که غواړئ چې مينه مو بريالۍ شي!/رفيع الله روشن

0 1,646

دا ډېره ضروري  نده چې تاسې دهر مسج یا هرې خبرې جواب ټکي په ټکي ورکړئ او يا يې ځواب وغواړئ،یا د هر عمل لپاره باید هرو مرو عکس العمل وخودل شي،دا سمه ده چې هر عمل عکس العمل لري خو تر تولو مهمه خبره تېرېدنه ده ،ددې تر سنگ  تر تولو مهمه داده چې د یو چا په یاد وخت تېرول او هغه په زړه کې ساتل ډېر څه در وبخښی،دهغه شخص حال ته مه گورئ شاید د وخت مشکلاتو او اړتیاو دومره مضبوط نیولی وي چې که هر څومره وغواړي،او زړه یې درپسې و تپېږي خو بیا هم نشي کولای چې لاسرسی درته پیدا کړي، ماضي یې و ارزوئ،چې په تېر وخت کې یې تاسې سره څه کري دي، تاسې يې له همدې لحظې نه بلکې له پخوا پېژنی، ځکه په احساساتو کې فیصلې ښې نتیجې نه ورکوي.

ډېر وخت یو څوک د مجبوریت او تنگ لاسی له وجې غلی وی خو کله چې يې د مینې یا دوست پیغام ورشي زان په دنیا کې بهترین او بختور شخص احساسوي.

 ډېر وخت یوازی د زان په هکله فکر کول د مغرورو خلکو کار او ځانګړتیا وي ،بل ته يې نه کوم خیر رسېږی او نه څه ورکولی شي ،فکر کوی چې زه په هر حالت کې سم یم او حق زما دی خو د مقابل لوری هېڅ هم په نظر کې نه ساتی.

مینه په درد ،زغم، حوصلې ،متقابل احترام،عاجزي، تېریدنه، موسکا او قربانۍ ښایسته کېږي. یو چاته رټلی جواب مه ورکوئ،ځکه کېدای شي هغه ځینو مشکلاتو ډېر   ځپلی وي خو که ستاسې لخوا د مینې او خلوص څخه د ډکو خبرو پر ځای د کينې،نفرت،ضد او غچ اخيستنې ځواب ورشي نو لرې نده چې هغه به مات شي،هغه به پریوځي،هغه به زړه تورن شي،هغه به زان بدبخته احساس کري او هغه به زان د مینې نه بلکې د نفرتونو لایق وبولي ،مگر په حقیقت کې به خبره ستاسې یوې دقيقې بې حوصله گي او بې باوري تر دې سرحده رسولې وي،خو ستاسې دا یوه دقيقه وارخطايي او عجله به هغه د هلاکت او فلاکت داسې ژورې کندې ته وغورزوي چې بیا به يې ورڅخه وتل ناممکن وي،او که ورڅخه راووځي بیابه يې هم ژوند ورته کومه معنی ونلري ځکه چې تاسې به د ژوند کولو ټول هنرونه ورته سوځولي او خنثی کري وي.

 هېڅکله ددې په کوشش کې مه کېږي چې د خپلې مینې،ښکلا،زواني،خبرو ،اعمالو او کردارونو ،باج،قلنگ او مزد له خپل مقابل لوري واخلي،زکه داسې کارونه زړونه پرځای ددې چې سره نږدې يې کري بېلوي يې او فرار ته يې چمتو کوي،کوشش وکړي چې د خپل هر عمل،ناز،مینې او کرشمو په بدل کې باالمثل هنرونه او اعمال ووینې ځکه زړونه په مینې او احترام سره نږدې کېږي،دابه ومنو چې ستاسی معشوق یا درسره ښکېل شخص به ستاسي په اندازه ښکلی ،نازک او له هنرونو ډک نه وي ،خو ډېر وخت کومه مینه او د ژوند خواږه چې همدا بدرنگ شخص درکولی شي امکان لری چې لس ښکلي او پی مخي يې درنکړي،دا په دې معنی ده چې ښکلي خو هسی هم د خپل حسن په سمندر کې ډوب وي بدرنګ ورته په سېلاب کې نېزووڼی هم نه ښکاري،خو همدا بدرنگ بیا ستاسی د له لاسه ورکولو له ویرې هر دول هنر څخه کار اخلي،هر دول قرباني ورکوي او هر  مشقت په زان اخلي خو ستاسې زره ته د در رسېدو لپاره کوششونه جاري ساتي، خو دا ټولې هسې په دې معنی ندي چې گواکې دې کوم بې شخصیته،بې پته او بې عزته شخص دی بلکې ده به داهرڅه ستاسې د زړه د روغ ساتلو په موخه تر سره کړی وی او ادامه به ورکوی.

 کله چې تاسې د خپل معشوق،معشوقې یامینې لپاره کوم کار کوی بار بار يې په هغه شخص مه پلورئ چې گواکې ستا لپاره مې داسې وکړل او هسې مې وکړل،ستالپاره مې ډوډۍ نده خوړلې، ستالپاره مې خوب ندی کړی،ستالپاره مې د خلکو دښمني په زان اخستی او ستا لپاره مې دا او هغه کړي دې.

نه هېڅکله نه که له حقیقت څخه مخ وانه ړوو دا هرڅه مو د هغه لپاره نه بلکې د زان لپاره کړي دي،هره قرباني او هر احسان چې مو کری دی په زان مو کری دی،دلته باید په نورو خپل احسان بار نکړی،زکه چې هغه شخص تاسې ته هم گران دی،تاسې هم ورسره مینه لری،تاسې به يې هم په له لاڅه ورکولو و ژړېږی،تاسې به هم هغه سره همدومره مینه لري څومره چې تاسې سره لري،نو داهر څه حقیقت کې دوطرفه وي او په یو بل احسان کول کومه گټه نکوي له دې هرڅه به دا ښه وي چې یو بل درک کړي، حالات درک کړی،خلک درک کړي،ژوند درک کړي او بیا مخکې ولاړ شئ هېڅ مشکل به پیدا نشي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply