دهلمندد امنيت په اړونداندېښنه!/حبيب الله غمخور

0 1,087

دافغانستان اجرايي رئیس دروان کال دجنوري پر ۳۱ دمطبوعاتو په خبره په بېړنی گوته  هلمند ته سفروکړ .هغه  پداسي حال کې هلمند ته لاړ او له امنیتي ځواکونو سره یې ولیدل چې وسله والوطالبانویووار بیا په دغه ولایت کې بریدونو ته زور ورکړی .

عبدالله  عبدالله د هلمند له امنیتي چارواکو وغوښتل طالبان تر پسرلي مخکې وځپي .

عبدالله عبدالله په هلمند کې امنیتي مسوولانوته وویل چې د امنیتي ځواکونو په منځ کې همږغي زیاته کړي او د افغانستان دښمنان د پسرلي تر رارسېدو وړاندې وځپي.

ولې متاسفانه  ښاغلی عبداله ته چا ونه ويل چي دهلمند امنيتی ځواکونه په کومومالی،مادي اوتخنيکی امکاناتو دپسرلي تر رارسېدودښمن وځپی ؟  داهغه دښمن دی حې نه يوازي دپاکستان لخوا حمايه کېږي بلکې ايران هم پدې هکله بې ساري مرستی کوي .دنړی په ټولوډله ايزو رسنيوکي هره ورځ اوروچې ايران په هلمند ،فراه ،هرات کي دجگړې اوافغان وژنې په دوام کي لاس لري.

په هلمندکي له عادي سربازنه تر جنراله، له مرکزي حکومت نه سرټکوي چي دوي ته  په ټوليز ه توگه لوژيستيکی امکانات نه رسوي . تاريخ شاهد دي چي دهلمند ولايت ددفاع په پوستوکي زموږ سربازانو داوبو دنه شتون له امله خپلې شاشې څښلې دخوړوخبره خوکه ياده کړو همدا ښاغلی عبدالله بايدوشرمېږي . پردې سربېره وايي دپسرلی تر رارسېدو وړاندي دښمن وځپی .ددې لپاره چې دښمن وځپی ددښمن دځپلو امکانات بايد ورته برابر سي .

دې زلمودخپل هيوادنه دفاع کړې اوکوی،خوچارواکي داهيوادکله په يوه اوکله په بله بيه پلوری . موږ یې گورو چي دا ۱۷ کاله  دهلمند سره دميرزی چلنداوبرخوردسوی .ددې پرځاي چي دافغانستان دولتی مشرتابه دښاغلی عبداله عبداله په گډون له ايرانی اخوندانو نه په نړيوال ډگرکي پوښتنه وکړی چې ستاسو دالاس وهنه  اودلته دجگړې تاو اخيستل ستاسودوعدو ،شعارونو،ښه گاوډېتوب  اواسلاميت ضد عمل دی،دايرانی اخوندانودبريا هر ورځ تر تهران دلته په کابل کښي په شانداره مراسيمو لمانځي .که پاکستان دډيورنډ دکرښی په پلمه اوتاسو دهلنمد داوبوپه پلمه دجگړې دوام ته لمن وهی، متاسفانه دا ايران پلوه چارواکي وايي په هلمند کي تر پسرلی دښمن ته ماته ورکړی،کوم دښمن ته ؟ هغه دښمن  ته چې دعبدالله عبدالله په گډون بې شمېره اوسنيواودکرزی درژيم چارواکوته ايورولېږي؟ دابېچاره سرباز څنگه او په کوموامکاناتودايرانی اخوندانوروزل سوی اوترغاښو په پيسواووسلوسمبال  ته ماته ورکړي؟

په ټول هيوادکي دټولوسياسي گوندونو،ملي شخصيتونواودغرب په خبره مدني ټولنو اوپه ټوله نړۍ کښي دفرهنگی ټولنونه غوښتنه کووچي په هلمند کي دايراني اخوندانو دجگړه ايزي جبهې پر وړاندي خپل ملی او انسانی دريز او نفرت څرگندکړي .موږ چي ورته گورو دا ډول کړنې به زموږ دهيواد دزياتو ولايتونوداوسېدونکوپروړاندي يوغيرانساني عمل اودجگړې داوردېگدان ترډيره تازه اوتود وساتي .

هيله مو داده چې افغانان په يوه اواز پردې تپل سوو دولتی چارواکو اونړيواله ټولنه فشار راوړي اودايران لاسونه دهمدې نړيوال فشارله امله زموږ دولس له گرېوان نه لنډکړي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply