د ټرمپ او طالبانو سيالي/شهرت ننګيال

0 1,026

که د ای‌ايس‌ای کارنامه ده، که د روسانو په خوښه تر سره شوې او که د خپل‌منځي ژور اختلاف زېږنده ده، طالبانو خپل شپاړس واليان او اته قوماندانان په يوه ورځ، يوه شېبه له پيشنهاد، منظوري او مکتوبه پرته له دندو لېرې کړل.

د خپل‌منځي اختلاف له امله تبديلي او ګوښه کېدنې ته ځکه په اساني ګوتې نه‌شي ور وړل کېدای چې مصلحت او مضر احتياط د دغسې قاطعيت مخه نيسي، لکه دلته چې ځينې له اختلاف سره له شپاړسو کالو پر خپلو چوکيو مېخ دي.

هر څه چې دي طالبانو خپل ۱۶ واليان لېرې کړل، د يوې اوونۍ په تېرېدو نه کوم منفي غبرګون وليدل او نه هم د کومې زلزلې ټکانونه را منځ ته شول.
حکومت دې له هغو کسانو چې په څلور مذهبه د لېرې کولو دي، شپاړس نه، شپږ له دندو لېرې کړي؟ له دندو لېرې کول پرېږده چې تبديلي ته يې هم د حکومت اوبه نه‌شي ځګ کېدای.

دلته له شپاړسو کالو وروسته يو والي خپلې تبديلي ته ايله هغه وخت شين څراغ لګولای شي چې دېرش سفارتونه، پنځلس ولايتونه، د نيمې نړۍ کونسلګرۍ، پنځلس انتصابي سناټوران هغه هم دفعتاً په زرين غوري کې ورته وړاندې کړای شي.

پرېکنده پرېکړې او برطرفۍ ټرمپ کولای شي، يا طالبان. د شپاړسو عدد له دې امله هم بوږنوونکی دی چې ولسمشر ټرمپ تر اوسه شپاړس جنجالي فرمانونه لاسليک کړي، د کسټم او اميګریشن د مشرانو او سرپرست لوی څارنوال په ګډون يې د شپاړسو ايالتونو څارنوالان له دندو لېرې کړي دي. داسې ښکاري ټرمپ او طالبان خپل زور د چارواکيو په لېرې کولو کې ښيي. که په رښتيا هم د دوی سيالي دغه ټکي او پرمختيا ته را ټوله کړای شي، د افغان حکومت نومره صفر ده.

ګناه بر ګردن راوي، د کرزي له خولې ويل کېږي چې د طالبانو تر سقوط وروسته چې د ده حکمونه او ټاکل شوي چارواکي د جنګسالارانو شاګرځ کېدل؛ نو يو مازديګر يې په ارګ کې په مات زړه وويل؛… زما هم پاچاهي ده…؟ پاچاهي خو د ملاعمر وه چې د بل په خوله به يې له کندهاره د څو ټکيو له يادښت سره په حيرتان کې خپل چپه‌شاخ قوماندان له دندې ګوښه کړی و.

طالبان د خپل حاکميت له وختو په ټاکنو او برطرفيو کې خورا زړور ختلي، هغه مهال به دې چې يو طالب د بهرنيو چارو سرپرست ليده، بله ورځ به له ـ له قراره د اورېدو ـ په کندهار يا کوټه کې د سبزيو په هټۍ کې ناست و. ټوله جاره د خولې په څو ټکيو بشپړېدله، نه وړانديز ته اړتيا وه، نه منظوري او نه فرمان ته.
په اوس مهال کې خو د نورو مالومات له ما سره نه‌شته، خو زموږ په ولايت کې يې دا څو کاله اووه واليان او پنځه شپږ ولسوالان ټاکلي او لېرې کړي دي.

ميډيا او چارواکيو د طالبانو له خوا د دغو تبديليو راز دا را برسېره کوي چې ای‌ايس‌ای د لېرې کړل شويو طالب چارواکيو د وژلو پلان لري. زموږ د چارواکيو او شنونکيو له څرګندونو داسې ښکاري چې دوی کله هغو رازونو او اسرارو ته لاس‌رسی لرلای شي چې د ای‌‌ايس‌ای له ګېډې او مغزو نه دي راوتلي، خو ډېر بيا د ارګ، دفاع وزارت ته څېرمه او د کندهار د والي په مېلمستون کې د چاودنې راز درې اوونۍ وروسته هم نه‌شي موندلای.

خبر دی چې طالبانو په ځانمرګي بريد کې له کندوزه خپل ټپي والي د درملنې له‌پاره په کښتۍ کې تاجکستان ته په وړلو، تر مړينې وروسته بېرته کندوز ته لېږدولی دی. طالبان د پاکستان يا روسيې په مرسته دغسې چاره تر سره کولای شي، خو افغان ځواکونه يې د چورلکو، هوايي او ځمکني ټرانسپورټ له شونتياوو او د نړيوالې ټولنې له ميلياډونو ډالرو مرستې سره روغتونونو ته نه‌شي لېږدولای چې له امله يې يو شمېر خپل ژوند ته مخه ښه وايي او کورنۍ يې د خپلو عزيزانو د کالبوت په تر لاسه کولو کې په اوونيو اوونيو د يوه او بل دفتر دراوزو ته ولاړې وي.

ای‌ايس‌ای چې العياذ بالله موږ ته قادر مطلق ښکاري، د دندو پر مهال دغه طالب چارواکي نه‌شوای وژلای؟ دا اندېښنه او وېره نه‌شوای ورسره پيدا کېدای چې له دندې په ګوښه کېدو ښايي په کوم غبرګون لاس پورې کړي او يا به د دوی له ګروته ووځي؟
پاکستان به له طالبانو سره ډېره مرسته کوي، که به امريکا يا نړيوالې ټولې له افغانستان سره ډېره مرسته کړې وي؟
داسې ښکاري چې چارواکيو د ای‌ايس‌ای په لاس د طالبانو ځپلو او له منځه وړلو ته سترګې نيولې دي.

خو دا يوازې ای‌ايس‌ای نه دی، د سې‌ای‌اې لاس تر ای‌ايس‌ای اوږد او غښتلی دی. که داسې نه وای جانکېري به ولسمشريزې ټاکنې او د ټاکنو پايلې دغسې نه وای لوخړه کړې، افغانستان به د واک له‌پاره پر ناندريو، چنو وهلو او ډلبنديو کې نه وای ښکېل شوای؟

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply