په افغانستان کې دایران ناولې موخې ( هدفونه)/ ډاکټر لطیف یاد

0 1,162

دایران حکومت په افغانستان کې خپلې ځانګړې ناولې موخې او هدفونه لري . ایران دافغانستان دهرات سیمه له ډیر پخوا وخته دخپل هیواد پورې یوه تړلې سیمه بولي . دشهید محمد داودخان دنظام تر ړنګیدو وروسته او په تیره بیا پر افغانستان باندې دشوروي اتحاد تر یرغل وروسته ایران په افغانستان کې خپلې اته ګوني ډلې جوړې کړې او دهغوی ملاتړ یې وکړ.دوی دهزاره جاتو سیمې ته هرډول وسلې ولیږلې څو دوخت دروسي پلوه رژیمونو په وړاندې دمبارزې په نامه دوی په وسلو سمبال اوپیاوړي کړي . ایران دخپلو دغو ډلوپه ذریعه په افغانستان کې خپل نفوذ او اغیزه هم رامینځ ته کړه. دایران حکومت اوپه کابل کې دایران سفارت د۱۹۹۰ کلونو په کورنۍ جګړه کې نور تیل هم وشیندل څو دغه جګړه بله وساتي، خو دحیرانتیا وړ خبره داده چې ایران ونه شو کولای په افغانستان کې دطالبانو ګواښ درک او وپیژني .وروسته ایرا ن مرسته وکړه چې دکابل – اسلا م آباد – ریاض دپالیسۍ بر خلاف دشمالي ټلوالې مقاومت رامینځ ته کړي او له هغوسره مرسته وکړي . ایران دطالبانوپه وړاندې درباني-مسعود او ددوی د شمالي ټلوالې سره هرډول پوځي اوماد ي بشپړه مرسته وکړه.
اوس هم ایران په افغا نستان کې په ښکاره اوپټه توګه دخلیلي ، محقق او شیخ آصف محسني دوحدت او حرکت دګوندونو سره هرډول مادی او معنوي مرستې روانې او جاري ساتلي دي . همداراز ایران غواړي چې افغانستا ن د پارس دخلیج ، منځنۍ آسیا ، هند او چین ترمینځ یو سوداګریز مارکیټ او اډه وي چې ددوی سوداګریز توکي په پراخه پیمانه پکې خرڅ شي .همدا اوس ایران دخپل فرهنګ دغوړیدو لپاره په افغانستان کې پوهنتونونه ، راډیو ګانې، خپرونې او تلویزیونونه لري چې په عملي توګه ایراني فرهنګ ته خدمت کوي .
برسیره پردې ایران په افغانستان کې مذهبي، قومي او ژبني تعصباتو ته هم لمنه وهي اودپښتو ژبې دکمزوري کولولپاره په پراخه پیمانه هلې ځلې کوي او دا یو داسې حقیقت دی چې څوک ترې سترګې نه شي پټولی.همدااوس ایران په عملي توګه دطالبانو سره پوځي او نغدي مرسته کوي ، څو دداعشي ترهګرو په وړاندې چې دوی ترې ویره لري وجنګیږي .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply