د وطن د ساتونکو ورځ / اباسین بریال

0 1,151

وخت به راشي وطن به ګل ګلزار وي، اخلاقي نظام به دومره پیاوړی شوی وي، چې په ښار کې د وسله په لاس پولیسو لیدل یوه حیرانونکې استثنا وي. ضد مرمۍ موټرو به نه ګرځي، وزیر به سوپر مارکېټ ته یوازې له کوچنۍ لورکۍ سره راوځي او د ماښام لپاره به سودا په کڅوړه کې ټوله کړي، نه به د ضد مرمۍ موټرو کتارونه ورپسې وي نه به د رینجرو په ډالو کې ماشه په لاس د درځن امنیتیانو بدرګه. زاړه جنګسالاران به یا په حق رسېدلي وي، یا به لکه د بنګلدیش شیخ فاني جنګي جنایت کاران د اعدامونو انتظار باسي. د جنګسالارانو زامن به د اشرافیت اکټونه نه کوي، تعلیمونه به یې کړي وي، ذهنونه به یې صفا شوي وي، د ټولنې د نورو وګړو په څیر به یې د برترۍ هوس په ځانونو کې وژلی وي، یا به میرزايي کوي، یا به چېرته سړکونه روغتونونه رغوي.
د ترهګرۍ، طالب، جنګسالار، او ټوپکمار ډرامه به پای ته رسېدلې وي. سربازان به له ښارونو ډېر لرې، د خلکو له سترګو الونیا د دنګو دیوالونو تر شاه په خپلو بارکونو او قاغوشونو کې آرام خوب او آرام ژوند کوي، ورزش، تمرین او مارش ته به کله کله راوځي. په ټلویزیونونو به د ځانمرګو بریدونو په ترڅ کې د نړېدلو جوماتونو او مارکېټونو عکسونه نه ښکاري. خلک به هیڅ اړتیا نلري، چې پوه شي، څومره پوځ لرو ا ود څه لپاره یې ساتو.
چارچاپېره هېوادنۍ پولې به پرانستې وي، امنیتي موظفین به په احترامانه اندازه له افغانستانه د وتونکي او افغانستان ته د ننوتونکي مسافر پېژند پاڼې ګوري او په ډېر ادب به یې رخصتوي.
دې وخت کې به د تاریخ استاد د ښوونځي یوه ټولګي ته ننوځي، کفتان به ولاړسی ووايي، په څوکیو ناست هلکان به استاد ته له تعظیم وروسته په خپلو څوکیو کېني کتابونه په پرانیزي، استاد به ددویم فصل تدریس په بسم الله شروع کړي.
د کتاب دا پاڼه به په دې ټکو پیل شي:
دا اوس چې تاسو په کوم جنتي شانته هېواد کې ژوند کوی، دا د هغو ملي قهرمانو سربازانو د مبارزې برکت دی، چې د یوویشتمې پېړۍ په دوه نیمو لسیزو کې یې د وطن ساتنې تاریخي جګړه وګټله، د ترهګرۍ په نوم یوه شومه پدیده یې محوه کړه، وطن یې د اور له مینځه راوایست. دا د افغانستان په ټول تاریخ کې بې سارې جګړه، بې سارې مبارزه او بې ساری بری و. تاسو هر فرد دهغې زمانې د هر سرباز د قربانیو پوروړي یاست…….
تاسو یاست چې موږ یوو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply