راته وویل زوی مې طالب دی
دجهاد په نامه د ګل نبي زوی ( طالب قومندان ) د ځان سره وړی او هلته پرې بې ګناه خلک وژني او ځوروي
زوی مې یو کال کیږي تللی یوازې دوه دری ساعته دوه ځلې کورته راغلی زوی مې چې کورته راغی لمن مې ورته وغوړوله سر مې ورته سرتور کړ ورته ومې ژړل
زویه ! پرېږده دا کارونه کور دې بچیان او ښځه ستا په تمه ناست دي زه دې نور بچیانو ته هېڅ نشم کولی هغوی ‌‌‌‌‌‌ډو‌‌‌‌‌‌ډۍ غواړي کالي غواړي یو کال مې وساتل ځمکه مې ورته ګرو کړه هغه پيسې خلاصې شوې
نور دبچیانو ته راشه ته یې غولولی یې جهاد نشته اوس خو امریکا یان هم له ولسوالۍ وتلي اوس خو تاسې خپل وروڼه وژنی ګټې د ګل نبي زوی ( طالب قومندان ) کوي خلک په تاسې وژني او ځوروي
زوی ته مې چې دا خبرې وکړې وعده یې وکړه چې ټوپک وروړم تسلیموم یې ورته زه بېرته راځم دوه ورځې یې په تمه وم چې زوی مې نور کورته راځي خو نور مې یې مخ ونه لید اوس کورته نه راځي ماشومان یې هېر کړي او ټول مسئولیت یې زما په غاړه دی
د خاوند نه راپاتې ځمکه ګرووم ځان ، انګور او لمسیان مې پرې ساتم
زوی مې نه راځي هغه زه هېره کړې یم ماشومان یې هېر کړي
زوی مې جنت ته د تګ په خاطر موږ ته کور په دوزخ اړولی
زوی مې یې تېر ایستلی ددې په ځای چې زوی ته مې دا ور وښيي چې جنت دمور تر پښو لاندې دی او دې مور په رضا ترلاسه کیږي ، دایې ورښودلي چې جنت د بې ګناه انسانو په وژلو او ځورولو تر لاسه کیږي
زوی مې يانن مري يا سبا …….!!!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply