Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1164

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1165

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1166

Notice: Trying to access array offset on value of type bool in /home/dawatmedia/public_html/wp-content/themes/publisher/includes/libs/bs-theme-core/theme-helpers/template-content.php on line 1177

حکومت اراده لري د بشر د حقونو موضوع او بحث له…/خوشال خلیل

0 1,045

نن د بشر د حقونو له مدافعانو څخه د ملاتړ ملي پروګرام کې د ولسمشر غني له څرګندونو داسې ښکاري چې حکومت اراده لري د بشر د حقونو موضوع او بحث له حاشیې څخه د دولت متن ته راوړي، په دومره لوړه کچه د بشر د حقونو موضوع راپورته کول دولت او په ټوله کې ټولنې ته خپل اثار او نتایج لرلی شي.
لومړی، د بشر حقونه د قانون په حاکمیت ټینګار کوي چې په نشتوالي کې يې د بشر حقونه نشي تامیندای، د قانون په حاکمیت کې نه یوازې د زورواکو لاسونه لنډېږي بلکې عامو وګړو ته یې هم ګټه رسېږي. یعنې پخوا نورو په حکومت فشار راوړ چې د بشر حقونو ته درناوی وکړي دا ځل حکومت خپله دغه اواز اوچتوي.
دویم، د بشر د حقونو بل ټینګار پر دې دی چې که د تېرو او اوسنیو جګړو قربانیانو ته پام ونه شي او عاملان یې خلاصې تڼۍ وګرځي هغه ټولنه کې امنیت او ثبات ممکن نه دی، نن ولسمشر هم وویل چې هر څوک حق لري د تېرو جګړو د قربانیانو یاد ونمانځي، د تېرو جنګونو د یاد نمانځلو مسئله راپورته کول، ټولنیزه حافظه کې د جنایتکارانو ظلمونه ژوندي ساتي او لږ تر لږه له روحي رواني پلوه هغوی د امن احساس نه کوي او فکر کوي یوه ورځ به د عدالت سره مخ کېږي. [په دې برخه کې لس کاله پخوا ولسي جرګې یو قانون پاس کړی دی چې له مخې يې پخوانیو جنګونو کې ښکیل کسان بښل شوي دي، له دې سره دا قانون خپل اهمیت له لاسه ورکوي]
درېیم، له دغه بحث سره بشري حقونه د اساسي قانون سره سم د دولتي تصامیمو، پروسیجرونو او میکانیزمونو په محراق کې واقع کېږي او هر دولتي تصمیم به د بشر د حقونو په تله تلل کېږي چې له دې سره په اتومات ډول محرومو اقشارو، لکه ماشومانو، ښځو او معلولینو ته په انکشافي او اقتصادي پروګرامونو کې ګټه رسېږي.
څلورم، د بشر حقونه په انسان راڅرخي، که دا بحث عام شي او دولتي دستګاه یې هم ترشا ودریږي، دلته نو بیا مذهبي، قومي او ژبني تفاوتونه رنګ بایلي او انسان محوره سیاستونو ته لار اواریږي.
دا ټولې خبرې ممکن په اوسنیو شرایطو او حالاتو کې خیال پلوه ښکاره شي خو داسې نه ده، دا ټول کارونه اراده غواړي د ولسمشر خبرو ته په پام ویلی شو چې دا اراده شته، خو که دا یو جرقه یا پیل وګڼو او د حکومت دغه شان انسان محوره سیاستونو څخه ملاتړ وشي ټولو ته یې ګټه رسېږي او دا هیڅ ناممکنه نه ده چې یوه ورځ له تاوتریخوالي او تبعیض څخه پاکه ټولنه ولرو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply