د غني مشر ملا وتړۍ…../ ډاکټرهادي

0 1,410

د غني مشر ملا وتړۍ

………… د ځلاند، عصمت او ورته لوخو خولي ته مه ګورئ….

دا سختي پر مونږ هسي نه ده… پاکستانۍ رسنۍ: غني له نورو بېل دی، د هغه اقتصادي پالیسي به پاکستان له خطر سره مخ کړي. د پاکستاني سیاسيونو د خپلواهدافو په اړه داسي خوب لیدلی چي اوس یې خپله تعبیر وران ګڼې او راتلونکي نړۍ کې ځان نه شماري. دافغانستان اوپاکستان سیاسي اوپوځې کشمکش چي ځینې سیاسیون یې نا اعلان شوې جګړه هم بولې ،یوې داسي مرحلې ته رسیدلې چي کیدای شي دیوه هیواد دنابودۍ سبب وګرځي.

تیره ورځ د پاکستان یوې مشهورې ورځ پاڼې ډان لیکلي چي دافغانستان سره ورانې اړیکې به دپاکستان دزوال سبب شي. ورځپاڼه لیکي چي دپاکستان سیاسي اوپوځي ماهرین په دې خطا شوې چي اشرف غني ته هم دپخواني افغان ولسمشر حمید کرزي په څیروګوري،دوی لیکي چي اشرف غني دنړۍ وال اقتصادي نظام کارپوهه دی ،دهغه دواک له سپارلو بیا تراوسه پورې دپاکستان اقتصادي نظام او نړۍ والې سیاسي اړیکې په سل کې ۴۰سلنه راولېدلې او لاهم مخ په ځوړ روانې دي. په همدې اړه دلاهور د درمل جوړونې یوې کمپنۍ ویلي چي دوی ته داشرف غني سیاست او دپاکستان ناسم کردارد دوی درمل جوړونې تجارتي نظام ته دهمدې هیواد په تاریخ کې تر ټولودروند زیان اړولی دی،هغوی وايي دانه یواځې چي اوس د دوی درمل افغانستان ته نه صادریږي ،بلکي په نړۍ وال بازار کې یې د پاکستان درمل په ناسم ، مکس، زیان اړونکو درملو ورپیژندلي ،خوبل خوايي دهند درمل د پخواپه پرتله ترپاکستاني درملو په ارزانه بیه نړۍ وال تجارتي بازارته وړاندې کړي چي ډیر تبلیغات هم ورته افغان دولت کړي. همدا ډول دلاهور دتاجرانو دډلې دیومشرله قوله لیکي چي دوی اوس تربل هروخت په اقتصادي بهران کې راښکیل دي،هغوی وايي چي دیوه ملک کورني صادرات چي بهرنیان ونه غواړي ، نوهغه ملک نور له اقصادي پلو له سترزیان سره مخ کیدونکی دی ،نوموړی وايي چي روسانو هم ډیرې وسلې اوپوځ درلود ،خو اقتصادي ماتې یې ملا ورماته کړه او له نړۍ والو بازارنو یې لاس ورپرېمنځل چي اوس پاکستان دخپل سیاسي دریځ په درلودلوسره له ورته چلند سره مخ دی ، دوی وایي افغانستان کرنسي ترکالدارو نړۍ وال بازار لري اوترهغوی یې کچه او حیثیت لوړدی ،همدا کومه وړه خبره نه ده ، خوهغه په خپلو سیاسي او حکومتي چارواکو ږغ کوي چي هغه ورځ لیرې نه ده چي پاکستان کې به دګاونډې اوملتي سیالیوله امله ورانیږي. دهمدې هیواد دتاجرانو ډله وايي چي د پاکستان ټولې فابریکې دلاهور په ښارکې دي چي له موټررانیولې دیوه چاکلیټ ترجوړولو پورې ،خودوی ټول له خپلو کارنوسر ټکوي چي مالونه یې ورځ تربلې نړۍ وال بازارونه بایللی اوکاروبار یې په ټپه درېدلی دي.

په همدې اړه د پیښوریوه سیاسي مبصر لیکلي چي د مهاجرپه تګ سره دوی له یوه سخت اقتصادي بهران سره مخ شوي چي د سرایو، دوکانو خرید فروخت ،کرایه څه ،بلکي دوی خپله دافرض کړې چي یابه لاهور اوسیندایالت ته مخه کوي اویا به دوی هم دافغانانوپه څیرګډوالۍ ته مجبوره کیږي،هغوی زیاتوي چي دیوه دوکان ۱۰لکه قیمت ۵لکوته رالوېدلی ،خو دتجارتي توکو قیمت تردې هم زیان سره مخ شوی دی،سیاسي مبصرلیکي چي افغان مهاجرینودپیښور دښار ښکلا او ګڼه ګوڼه له ځان سره وړې ده،اوس ښارونوته تلل سړی ډیرمایوسه کوي ،ځکه چي د دوی دخریدفروخت سړي او ګاونډیان اوس نشته ،په پښورکې ډیری کاروبار دافغان تاجرانوپه موټ ترسره کیده،خو اوس هغوی له خپلو شتمنیو سره یوځای کډه شوې ،افغان ولسمشرپه یوه خبري غونډه کې ویلي چي ۶لکه مهاجرو له ځانه سره ۱۷ملیارد ډالر نقدي راوړي دي همد ددې ښار نیمه برخه پیسي وی چی افغان مهاجرینو وړې دي. دپاکستان په صوبه بلوچستان ایالت کې دنورو پاکستاني صوبو په پرتله ډیراقتصادي ناورین راپرېوتی دی، هغه افغانان چي په پاکستان کې تجارتي چارې ترسره کوي هغوی ټولو له بانکونوڅخه خپل اکاونټونه تش کړي ،ځکه چي دوی په خپلو شناخته کارډونو ډار لري چي یوه ورځ نه ،یوه ورځ به د دوی دبلاک شناخته کارډ خبرواورې اوبیابه یې ټوله شتمنې په پاکستاني بانکونو کې ګنګل شوي وي ،دوی وايي چي دبلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې اوس هیڅ تجارتي نظام نشته هیسي سهارخلک بازار ته ځی اوماښام تش جیب کورته را درومي. عبدالقدوس چي کوټه کې داسلامي بانک منیجرده دیوه افغان دوکانداره له قوله ،هغه وايي چي نومړی راته راغلوچي تاسو ولې خپلې شتمنۍ له بانکه وایستلې او اوس راته نه راځۍ ،نوموړی افغان دوکاندار وايي چي ما ورته کړه زه نه غواړم چي خپله شتمني په داسي حال کې ګنګل کړم چي یوخواپولیس راته ولاړ وي وايي ووځي افغانان یاست اوبل زه خپل هرڅه دلته پریږدم ،هغه وايي چي په ټوله میاشت کې مې نه دمزدو اوکرایي پیسې یوځای کړي اونه هم غواړم چي نور دې کارکې پاته شم ،غواړم چي خپل هیواد ته په عزت ستون شم ګنې دلاهور پښتنو په څیربه مې د دوکان توکی سړک ته را غورځوي.

بلخوا دپاکستان د اقتصادي چارو ماهرین وايي ،چي له ګاونډیانوسره ناسمې اړیکې دوی له یوه خطرناکې راتلونکی سره مخ کړي دي،هغوی وايي چي یولورې ته هند اوبلخوا دافغان حکومت سره سیاسي ،پوځي اواقصادي ورانۍ به دوی ته نور هم زیان واړوي،دپاکستان داقتصادي چارو ماهرذولقرنین دیوې ځايي رسنۍ سره دمرکې په مهال وايي چي یابه انګریزان بیا دیوې بلې تجزیې پلان لري اویابه پاکستان دافغانانو له ازارولو څخه دخپل عمل عکس العمل ويني،ذولقرنین وايي چي څوځلې یې پآکستاني اقتصادي کارپوهانو ته مشوره ورکړې چي له اشرف غني سره اقتصادي سیالۍ مه کوئ داکوم ساده افغان نه دی …! هغه زیاتوي چي اشرف غني افغانستان ته ټولې اقتصادي لارې را پرانستلې ،خوپه پاکستان یې ټولې اقتصادي لارې محدود اویا وتړلې ،خوپه دې چلوټو لا اوس هم پاکستاني مهارین نه پوهيږي ،هغه زیاتوي چي که نړۍ وال له اشرف غني سره دهغه ۵۰ سلنه نظریې ومني کیدای شي افغانستان داقتصاد چوک وګڼل شي اونور پاکستان دتل لپاره د دوی محتاج هیواد وپيژندل شي. ذولقرنین دمرکې په مهال ویلي چي که چرته اشرف غني دافغانستان اوبه کنترول او زیرموته موخه کړي نو نور به په خپل وطن کې دتل لپاره جګړې ته دپای ټکی کښیږدي ،ځکه چي افغانان ترچاکم نه دي خو کمزوري اقتصادي ځپلي دي ،خوپاکستان باید په خپل ګریوان کې له سره وګوري اوخپلې ناسمې پالیسۍ ته دپای ټکی کښیږي هغه زیاتوې اوس یې یومخیز ډول له پښتنوسره دشمني پیل کړې چي دا ترټول ستره تیروتنه ده کیدای شي یا دپښتنو داتحاد سبب شي اویا دیوه نوي انقلاب پیلامه وي . ډاکټرهادي

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply