”ښځې منبع الفساد دي!!‟/توریالی ملیار

0 996

تېز باران خړه ځمه تور رنګې کړې وه، په لاره کې دوو چادري کړو میرمنو موټر ته لاس ورکړ، ملا موټروان موټر ورته ودراوه او مېرمنې موټر ته راپورته شوې.

لږ وړاندې موټروان ور سره خبرې پیل کړې لومړی د حجاب، ستر، اسلام، جهاد اوخبرې ورپسې ورو ورو ټوکې شوې، مېرمنې چوپ وې خو د مولانا صاحب ببره خوله یو طرفه ښورېده، ورپسې یې مخ ور وګرځاوه نیمه ږېره یې را ووته  او نیمه نوره یې لا په ګرېوانه کې بنده وه وې سخت ښه عطر مو وهلي سړی لیونی کوي…. ښځې بیا هم چوپ وې.

زه حیران وم چې دا څه اورم هغه د حجاب، ستر او جهاد  تبلیغ او اوس دغسې خوله؟ شیبه وروسته یې ما ته مخ را واړاوه، لږ په کراره یې کړلدا نويې نوزیې چادري ګانې خو هم د سړي زړه شین مین اړوي، ګوره یې د کوپر اولاد چکوشي بوټ هم په پښو کړي…. الله ته مو له دغسې کسانو مه حسابوې، چکوشي د شریعت خلاف دي ټک ټک یې خیژي او سړی له سده وباسي  سړی د موټر د ماشین په څېر چالان او ښځې لا چوپ وې، شېبه وروسته مېرمنو خپلو کې  کرار کرار څه وویل، او ایله د یوې غږ تر خوله ووت: ”همدلته کوزیږو!! کرایه یې ورکړه خو چې کوزېدې ملا موټر وان په خندا ورته کړل، له موږ سره نه پاتې کیږئ؟؟ په دې یې هم سوبړه ونه شوه وې ټلفون نمبر مو راکړئ که کله مو موټر پکار وو؟؟ مېرمنې پټه خوله له موټره ښکته شوې.

مېرمنې نیمه لاره کې باران ته د بل موټر په تمه ودرېدې او مولینا صاحب وفرمایل:

ريښتیا یې ویلي دي چې ښځې منبع الفساد دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply