ارواښاد شیخ مجیب الرحمن د بنګله دیش ستر لارښود او بنسټ ایښودونکی

0 1,240

ارواښاد شیخ مجیب الرحمن (۱۹۲۰-۱۹۷۵)دبنګله دیش ستر لارښود اوبنسټ ایښودونکی و.نوموړی د بنګله دیش په فریدپور کې زیږیدلی و. تاریخ او سیاسی علوم یې د هند په کلګته کې لوستلي وو.نوموړی دپاکستان دعوامي لیګ ګوند مشر هم و. دی یو نیشنلیسټ و چې دپاکستاني مظالموپه وړاندې یې د خپل بنګالي قام او ولس دخلاصون او خپلواکۍ لپاره مبارزه کوله . د۱۹۷۱ زیږدیز کال نه دمخه بنګله دیش ته یې ختیز پاکستان وایه . دپاکستان پوځي ډیکتیټرانو( دیکتاتورانو) او ظالمو چارواکو دبنګله دیش پر مظلومو خلکو ډیر ظلمونه کول . شیخ مجیب الرحمن هم دپاکستان دچارواکو له خوا ډیر ځلې بندي شو او په جیلونو کې یې سخت ربړونه وګا لل.
د پاکستان پر خلاف دبنګله دیش دولس دخپلواکۍ جګړه د۱۹۷۱ زیږدیز کال دمارچ دمیاشتې په ۲۶ مه نېټه پیل شوه او د نوموړي کال ددسمبر په ۱۶ نېټه پای ته ورسیدله .دغې جګړې اته نیمې میاشتې او دوه ورځې دوام وکړ.
د بنګله دیش د مظلوم ولس سره په جګړه کې دپاکستان یولک اوپنځه اویازره سرتیري او هم ددوی لاسپوڅي ملیشه ځواکونه چې جمعیت اسلامي ، رضاکاران ، البدر او الشمس هم پکې شامل وو درې لکه اوپنځوس زره پې ګناه بنګالي مسلمانان شهیدان کړل.
د پاکستان وحشي پوځونو په دغه جګړه کې څلورو لکو بنګله دیشي میرمنو ته په سپکه سترګه وکتل او ددوی سره يې په جبري توګه زنا وکړه .
خو میړني بنګالی ولس په پای کې خپله خپلواکی ترلاسه کړه او دپاکستان یرغلګر پوځ یې په ګونډو کړ او خپلواک بنګله دیش دلکونو انسانانو دوینو په بیه جوړشو. دجګړې په پای کې دپاکستان سرتیري هندی سرتیرو ته تسلیم شول ددغه هیواد لومړنی لومړی و زیر (Prime Minister) ارواښاد شهید شیخ مجیب الرحمن و.

ډاکټر لطیف یاد

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply