ګل خانان د پاکستان د هغو اوسېدونکيو نومونه دي چې له څه مودې را په دې خوا د فیسبوک له لارې دومره مشهور شوي او په هغوی پورې داسې کلک نښتي لکه د خټې په يو چم چې د یوه دېوال تشه ډېره ښه ډکه شي.
ګل خان خدای له سیاسي شعوره خپلواک پیدا کړی، له سره يې عقل الوتی، کلونه کلونه په ناخبري کې اوسي او تر اوسه لا په هغه څه پسې منډې وهي چې په سترګو ورته نه ښکاري، خو هغه پرې برناحقه مین دی.
د پاکستان د ګلخانانو مینه يوازې په خپل ذهن کې ایساره نه ده، څه وخت چې ورته اړتیا پېښه شي، د پنجاب چارواکي يې په کشمير، افغانستان، هند او حتا په مدینه منوره کې هم د خپلو موخو لهپاره استعمالوي او ګلخانان هم تر ټولو له مخه دې کار ته د پښو په څوکو تیار ناست وي.
ګلخانان له دې هم تر دا ننه ناخبره دي چې پاکستان چا جوړ کړی، د څه لهپاره يې جوړ کړی او تر اوسه يې په نړۍ کې کومې نادودې کړې دي!؟
د ګلخان په غوږ کې يې يوه ناره چې کله به يې هم هېره نهشي، دا پو کړې ده چې هندوستان زموږ دوښمن دی، بس دې خبرې پر ګلخانانو دومره اغېز کړی چې پنجابی له هندو سره هره ورځ ډانس او نڅا کوي، خو ګلخان وايي چې زه يې خامخا په توپک ولم.
ګل خان له هندو سره پر دښمني بسنه نه کوي، هغه خپلو وروڼو افغانانو ته هم د تربور په سترګه ګوري او په دې خپه دی چې تاسې هند ته مېوې او نور شیان ولې لېږئ او زموږ په څېر باید له هندوستان سره دښمني پیل او د پاکستان هر بم یو لوی نعمت وګڼئ.
ګلخان د خپلې ډېرې ناپوهي له برکته په دې هم نه پوهېږي چې له دومره نوکري او غلامي سره سره په پاکستان کې زما حیثیت څه دی!؟ د دې ټولو خدمتونو په بدل کې ګل خانانو ته په پنجاب او کراچۍ کې د بوټانو د رنګولو، د جوارو د خرڅولو او د چایو د پخولو منصبونه ور رسېدلي دي.
ګل خانانو ته د هېواد په کچه د درېيمې درجې د اوسېدونکيو په سترګه کتل کېږي. د هغوی په پراخه سیمه کې هغوی ته د ووټ ورکولو حق حاصل نه دی، د ګل خان د سیمو ډېره شتمني پنجاب خوري، خو هغه بیا په دې خوشاله دی چې په بدل کې ورته د پنجابي د کور چوکيداري حاصله ده.
خو يوه خبره چې د ګلخان د سادهګي په برخه کې په کار ده، هغه دا ده چې د ګلخان د تېرایستلو لهپاره يې ګڼ شمېر اجرتي ملایان او مسلم لیګیانو ته دندې ورکړي چې ساده ګلخانان په اساني تېرباسي.
د ګلخانانو دوامداره سادهتوب او ناپوهي ده چې د پښتنو تاريخ يې تر پنجاب هم په سپکو سپک کړ، له ګلخانانو سره دا فکر کله هم پیدا نهشو چې د وزيرستان د پښتنو کورونه ولې وران او وسوځول شول، ګل خان تر پایه پر دې پوه نهشو چې په پاکستان کې له څو کلونو راهیسې ولې پښتانه وژل کېږي او جنګ چا د دوی کورونو ته راووست!؟
څو ورځې مخکې چې د پاکستان پنجابو د ډالرو د تر لاسه کولو لهپاره په خپلو لاسونو بمونه کېښودل او خلک يې پرې والوځول، له دې هم ګل خانان سبق نه اخلي.
پایله يې دا شوه چې اوس يې د همدوی په پښو کې پړي اچولي دي او د پنجاب پر سړکونو يې د څارویو په څېر راکاږي. د ګل خانانو عزت په دې شپو ورځو کې تر اټانۍ هم کم دی. خو که د ناخبره او ساده ګلخان سوچ او فکر بدل نهشي او پر خپله تېره خبره اوس هم کلک ولاړ وي؛ نو لېرې نه ده چې ګلخان به لا نور هم په شرمونو وشرمېږي. خدای دې وکړي چې نور خدای د ګلخان په کوپړۍ کې لږ عقل پیدا او خپل دوستان او دوښمنان درک کړي او د غني خان په دې بیت پوه شي چې؛
ناسته ده د ډم د لندن لور په سرو ورېښمو کې
لور د لوی شېرشاه لور يې په لاس دی لو له ځینه
مست مغروره سر د پښتون ټيټ سترګې يې کښته دي
شرم داسې شرم چې شرمونه شرموینه
سرخط ورځپاڼه
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320