تخت لاهور ته / شاهین بونیری

0 1,468

د هندوستان د تقسیم نه تر اوسه تا زه په بیلا بیلو نومونو اوخوړم، کله دې د مذهب بیرغ په لاس کې راکړو، کله دې د جمهوریت چغه پورته کړه، کله دې د غدارۍ په نوم اوزپلم او کله دې د جهاد په نوم د خپلو ستراتیجیکو ګټو لپاره د جنګ لمبو ته اوغورزولم.
ستا میډیا او ستا سرکاري ټي وي شپه ورځ اخته وي ما پورې خنداګانې کوي، ډرامې راپسې جوړوي. زه که ډیر لوي افغان یم ،پښتون یم، خپل تاریخ او تهذیب لرم خو ستا لپاره بیوقوف ؛پټهان؛ یم
که په قبایلي سیمو کې ماشومان د دوایانو د نیشتوالي نه مړه شي نو ستا په میډیا دا خبر نه دې، خو که په بمي چاؤدنه کې اووژل شي، نو بیا بریکنګ نیوز دی تود خبر دی، ځکه چې بیا ته نړۍ ته اوښکې تویولې شې او ددغې په بدل کې ترې ټینکونه او جهازونه غوښتلې شې.
تا ډیمونه زما په خاوره جوړ کړي دي او بجلي يي په لاهور کې بلیږي. ځنګلونه زما تباه شو خو کورونه او محلونه ترې په پنجاب کې جوړیږي. معدنیات زما لوټ شول او ګټه يي ستا جیب ته اورسیده. پوهنتونه ، سکولونه ، کورونه او پلونه زما وران شو خو متعصب ، غدار او ترهه ګر بیا هم زه یادیږم.
ستا ددې “جادوګرۍ” په نتیجه کې زه په خپل وطن کې بې وطنه یم، په خپل کور کې بیکوره یم، په خپل اور کې بې اوره یم، په شته زور کې بې زوره یم، چاې والا یم ، پالش والا یم ، محنت مزدورۍ والا یم !
خو په دغه حال کې دې هم نه یم خوښ. نن چې ستا ساتلي ماران تاله ټک درکړي نو هم نوم زما اخلې. لارې زما تړې ، جیل ته ما اچوې ، سزا ماله راکوې. کور زما ورانوې، تور په ما پورې کوې
زه دا هم نه ویم چې دا هر څه تا یوازې کړي دي، ځکه چې په دې لوټ مار کې درسره زمونږ خپل خلک هم ملګري وو. دغه خلک یا تا د «امت مسلمه» په نوم اخستي دي ، یا دې په زور اخستي دي او یا دې ورله په جیب کې د مال غنیمت څو سکې اچولي دي.
خو تاریخ اوس یو بل پړاؤ ته رسیدلې دې، ستا دغه ډرامې خپل کلایمیکس ته ورسیدې. اوس درباندې نه زه باور کوم او نه نړیوال
اوس به تور تور او سپین سپین وي، ځکه چې اوس ما د علم او شعور لاره موندلې ده، ځکه چې زه نور ستا سره په دغه هیواد کې د غلام په حیث ژوند تیرولو ته تیار نه یم !
که مې دادا جوارګر نه وې
مونږ به پردي پټي په برخه نه ساتنه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply