نوی کال د افغانانو کلتوري ارزښت دی/هلمند پردیس

0 2,076

د نړۍ هر ټولنه او هر ملت ځانته خاص معنوي او کلتوري ارزښتونه لري، او هر کلتور، او معنويت بیا په خپل ځای کې ځانته خاص ځای او جلا اهمیت لري، او هغه ټولنې او ملتونه چې معنوي او کلتوري ارزښتونه نلري، په نړیواله کچه مړه، او د نړۍ په مړو ملتونو کې حسابیږي.
او همدارنګه که غواړئ، چې یوه ملت له منځه یوسئ، اول باید د هغه ملت معنوي او کلتوري ارزښتونه له منځه یوسئ، نوره بیا هغه ملت په اوتومات ډول له منځه ځي.
د بیلګې په توګه غواړم،‌چې ووایم،‌مېړانه د افغانانو یو معنوي او کلتوری ارزښت دی، له افغان څخه چې د میړانې خاصه واخلې، نو دا د مانا ورکوي، چې هغه بیا افغان نه دی، هغه د بیا په ژوندوني وژلی دی، که څه هم د نړۍ ډیرو ملکونو دا هڅه کړی ده، چې له افغانانو څخه دا ستر معنوي او کلتوري ارزښتونه واخلي، خو دوی په دغه شوم هدف کې لا تر اوسه نه دی کمیاب شوی.
په اوسني عصر کې نوره نړۍ د خپلو کلتوري او معنوي ارزښتونو په غني کولو لګیا ده، او په همدې هڅه کې ده، چې د خپلې ټولنې ارزښتونه غني کړي، دوی په دې عقیده دی، چې که خپل ارښتونه غني نکړو، نو د نورو ملتونو او هیوادونو پردي عنانات به مو تر پښو لاندې کړي، او په اصل کې د بشریت طبعي حق هم همدا دی، چې هر څوک باید د ځان ساتنه په خپله وکړي.
نو زه په دې توګه وایم، چې نوروز( نوی کال) د افغانانو یو معنوي او کلتوري ارزښت دی، نه مذهبي ځکه چې موږ په دغه ورځ کلتوري خوشالۍ او کلتوري مراسم پر ځای کوو او ونډه پکې اخلو، خو یوه د باریکۍ خبره چې ملایان یې له مذهب سره تشبې کوي، دا یوه غلط فهمي دی،ځکه چې دین الهي احکام دي، او د نوی کال لمانځل انسانی ابتکار دی، نه الهي، ځکه چې په قران کې داسې څه نشته،‌چې ستر رب د نوی کال لمانځل حرام کړی وي.
او بیا که دلیل د تشبیهاتو وی، نو بیا خو مسلمانان خصوصآ افغانان د نړۍ د نورو ادیانو سره بلا ډیر تشبیهات لري، لکه څلور اسماني کتابونه، لکه کلیسا او جومات، او داسې نور دیني تشبیهات…..
نو په دې شکل خو موږ نه شو، کولی، چې د مسلمان په حیث د موږ خپل دین د دوی د تشبیهاتو له وجې پریږدو، او یا د ترې انکار وکړو،‌دا خو مطلق غلط فکر دی.
بیا چې د نړی نوره هیوادونه خپل نوی کال لمانځي، نو موږ د ولی خپل نوی کال و نه لرو، او يا د و نه لمانځو!!!
کنه حق خو داسې وو، چې دغه د نوی کال لمانځل یو دیني اصل هم وای، ځکه چې هره نوی ورځ موږ مسلمانان د لوی خدای په شکریه عباد اودس او لمانځه سره شروع او لمانځنه یې کوو، او له ستر رب څخه د ښکلی ژوند او د مغفرت دوعاوې غواړو،نو همدارنګه نوی کال هم د انسان لپاره د نوی خوشالیو، نوی تدبیرونو او د ژوند د پرمختګ په اړه پیغام درلودونکی کیدای شي، نو په منطٍقي ډول انسان لره په کار ده، چې دغه ورځ ولمانځي.
مګر دغه یوه خبره باید هیره نکړو، چې د افغانانو او عربانو کلتور بلا فرق لري، زموږ ملایان د هڅه نه کوي، چې د عربانو کلتور د پر موږ افغانان راوتپي، ځکه افغانان د نړۍ یو ژوندی ملت دی، او دا ژوندی ملت به چې هر څرنګه وي، د خپل کلتور ساتنه او لمانځنه به یې کوي.
بختور دي،‌هغه ملتونه چې خپل کلتوري ارزښتونه لري،او ساتلی یې شي.

نوی کال د ټولو افغانانو ته مباک وي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply