رسول الله صلی الله علیه وسلم د غیر مسلمانانو په اند /عبدالغفار جُبیر

0 1,544

 

۱۶: کله چې حضرت آدم علیه السلام ته الله جل جلاله د ټولو شیانو نومونه ور وښودل؛ نو ملائیکو ورته سجده وکړه، بل لور ته کله چې الله جل جلاله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته رسالت ورکړ؛ نو الله جل جلاله ، ټولو ملائیکو او مؤمنان ورباندې درود او سلام ویلو، هغه سجده یوځل وه خو دا درودونه به جاري وي.
۱۷: حضرت ادریس علیه السلام الله جل جلاله اسمان ته پورته کړ، بل لور ته الله جل جلاله نبي کریم صلی الله علیه وسلم اسمانونو ته پورته کړ، دمعراج په شپه یې تر اسمانو پورته او آن قاب قوسین پورې یې ورساوه.
۱۸: الله جل جلاله حضرت نوح علیه السلام او هغو کسانو، چې پرده باندې یې ایمان راوړی ؤ، هغو ته د غرقیدو څخه خلاصون ورکړ، بل لور ته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم د شتون په برکت سره پر دې امت باندې عذاب نه دی راغلی، داځکه الله جل جلاله فرمایي: {وَمَا كَانَ اللَّهُ لِيُعَذِّبَهُمْ وَأَنْتَ فِيهِمْ} یعني تر هغه وخته پورې به دوی ته عذاب ور نه کړل شي؛ ترڅو چې (ای رسوله!) ته پکښې ېې.
۱۹: دحضرت اسماعیل علیه السلام پلار حضرت ابراهیم علیه السلام هغه د ذبح کولو لپاره بوتلو، کله چې ده صبر وکړ؛ نو د هغه پرځای د جنت پسه قرباني شو، بل لور ته د نبي کریم صلی الله علیه وسلم سینه مبارکه درې ځلي څیرې شوه او بیا وګنډل شوه.
۲۰: الله جل جلاله حضرت یوسف علیه السلام ته نیمایي ښکلا ورکړې وه ، بل لور ته الله جل جلاله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته بشپړ حُسن ورکړي ؤ.
۲۱: الله جل جلاله حضرت موسی علیه السلام ته ید بیضاء (سپین لاس) او لکړه ورکړې وه، بل لور ته دنبي کریم صلی الله علیه وسلم له مبارکو ګوتو اوبه تویدلې، او همدا رنګه الله جل جلاله نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته د نبوت مهر د دواړو اوږو په منځ کې ورکړی ؤ، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم دمخ رڼا دومره زیاته وه؛ چې هر چا نشو ورته کتلی.
ام المؤمنین حضرت عایشه صدیقه رضی الله عنها وایي: یوه شپه له ما څخه د کنډلو ستن ورکه وه، زه پسې ګرځیدم، کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم راغی؛ ما یې د مخ رڼا له برکته ستن پیداکړه. که حضرت موسی علیه السلام په لکړه سره د قلزم بحر ودراوه، بل لور ته نبي کریم صلی الله علیه وسلم بیا په پخپله ګوته مبارکه سره سپوږمۍ دوه ځایه کړه.
۲۲: حضرت یوشع بن نون علیه السلام که لمر ودراوه، خو حضرت رسول اکرم صلی الله علیه وسلم لمر له لویدو څخه ودراوه.
۲۳: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم نوم مبارک دټولو کائناتو د تخلیق څخه ۲۰۰۰ کاله مخکې ایښودل شوی ؤ؛ حضرت انس رضی الله عنه وایي چې دنبي کریم صلی الله علیه وسلم نوم (محمد) د کائناتو د پیدایښت څخه ۲۰۰۰ کاله مخکې ایښودل شوی ؤ.
۲۴: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک نوم په ۲۴ ساعتونو کې د ځمکې پر کُرې باندې حرکت کوي، داپه دې معنا چې پنځه وخته اذان کیږي او دځمکې د کُرې داسې سیمه به نه وي؛ چې هلته مسلمانان نه وي، یوځای چې شپه کیږي بل ځای ورځ کیږي، په دې ۲۴ ساعتونو کې به هیڅ داسې وخت نه وي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم مبارک نوم دې نه اخیستل کیږي.
۲۵: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم زېری مخکې ورکول شوی ؤ، لکه چې په قرآن عزیز کې د څلورو انبياوو علیهم السلام ذکر راغلی دی، چې عبارت دي له: حضرت اسحاق علیه السلام، حضرت یعقوب علیه السلام، حضرت یحیی علیه السلام او حضرت عیسی علیه السلام څخه.
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم زېری په تورات او انجیل کې ورکول شوي ؤ، له تورات څخه مطلب هغه تورات دی چې حضرت موسی علیه السلام ته ورکول شوی ؤ، نه اوسنی تورات؛ اوسنی تورات (دبایبل لومړي پنځه کتابونه دي لکه پیدایښت، خروج، استثناء، احبار اواعداد) عیسایي نړۍ دې کتابونو ته تورات وایي، دا دوی حضرت موسی علیه السلام ته منسوبوي، خو دا د حضرت موسی علیه السلام کتابونه نه دي. بل لور ته د انجیل څخه مو مطلب هغه انجیل دی چې پر حضرت عیسی علیه السلام باندې نازل شوی ؤ، اوسني انجیلونه ورڅخه مرادنه دي، داځکه چې اوسني انجیلونه (انجیل متی، انجیل یوحنا، انجیل لوقا ، انجیل مرقوس) دا دحضرت عیسی علیه السلام څخه وروسته لیکل شوي دي. نه اوسنی تورات او نه هم اوسني انجیلونه دخدای کلام دی. تاسی کولای شي د دې په هکله معلومات زما احقر په چاپ شوی کتاب (بایبل پېژندنه) کې وګورئ.
۲۶: په وړکتوب کې نبي کریم صلی الله علیه وسلم د سپوږمۍ سره خبرې کولې، کله چې مور د ماشوم سره خبرې کوي، نو ماشوم ورته ښکلي غږونه کوي، د حضرت عباس رضی الله عنه څخه یو حدیث روایت شوی دی، چې ده یو ځل نبي کریم صلی الله علیه وسلم ته وفرمایل: یارسول الله! ما ستا د نبوت یوه علامه ولیده، چې زه ستا په دین کې شامل شوم، کله چې ته ماشوم او پروت وې، ماولیدل چې تا له سپوږمۍ سره خبرې کولې او تا پخپلو ګوتو سره چې کوم لورې ته اشاره کوله؛ همغې خوا ته سپوږمۍ روانه وه.
کله چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم دا واورېدلې؛ نو ویې فرمایل، چې هو ما له سپوږمۍ سره خبرې کولې او هغې زه له ژړا څخه منع کولم.
۲۷: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم نسب پاڼه په بشپړ ډول سره ساتل شوې ده، کلبي رحمة الله علیه روایت کوي چې د نبي کریم صلی الله علیه وسلم تر (۵۰۰) میندو پوری لوړ په نسب کې هیڅ داسې څوک نشته چې زنا یې کړې وي، دنبي کریم صلی الله علیه وسلم چې کومه شجره راروانه ده، هغه ډېره پاکه ده، د نبي کریم صلی الله علیه وسلم په نسب پاڼه کې هیڅ داغ او تور ټکی نشته، لکه نبي کریم صلی الله علیه وسلم چې فرمایي:
دام المؤمنین حضرت عایشې صدیقې او حضرت ابن عباس رضی الله عنهما څخه روایت دی چې نبي کریم صلی الله علیه وسلم وفرمایل: زه له نکاح څخه پیدا شوی یم او د زنا په ذریعه نه یم پیدا شوی.
چې مطلب دادی چې زما ابا او اجداد داسې کسان نه دي تېر شوي، چې زنا یې کړي وي؛ بلکې هغو نکاح ګانې کولې.
دنبي کریم صلی الله علیه وسلم ټول ابا او اجداد په فطري شریعت باندې وو، هغو خپل ټول ژوند په فطرت سلیمه باندې تیراوه.
امام سبکی رحمة الله علیه وایی(( دحضرت محمدصلی الله علیه وسلم په نسب کې تر آدم علیه السلام پورې چې څومره نکاحی ګانې شوي دي، ټولې اسلامي نکاح ګانې وې، هغه په دې معنا چې د نکاح ټول هغه شرطونه چې اسلام ورته ټاکلی دي، هغه به پکښې وو، که یو څوک پر دې خبرو عقیده ونلري نو د هغه د دنیا او آخرت لپاره به تاوان شي.))
۲۸: الله جل جلاله دنبي کریم صلی الله علیه وسلم دمبارکو اعضاء بیان پخپله په قرآن کریم کې کړیدی.
{مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَىٰ}(سورت النجم:۱۱)
ژباړه: سترګو چې یې څه ولیدل، زړۀ د (رسول) په هغه کې درواغ ګډ نکړل.
{نَزَلَ بِهِ الرُّوحُ الْأَمِينُ( عَلَىٰ قَلْبِكَ لِتَكُونَ مِنَ الْمُنذِرِينَ} (سورت الشعرآء: ۱۹۳، ۱۹۴)
ژباړه: دا کتاب معتبرې ملائکې ستا پر زړۀ باندې نازل کړیدی، تر څو له انذار کوونکو له جملې شمار شې.
{مَا كَذَبَ الْفُؤَادُ مَا رَأَىٰ} سورت الدخان: ۵۸)
ژباړه: نو بېشکه چې (قرآن) مو ستا پر ژبه آسانه کړی دی، چې دوی پند واخلی.
{مَا زَاغَ الْبَصَرُ وَمَا طَغَىٰ} سورت النجم: ۱۷)
ژباړه: نه وې ګرځیدلې سترګي د (محمد بلې خوا ته) او نه دي تیرې شوي (له حده)
{قَدْ نَرَىٰ تَقَلُّبَ وَجْهِكَ فِي السَّمَاءِ} (سورت البقره: ۱۴۴)
ژباړه: په تحقیق سره وینو موږ (بیا بیا) ګرځول د مخ ستا په (لور د) آسمان.
{وَلَا تَجْعَلْ يَدَكَ مَغْلُولَةً إِلَىٰ عُنُقِكَ وَلَا تَبْسُطْهَا كُلَّ الْبَسْطِ فَتَقْعُدَ مَلُومًا مَّحْسُورًا} سورت بني اسرائیل: ۲۹)
ژباړه: او مه ګرځوه (مه نیسه) لاس خپل (لکه) تړلی شوی ترغاړې ستا پورې (یعني بخل او شومتیا مه کوه) اومه یې غځوه په بیخی غځولو سره (یعني اسراف مه کوه)
{أَلَمْ نَشْرَحْ لَكَ صَدْرَكَ (۱) وَوَضَعْنَا عَنكَ وِزْرَكَ (۲) الَّذِي أَنقَضَ ظَهْرَكَ (۳) وَرَفَعْنَا لَكَ ذِكْرَكَ (۴)}(سورت الانشراح: ۱- ۴)
ژباړه: [ای پیغمبره] آیا مونږ ستا سینه، ستا لپاره پراخه نکړه؟ او ستا څخه مو ستا هغه پېټی ښکته نکړ؛ چې ستا شاه یې درنه کړې وه. او ستا په خاطر مو ستا د یادېدو آوازه لوړه کړه.
{لَا تَمُدَّنَّ عَيْنَيْكَ إِلَىٰ مَا مَتَّعْنَا بِهِ أَزْوَاجًا مِّنْهُمْ وَلَا تَحْزَنْ عَلَيْهِمْ وَاخْفِضْ جَنَاحَكَ لِلْمُؤْمِنِينَ}(سورت الحجر:۸۸)
ژباړه: ته هغو دنیوي ګټو ته سترګې مه اړوه؛ چې مونږ له دوي څخه بېلا بېلو خلکو ته ورکړي دي او مه د دوي پر حال باندې خپل زړه ځوروه. دوی پرېږده. د مؤمنانو خوا ته د خواخوږۍ او مهربانۍ پاملرنه وکړه.
{لَا تُحَرِّكْ بِهِ لِسَانَكَ لِتَعْجَلَ بِهِ} (سورت القیامه: ۱۶)
ژباړه: مه خوځوه په دې (قرآن) سره (ای محمده!) ژبه خپله چې تلوار به کوې په دې.
۲۹: دنبي کریم صلی الله علیه وسلم معراج په قرآن مجید کې راځي:
{سُبْحَانَ الَّذِي أَسْرَىٰ بِعَبْدِهِ لَيْلًا مِّنَ الْمَسْجِدِ الْحَرَامِ إِلَى الْمَسْجِدِ الْأَقْصَى الَّذِي بَارَكْنَا حَوْلَهُ لِنُرِيَهُ مِنْ آيَاتِنَا ۚ إِنَّهُ هُوَ السَّمِيعُ الْبَصِيرُ} (سورت الاسرآء:۱)
ژباړه: پاک دی هغه ذات چې بیولی یې ؤ بنده خپل (محمد) په (یوه برخه د) شپې کښې له (منځه یاله څنګه د) دمسجدحرام څخه تر مسجد اقصی پورې هغه چې برکت اچولی دی موږ چار چاپیر ه دهغه (بیول دمحمد ددې لپاره وو) چې (هلته) وښیو موږ دغه (محمد) ته ځینې له دلائلو (دقدرت) خپل. بېشکه چې دغه (الله) هم دی دی، ښه اوریدونکی، ښه لیدونکي.
Sent from Yahoo Mail on Android


———————————————————————————————————–
M. Tariq Bazger
Journalist

Director:
Dawat Independent Media Center (DIMC)
P.O.Box 289, 2001 Lillestrøm, Norway
Internet: English: www.dawatmedia.com – Pashto: www.afghansabawoon.com
E-mail: dawatmedia@gmail.com or bazgerdawat@hotmail.com
Tel. Office: + 47 – 63844384 Mobile: + 47 – 90856195

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply