لنډه کیسه: زه ژوندی وم/ امېد کمالزی سهاک 

0 1,460

– د امریکې هېواد سفارت سره مې کار کاوه، سفارت څخه د یوې لویې پروژې د پرانېستې لپاره پکتیکا ولایت ته او بیا وروسته یوې لرې سیمې ته  د قومي مشرانو لیدو ته لاړو، د سفارت مهم غړو سربېره زه د ژباړونکي او د اړیکو جوړولو د مشر په توګه لاړوو، مشرانو سره مو ولیدل د امنیت او پرمختګ په اړه  مو سره خبرې اترې وکړې، ولس خورا خوښ وه، زموږ کارونه ښه په مخ روان وه، امنیتي ګواښ نه وو، ځکه مونږ تهCIA  هره شېبه خبر راکاوه، له سټلایټ او GPS سره هم نښلول شوي وو، له سیمې څخه د خپلې الوتکې پر لور روان وو،موټر مو زرې وه، تر مخ او شا مو پوځي خړ ټانګونه چې له خاورې او ځمکې سره یې توپیر ډېر ګران وه، روان وو، د مخابراتو زېګنال کار نه کاوه، په سر مو الوتکې د امنییت په موخه ګرځېدل، یوې ډېرې شنې ځنګلي سیمې ته ورسېدو، دهېواد د طبیعي ښکلاو ننداره مې کوله، چې هېواد مو څومره ښکلا او طبیعي زېرمې لري، په زور سوچ کې تللی وم، د خلکو وروسته پاتې ژوند،ناخوالې،ناسم دودونه … ډېر ځورولم دې سره د خیال ننداره مې یوې زورورې چاودنې په غوغوا واړوله، دې سره  ناڅاپه د وسلوالو تر غلچکي برید لاندې راغلو، سمدلاسه له ټانګونو او الوتکو څخه دفاعي بریدنه پیل شول، ډزې وې ګردونه ، شور ماشور او غوغا خپره شوه، بهرنیانو ډېرې چیغې وهلې، خو زه ارام وم، ځکه چې افغانان تل له داسې ستونزو سره مخ دي، بله دا چې مونږ له وړاندې هر څه پلان کړي وه، ډادمن وم، خو  وس مو ونه رسېد، چې وسلوال مات کړو،  تازه دمې مرستندویه ځواکونه مو راوغوښتل، دې سره سم د وسلووالو غلچکۍ ډلې تر ولکې لاندې راغلو، د دوړو او درزغوبل له منځه زه او مهم بهرنیان یې ونیولو سمدستي یې په پیکپو(ډاډسن) موټرو کې واچولو، په خټو سره یې هندارې او ټول پیکپه ککړه کړې وه، زموږ مخ او شاته ډله وسلوال روان وه، زمونږ موندل په شنه طبیعي ځنګلونو کې ډېر ګران وه، له سرحد نه یې اخوا ته واړولو، ژوند ډېر ګران وه، حالات ډېر خراب وه، بهرنیان له داسې ستونزو سره مخ شوي نه وه د اوبو ،ډوډۍ او روغتیایي ستونزه ډېره وه، امریکایی څارګري ډېره شوه، د وسلوالو په منځ کې ګونګوسۍ وې، مونږ یې له هرچا پټ ساتلو زمونږ ځای یې ژر ژر بدلاوه، کالي مو د وسلوالو په څېر وه، د امریکایانو د څارګرو الوتکو بریدونو هم ډېر زور اخیستی وه، مونږ یې نور هم ورته مهم کړو، خو له ستونزو پرته کومه پایله نه وه.

موده ډېره تېره شوه، د سولې او تبادلې خبرې پیل شوې، بله خبره دا وه، چې زما او د یو بل کس د وژلو ویډیویې خپره کړې وه، امریکایان یې ډېر وېرولي وه،چې نور کسان مړه نه کړي، نور موږ سره  وسلوال هم په تنګ شوي وه، ځکه چې ورځ په ورځ یې زمونږ ځای او کالي موټر بدلول رابدلول.

کال مو تېر شو، کومه ستونزه حل نه شوه، خو تمه وه، چې نه مو وژني، ځکه وخت هم ډېر تېر شو او د تبادلې خبرې هم تودې وي، خو زما د وژلو پرېکړه یې کړې وه، چې په دې سره امریکایان ووېروي، په تېره کې هېلنمد کې هم دا ډول کار شوی وه، زموږ ساتونکو وسلوالو څخه په خبرو خبرو کې یو یې زمونږ د سیمې وخوت، نوم یې بهیر عمري وه، اصلي نوم سباوون وه،  وسلوال نه پوهېدل چې موږ سره د یوې سیمې یوو، زما د ژوند هیله ډېره شوه.

 هغه وخت را ورسېد، چې زما سر رانه غوڅ کړي او زما په وژلو سره  په ریښتیا امریکایان ووېروي، زه سم د وسلوالو په څېر شوی وم، اوږده ږیره،شین سر، کالي مو اوږدې لمنې  درلودې او زما د وژلو لپاره سبا ته هر څه چمتو شوي وه، کمرې یې راوړې وې او د سیمې ولس یې خبر کړي وه، ماته یې ویلي چې خپلې کورنۍ ته او زما په څېر چې بهرنیانو سره کار کوي، وروستی پیغام ورته چمتو او له مرګ مخکې ولس مخکې ووایم.

شپه پخه شوې وه،  د کرړیو اوازونه وه، اسمان کې ستورو د څوارلسمې سپوږمۍ سره د زړه خواله کوله، د مینې کیسې یې کولې، کراري خپره وه، سپوږمۍ لکه د کیسه ویونکي په څېر د اسمان په منځ کې ځان ته ځای نیولی وه، بهیر راسره د شپې لخوانه د تېښتې لاره موندلې وه، چې یو بل کس په پیره وه، ما د تېښتې لاره خپله کړه، د ونوبوټو له سوریو څخه ډېر وېرېدم، دې سیمې ډېرې شنې سیمې او ونې درلودې.

 سهار سهار خواکې نری نری شمال لګېده په کومه لاره یې چې موږ اړولي وو، راغلم، موټروان سره مې کیسې کولې خو د ځان په اړه مې ورته څه نه ویل، ما ځان ورته طالب ښکاره کړی وه، او د ورور دشهیدېدو مې ورته ویلي وه، په ښه تګ سره روان وه، زما  راوستل یې ځان ته ویاړګڼه، زما راتګ ته افغان خاورې ښه راغلاست وایه، بوټو خپلې څڼې باد ته رپول.

 د کابل په لوري روان شوم، د موټروان په مبایل مې لومړی له سفارت سره خبرې وکړې، چې سفارت زما له تېښتې وختې خبر شوي وه او زما راتګ ته یې د ښه راغلاست ویلو سره د ژر لېدو خبرې کولې، کور سره مې هم خبرې وکړې، چې زما د مرګ خبر او ویډیو دوی له پخوانه ترلاسه کړی وه، زما خیرات یې کړی او هغه دودونه یې پرځای کړې وه، په راډیو کې د مهمو خبرونو سرټکي راغلل چې زما خبر یې د سر ټکی وه ویاند له طنز سره وویل: جوجاړی که له داره تېښته؟ په موټر کې ناستو سپورو کسانو ډول ډول خبرې کولې یواخې زه پټه خوله ناست وم یوه راته ویل:

 ته  قاري صیب ته څه کې وايې؟ ما ورته وویل:

 نه پوهېږم خو څه به حتمي وي خدای خبر ده،دې سره  سالارو سیمه ته ورسېدو چې د وسلوالو او بهرنیانو، افغان ځواکونو تر منځ سخته جګړه روانه وه. کلي ته نږدې شوم چې طالېبانو زما د بیا نیولو لپاره کسان رالېږلي وه، دې سره سره امریکایان او ملي ځواکونونه زموږ کلي او کورته رارسېدلي وه، خو له دې تر مخ زما ورور زما د وژلو تابیه نیولې وه، زما له کورنۍ کې یواځې زما ورور زما له راتګ څخه خبر وه زموږ کلي ته د بهرنیانو راتګ هراچا ته پوښتنې پیداکولې، کلي ته په یوه نړۍ هیله دننه شوم، کلی ډېر شین شوی وه، د ډول ډول مېوو موسم وه، مرغانو خپلې سندرې ویلې، زه له یوه نوي ژوند او احساس سره راغلم، زموږ کور سره بهرنیان او ملي ځواکونه وه، ما سوچ کاوه، چې زما هرکلې او پوښتنو ګروېګنو ته راغلي دي، له موټر نه کوزېدو سره سم یې ونیولم، خو کور ته له یوه ډله ښځینه سرتېرو سره دننه شوم، چې سمدلاسه مې ورور د وژلو هڅه وکړه دې سره سم په ورور مې له شانه ډزې وشوې، په لاس یې وویشت، مور مې منډې راهولې، ښځه مې راغله ماشومان مې راغلل سم د قیامت ورځ جوړه شوه، ښځې مې په ګرېوان کې لاسونه بند کړل ستا په ژوند کې یې زما نېکاه وکړه ته ژوندی یې  زما ژوند چې تباه شو راغلې اووووو خدایه زه څه وکړم؟ سر مې وګرځېد،سمدلاسه کېناستم، مور مې نارې انګولاوې ګولې دا څه وشول کاش، چې مړی دې راوړوی وای، زه ډېر ناهیلی شوم دا لومړی ځل وه چې د مور له خولې نه مې دا ډول خبرې اورېدې، ورور مې امریکایي او د افغان ځواکونو ډاکټرانو له خوا پټۍ پرې لګولی وه، زه یې سمدستې په پوځي موټر کې روان کړم،ماشومانو مې نارې وهلې پلاره بیا څه وخت راځې؟ ورور مې افغان ځواکونو د وژلو په تور ونیوه، کلي کې لویه لویه ننداره جوړه وه، کلي څخه د موټورو لوی کاروان روان شو، دوړې پورته کېدلې له څه مزل وروسته یې الوتکې ته پورته کړم، نور یې سترګې راباندې تړلې وې، په شپه او ورځ نه پوهېدم، کله چې پوه شوم، په شش درک کې په ځانګړي ډول یې زما ساتنه کوله، نور یې زه کارکوونکی نه بلکې یو مجرم وم، ډېرې سختې او ډول ډول پوښتنې کولې، ګواکې ټوله ستونزه ما جوړه کړې وي او زما لاس په کې وي بیا یې د بګرام اړتون ته راوستلم لاتر اوسه له یو ناڅرګند برخه لیک سره مخ یم.

پای

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply