امریکا پام کې لري افغانستان ته ۵۳ عصري UH-60 هیلیکوپترونه ورکړي

0 1,356

جنرال ووټل: امریکا پام کې لري افغانستان ته ۵۳ عصري UH-60 هیلیکوپترونه ورکړي

د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل وایی، د امریکا حکومت په پام کې لري افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس عصري UH-60 یا بلک هاک هیلیکوپترونه ورکړي.

جنرال ووټل تیره ورځ د امریکا د سنا  مجلس د پوځي خدماتو کمېټې ته وویل چې د امریکا دفاع وزارت په دې اړه خپل وړاندیز تیر کال سنا مجلس ته سپارلی دی.

هغه زیاته کړه چې په دغه وړاندیز کې ۸۱۴،۵ میلیون ډالر بودجې شامل دې او په پام کې ده حکومت له دغو پیسو څخه افغان هوایي ځواک ته درې پنځوس بلک هاک هیلیکوپترونه، دیرش ایم دی ۵۳۰ ایف جنګي هیلیکوپترونه، پنځه اي سي ۲۰۸ الوتکي او شپږ اي ۲۹ جنګي الوتکي برابرې کړي.

جنرال ووټل د امریکا د سنا  مجلس د پوځي خدماتو کمېټې غړو څخه غوښته وکړه، چې د افغان هوایي ځواک لپاره وړاندیز شوي بودجې طرح ژر تر ژره تصویب کړي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومتي چاواکي وایي، د افغان ځواکنو انکشاف لپاره څلور کلن پلان برابر کړی چې د نهایي کېدو په حال کې دی.

ولسمشر محمد اشرف غني تېره میاشت میاشت په کابل کې د ملي دفاع پوهنتون د ملي نظامي اکاډمۍ  څخه د ۳۴۳ تنه ځوان ښځینه او نارینه افسران د فراغت  د فراغت په مناسبت جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې “زموږ هوایي ځواکونه فعال شوي او په پام کې ده چې تر ۲۰۲۰ کال پورې له هر جهته تکمیل شي.”

ولسمشر غني زیاته کړه ؛عملیاتي واحده قومانده چې د هغې اساس مو ایښی وو د پراختیا او سرتاسري کېدو په حال کې ده او ډېرې برنامې هم تر لاس لاندې دي تر څو زموږ د ځواکونو تلفات حداقل ته ورسېږي او د دښمن توانایي کاملاً فلج کړي.”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply