پر ماشومانو د ټکنالوژئ استعمال اغېزې/ قدرت الله هېوادپال

0 1,328

موږ عموماً ماشوم له لوبو او ساعتيريو سره تړو، فکر کوو چې تل لوبو ته خوشحاليږي او کور کوڅه يې يې په سر راخيستي وي، چې ځينې وخت د نورو د عذابيدو سبب ګرځي، نو ځکه هغه ماشوم ښه دی چې وران نه وي، او په کور ناست وي، همدې کبله اوس د همدې لوبو بديل په توګه مور او پلار غواړي په کوچني عمر کې د ټکنالوژئ استعمال وهڅوي، او زموږ د کوڅو او ګاونډ حالاتو ته پر کتو مور/پلار خوښيږي چې اولاد يې د دوی مخ ته ناست له ټليفون، ټلويزون، ټبليټ يا د ټکنالوژئ له کومې بلې وسيلې سره بوخت وي.

سره لدی چې ټکنالوژي خپلې ګټې لري، په پوهه او ذهني وده کې کليدي رول لرلای شي، خو که چيرې مناسبه استعمال نه شي نو تر ډېره حده ناوړه اغېزې هم لري، او که چيرې پدې استعمال کې موږ حد ونه ساتو او په ماشومانو کې يې استعمال ونه څارل شي، نو ممکن ډېرو تلپاتو فزيکي او رواني ستونزو هم سبب شي.

موږ دلته له هغوی اساسي ستونزو او ناوړه اغېزو يادونه کوو چې ټکنالوژي کولای شي د ماشومانو پر روغتيا يې ولري، زموږ دا بحث تر ډېره له پنځو کالو کم عمره ماشومانو متمرکز دی.

۱. ټکنالوژي د ماشومانو د فکر طريقه بدلوي، آن د روږدتيا سبب ګرځي

څيړنو ښودلی چې د ټکنالوژئ يا ګرځنده ټليفونونو استعمال د ماشومانو پر ذهن اغېزه کوي، ځينو څيړنو آن ښودلی چې له دوو کالو ټيټو ماشومانو پر عقلي تارونو/ اړيکو اغېزه کوي، او د فکر وده يې دروي، هر کله چې موږ پر روږدتيا غږيږو، د اعتیاد يو اصل دادی چې روږدی خپله خوښي موادو ته د لاسرسئ پر تله تلي، که د روږدتيا وسيله ورسره وي نو خوښ وي او که نه، نو بيا مو الله مل شه.

۲. سلوکونو بدليدل، قهريدل

که چيرې ماشوم د ټکنالوژئ وسيله ډېره وکاروي، نو يو ډول اړيکه ورسره جوړوي، د ټکنالوژئ وسيله ورته له اړتيا ډېره مهمه کيږي، او که چيرې ترې واخيستل شي، نو په قهريږي، او هر هغه څوک يا کار يې بدی راځي، چې د ده او دې ډيجيټل وسيلې په منځ کې راځي، د ماشوم سلوک هغې وسيلې ته د لاسرسي په تله تلل کيږي، هر کله چې ورسره وسيله وي، لوبی پرې کړي آرامه او خوښ وي او که کله ترې دا وسيله واخلئ نو هغه نارامه او په قهر وي.

۳. د ماشوم له مور/پلار سره سلوک بدليږي

ځينو څيړنو دا هم ښودلې ده هغه ماشومان چې ډيجيټلي وسيلې ډېرې کاروي له مور پلار سره يې سلوک هغوی ته چې دا وسيلې نه کاروي بدل وي، هغوی چې دا وسيلې کاروي له والدينو ليرې احساسيږي، بې مينې نه خو له اړتيا پرته والدينو ته نه راځي، ورسره داسې احساسيږي چې د خپل مور پلار مينه يا سلوک پدې تلي چې څومره وخت يې د ټکنالوژئ له وسيلې سره پريږدي، ورسره دا هم ګڼل کيږي چې ځينې وخت د ډيجيټل وسيلې لوبغاړي ورته د مور/پلار ځای نيسي، او د هغوی د سلوکونو او کړو وړو په رڼا کې له خپلې مور پلار سره مينه تلي.

۴. ټولنيزې اړيکې او راشه درشه

نه يوازې ماشومان بلکه مشران هم که د ټکنالوژئ وسيله ډېره وکاروي نو ټولنيزې اړيکې او سلوکونه يې په منفي ډول اغېزمن کيږي، هغوی چې له اړتيا ډېر وخت له دا ډول وسيلو سره تيروي، مخامخو خبرو/ راکړه ورکړو کې ضعيفه، بې جراته او ځينې وخت په ساعتونو له خپل ځایه نه پاڅيږي، ورسره ټولنيز سلوکونه له وخت سره زده کيږي، څومره چې يو څوک له ټولنې يا خلکو ليرې وي همدومره يې دا سلوکونه ضعيفه پاتيږي، او کله کله خو نور هم ضعيفه شي.

ورسره دا هم ګڼل کيږي، چې د ټکنالوژئ وسيلو ډېر کاروونکي ځينې وخت له نورو ماشومانو ډېر جګړه کوونکو او شخړه ييز وي، د روږدتيا يو سلوک د ناڅاپه احساساتو ښودل دي، يو دمي په قهريږي او فزيکي ګوزارونه هم کوي، چې دا ډول سلوک پخپله د ټولنيزو اړيکو د ضعف او کمزورتيا سبب ګرځي.

۵. فزيکي ستونزی

د دې وسيلو ډېر استعمال د سترګو، ملا، څټ او ذهني ودې ستونزې هم پيدا کوي، که چيرې يو چا ډېر وخت لپاره يوې وسيلې ته په دوامداره توګه سر ټيټ کړی وي، نو طبعاً چې پر څټ منفي اغېزه کوي، ورسره که چيرې تل ټلويزون، موبایل، ټيبليټ يا کمپيوټر ته وګوري نو پر سترګو هم ناوړه اغېزه کوي، بيلابيلو څيړنو ښودلې چې د ټکنالوژئ وسيلې رڼا پر سترګو، خوب او ذهن ناوړه اغېزه کوي، او ضرور ده چې لس پنځلس دقيقې استعمال وروسته يو څوک پام بدل کړي.

ورسره که چيرې ماشومان مناسب فزيکي فعاليتونه ونه لري، نو کيدای شي چې په راتلونکي کې د ملا او نورو فزيکي ستونزو سره مخ شي، ورسره ذهني وده يې هم سستيږي، او د انعکاس او پر خبره پوهيدلو توان يې اغېزمن کيږي.

ښه نو اوس به واياست، چې دومره به هم بده نه وي، هو په اصل کې ټکنالوژي بده نه ده، خو د عمر او استعمال پر اساس بايد برابره شي، د ټکنالوژئ ناوړه اغېزو کمولو لپاره عموماً درې پراخه وړانديزونه کيږي:

د ماشوم عمر: د ټکنالوژئ استعمال له عمر سره مستقيمه اړيکه لري، بيلابيلو څيړنو ښودلې چې له دوه کلن کم عمره ماشوم بايد د ټکنالوژئ هیڅ وسيلې ته لاسرسی ونه لري، يا يې هيڅ ونه کاروي، خو ورسره دا ويل کيږي چې که چيرې نږدې خپلوان لکه مور/ پلار/ نيا/نيکه يا نور يې ليرې اوسيږي نو ويډيو زنګ يا له غږيدا سره د ويډيو ليدل د دې لپاره د هغوی پيژندلو کې مرسته کوي، خو دا استعمال هم بايد وڅارل شي او مشر د غږيدو پر وخت ماشوم پوه کړي، لدې پرته له دوه کلن کم عمره ماشومانو لپاره د ټکنالوژئ وسيله بايد ونه کارول شي.

له درې کلنه تر شپږ کلنو لپاره د ټکنالوژئ استعمال څارل کيږي، ورسره هغه څه چې مشران کاروي بايد دوی يې ونه کاروي، که چيرې لوبی کوي، له چا سره غږيږي، انټرنېټ کاروي، ټول بايد وڅارل شي، او وکتل شي چې نامناسبه ژبه، محتويات يا ملګري ورسره پکې نه وي، اکثره وختونه له داسې استعماله ماشومان ډېر عادتونو خپلوي، هڅه بايد وشي چې دا عادتونه منفي نه وي.

له اووه کلنه تر ديارلس کلن ماشوم له ډېرو فزيکي او رواني تغيراتو تيريږي دا ماشومان ځوانئ ته اوړي، نو ځکه سره لدې چې ځاني تغيرات هم ويني، سلوکي تغيرات هم پکې راځي، او غواړي د مشر يا پوه په توګه ورته خلک وګوري، ځان ته نور ماشوم نه وايي، نو ځکه غواړي آزاده شي، دلته مور/پلار لپاره مهمه ده چې مناسبه آزادي ورکړي، خو که چيرې د ټکنالوژئ وسيلې په کارولو کې ستونزه لري، يا نورو جنجالونو سره مخ کيږي بايد پوه شي چې له چا سره وغږيږي، ورسره دلته هم د ټکنالوژئ استعمال بايد وڅارل شي، او اړونده قیودات واوسي.

له ديارلس کلن لوړ ځوانان نور پوهيږي چې د مور/پلار له قيوداتو ځان څنګه خلاص کړي، او عموماً ښوونځيو کې يې دومره څه زده کړي وي چې خپل سلوک خپله کنټرول کړي، خو دوی ته بايد دوامداره وويل شي چې که ستونزه ولري بايد له چا سره وغږيږي.

توازن: د ټکنالوژئ استعمال بايد د ټکنالوژئ له نه استعمال وخت سره متوازن واوسي، نه يوازې ماشومان بلکه مشران هم که ډېر وخت پر چوکئ کښيني، او فزيکي فعالیتونه ونه لري نو کیدای شي چې روغتيايي ستونزې ورته پيدا شي، مهمه ده چې د ماشوم د ټکنالوژئ/ټلويزون ليدلو وخت بايد له فزیکي لوبو او منډو سره متوازن حالت کې واوسي.

اړونده ټکنالوژيو او وسيلو موندل/عيارول: د ټکنالوژئ ګړندي پرمختګ دا باوري کړل چې د هر چا ذوق او شوق لپاره يو څه واوسي، د ټکنالوژئ څيړنې ښيي چې له درې کلنه تر نهه کلنه ماشومانو لپاره د ټکنالوژئ وسيلو برابرولو صنعت يو تر ټولو مخ په وده سکتور دی، پدې کې لوبې، زده کړه ییز پروګرامونه، فزيکي وسيلې او نور ټول شامل دي، هڅه وکړئ خپل ماشوم ته د هغې له ذوق سره سم وسايل پيدا کړئ، که تاسې د کمپيوټر يا موبايل لوبې کاروئ مهمه نه ده چې هماغه خپل ماشوم ته هم ورکړئ. د هغې عمر ته پر کتلو خپله وسيله عياره او له ذوق سره يې ورته برابر کړئ.

داسې ګڼل کيږي چې د هر يو کال پر تناسب ماشوم پنځه دقيقې د تمرکز توان لري، يعنې يو کلن ماشوم پنځه دقيقې تمرکز، دوه کلن لس دقيقې، او همداسې يې ورډېروئ، نو ځکه ماشوم چې څومره کوچنئ وي همدومره پر يو څه ډېر تمرکز نه شي کولای، او دا نه تمرکز د هغې د ودې او پرمختګ سبب ګرځي، ځکه بايد ډېر څه زده کړي، کله به ورانی کوي، کله به منډې وهي، کله به مو غيږ ته درځيژي، کله به درته وايي چې ګران يې، کله به درته په قهر وي، خو دا هر څه د ماشومانو بيلابيل سلوکونه او توانونه رامنځ ته کوي، د ټکنالوژئ ډېر استعمال يا له څارنی پرته استعمال نقص دادئ چې د ماشوم دا د طبعي ودې دوران خرابوي، وسيله يې د خپلو بدليدونکو رنګونو، غږونو او نورو پر کارولو له ځان سره بوخت ساتي، چې په اوږده کې د هغوی د فزيکي، رواني او عقلي ستونزو سبب ګرځي.

ټکنالوژي په خپل ذات کې بده نه ده، کولای شي ډېره ښيګڼې راوړي، خو دې وسيلې ته بايد د مور/پلار، ټولنيزو اړيکو، فزيکي فعاليتونو، لوبو، خوراک او نورو مهمو او حياتي مواردو بديل په توګه ونه کتل شي، پر ځای، مناسب او څارل کيدونکی استعمال يې د ماشوم په ذهني وده او زده کړه کې ډېر مهم رول لوبولای شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply