د ټولو بمونو مور؛ په افغانستان کې د کارولو موخې او يوه ارزونه

0 1,133

د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز[1]

د امریکا د متحده ایالاتو هوايي ځواکونو د اپرېل په ۱۳مه (۲۰۱۷) د ننګرهار د اچین ولسوالۍ په اسدخېلو کې د خپل تاریخ تر ټولو لوی غیراتومي بم استعمال کړ. دغه بم ته د «ټولو بمونو مور» نوم ورکړل شوی او دلته يې د کارولو هدف د “اسلامي دولت” يا داعش ډلې جنګیالي په نښه کول ښودل شوي؛ خو د ډېرو نورو په اند، د ټولو بمونو د مور بم کارول سمبولیک او د زور ښودنې څرګندونه يې کوله.

که څه هم د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ، اجرائیه ریاست او یو شمېر نورو حکومت‌پلوه لورو په هېواد کې د دغه بم د کارولو ملاتړ وکړ؛ خو د پخواني ولسمشر حامد کرزي په شمول یو شمېر نورو لورو او طالبانو د دغه بم د کارونې پرضد سخت غبرګون وښود.

دا چې په افغانستان کې د دغه بم د کارونې اصلي موخه څه وه، ګټې او تاوانونه یې څه دي او ولې په اوسني وخت کې دغه بم وکارول شو؟ په دې تحليل کې پرې شننه کوو.

 

په ننګرهار کې اسلامي دولت ډله

په افغان-پاک سیمه کې د اسلامي دولت (خراسان ولایت) ډلې بنسټ د پاکستان په پښتون مېشته قبایلي سیمه کې کېښودل شو. له طالبانو څخه ناراضه یو شمېر مهم نظامي کسان لکه عبدالرووف خادم، چې د طالبانو د نظامي کمیټې د پخواني مشر ملا عبدالقیوم ذاکر مرستيال و، هم له دغه ډلې سره یوځای شول. په مجموع کې داسې برېښي چې په دې ډله کې به د پاکستان د تحریک طالبان ډلې غړي، پخواني افغان طالبان، د افغانستان او پاکستان پښتانه سلفیان او ښايي له یو شمېر نورو ډلو او ګوندونو سره تړلي کسان جذب شوي وي.

په پيل کې د “اسلامي دولت” ډلې عملي فعالیت د افغانستان له سوېل څخه پیل شو؛ خو په سوېلي ولايت هلمند کې د بې‌پيلوټه الوتکې په بريد کې د عبدالرووف خادم وژل کېدو په افغانستان کې پر دغې ډلې اغېزه وښندله. همدا لامل و، چې دغې ډلې په دویم ګام کې خپل فعالیتونه د افغانستان له ختیزو ولایتونو کونړ او ننګرهار څخه پیل کړل. د دغو ولایتونو ارزښت په دې کې هم و، چې دلته د سلفي فکر پلویان او لارویان شته دي او دا ولایتونه د پاکستان له قبایلي سیمو/ایجنسیو سره هم تړل شوي دي. د دې ترڅنګ د پاکستاني نظامیانو د ضرب عضب عملیاتو هم یو شمېر کسان د افغانستان په لور راواړول او له کبله یې دلته د اسلامي دولت ډلې جنګیالي ډېر شول. په دغو جنګياليو کې ډېر شمېر يې د اورکزۍ، باجوړ او یو شمېر نورو پښتنو ایجنسیو وو. د ننګرهار ولايت ارزښت په دې کې هم و، چې دوی به په اسانۍ سره وکولای شي، خپلو سیمو ته تګ-راتګ وکړای شي.

د کونړ په پرتله داعش ډلې په ننګرهار کې ډېرې برياوې لرلې او د یوې څېړنې له مخې، د ۲۰۱۵ کال تر جولای پورې یې ۸ ولسوالۍ ونیولې. خو ډېر ژر دغه ډله په یوه درې‌اړخیزه جګړه کې ښکېله شوه. له یوې خوا یې له افغان طالبانو سره جګړه پيل شوه او له بلې خوا د افغان حکومت له عملیاتو او د امریکا له هوايي بریدونو سره مخ وه. همدا لامل شو، چې اوس یې تر ولکې لاندې ساحه له اتو ولسوالیو څخه څلورو ته راکمه شوې ده.

اسلامي دولت ډله او د ټولو بمونو مور

د امریکا او افغان حکومتونو په رسمي بیانونو کې، د دغه بم د غورځونې تر شا لوی هدف د اسلامي دولت يا داعش ډلې اړوند خراسان ولایت ډله په نښه کول ښودل شوي؛ خو وروسته د امریکا د یو شمېر لوړ پوړو چارواکو له‌خوا، له دغه بیان سره ضد او نقیض بیانونه هم واورېدل شول.

په بل اړخ کې، د افغان امنیتي ځواکونو او یو شمېر حکومتي امنیتي کارکوونکو په خبره، د اچین له اسدخېلو سيمې څخه ډېری ملکیان ايستل شوي وو، په دې سیمه کې، د داعش ډلې جنګياليو نه یوازې دا چې ماینونه خښ کړي وو، بلکې ژور تونلونه او سمڅې یې هم ایستلې وې او امنیتي ځواکونو ته یې سخته کړې وه، چې له یوې خوا پرمختګ وکړي او له بلې خوا د ډرون بریدونو پرمټ دوی له منځه یوسي. همدا لامل و، چې د دغه بم اړتیا پيدا شوه. په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو عمومي قوماندان جان نېکلسن هم وویل، چې د ټولو بمونو د مور استعمال اړین و؛ ځکه له دې پرته به یې د افغان او بهرنیو ځواکونو تلفات زیات کړي وو. د دې ترڅنګ، د دې لپاره چې له خلکو څخه د ملکي تلفاتو اندېښنې لرې شي، د ملي دفاع وزارت ویاند دولت وزیري، په ننګرهار کې د ملي اردو ویاند او د اچین ولسوال په دغه ستر بريد کې د ملکي تلفاتو د نه شتون په تړاو څرګندونې وکړې.

له دې سره سره، یو شمېر داسې نکات شته دي، چې لاهم ګونګ پاتې دي، لکه:

لومړی؛ داعش ډله، چې تر ډېره د یوې ګوریلايي ډلې بڼه لري، په یوه ځانګړي ځای کې نه پاتې کېږي؛ بلکې کله په یوه سیمه او کله ورسره په اړونده بله سیمه کې وي. دغه راز له ادعا کوونکو لورو (امریکا او افغان حکومت) پرته کوم بل درېیم‌ګړي او خپلواک لوري په دغه بم کې یوازې د داعش سرتېرو وژنه نه ده ثابته کړې.

دویم؛ که چېرې د اچین ولسوالۍ اسدخېل سیمه د داعش ډلې مرکز وي، نو ډېره ممکنه ده، چې له دوی سره به یو شمېر بندیان او ځايي کلیوال هم په دغه سیمه کې مېشت وو؛ ځکه د خونديتوب له پلوه ستراتېژيک ارزښت لري.

دریم؛ د دغه بم حجم، د چاودلو ډول او زور ته په کتلو سره ممکنه ده، چې له اسدخېلو سره په اړوندو نژدې سیمو کې هم ملکي خلکو ته تاوانونه او تلفات اوښتي وي؛ ځکه دغه بم شاوخوا لس ټنه وزن لري او ځمکې تر رسېدو لږ مخکې چوي. له همدې کبله د ځمکې پر سر تر څو کيلومترو پورې ويجاړی کوي.

څلورم؛ د امریکا د دفاع وزیر وروستۍ څرګندونې، چې دوی به د دغه بم ارزونه ونه کړي، هم د دغه بم د کارولو پر لاسته راوړنو پوښتنې راپورته کړې دي.

پنځم؛ د مختصصينو له نظره په دغه بم کې د استعمال شوو کېمياوي موادو له کبله، دا بم په راتلونکیو وختونو کې په دغه سیمه کې پراخ او جدي چاپېریالي او روغتيايي تاوانونه له ځان لري؛ ځکه چاپېريال ساتونکو په دغه بم کې کارول شوي “ټي اېن ټي” کېمياوي مواد د سرطان زيږوونکو موادو په نوم ثبت کړي، چې په اسانۍ سره له ډېرو لارو د انسان وجود ته لار موندلی شي.

د ټولو بمونو مور؛ د سيمه‌ييزو او نړيوالو بدلونونو له ليدلوري

د داعش ډلې پرضد د دغه بم د استعمالولو اړوند رسمي بیان وراخوا، په افغانستان کې د دغه بم استعمال یو شمېر نظریو ته لاره خلاصه کړې:

لومړۍ نظریه؛ د دغه هوايي برید موخه د يوې سترې وسلې امتحانول وو. که څه هم یو شمېر دا ویلای شي، چې دا بم ډېر وړاندې جوړ شوی او هم ازمويل شوی و؛ خو بیا هم دا لومړی ځل دی، چې دا بم په جګړه کې استعمالېږي. دویم دا چې لومړی ځل دی، چې په یوه غرنۍ سیمه کې وکارول شو او له غورځونې وروسته د امريکايي ځواکونو د څېړنې يوې ډلې په سيمه کې د خاورو، ونو او بوټو پر نمونو څېړنې پيل کړې.

دویمه نظریه؛ شمالي کوریا او روسیې ته زور ښودنه؛ په یوه داسې مهال کې، چې د امریکا اړیکې له شمالي کوریا او روسیې سره د تېرو ۱۵ کلونو په پرتله د خرابېدو په لور روانې دي، هم پوښتنې راولاړې کړې دي. تر ټولو مهمه د دغه برید وخت دی. دا برید په هغه ورځ وشو، چې مسکو د افغانستان په تړاو د درېیمې ناستې کوربه و. د افغانستان په تړاو د مسکو دغه روانه پروسه په سیمه کې د امریکا پرضد له یوه نوي اېتلاف سره پرتله کېږي. امریکا له وړاندې له دغې پروسې سره مخالفت ښودلی دی او پر روسیې یې تور پورې کړی، چې له طالبانو سره مرستې کوي.

د دې ترڅنګ، د امریکا د مرستیال ولسمشر مایک پنس څرګندونې هم په همدې تړاو دي. دی چې اوسمهال د شمالي کوریا د ګاونډیو او سيالو هېوادونو په ۱۰ ورځني سفر دی وايي، چې شمالي کوریا دې نور د امريکا د ستراتېژيکې چوپتیا امتحان نه اخلي. په تېرو دوو اوونیو کې نړۍ په سوریه او افغانستان کې د بریدونو له لارې زموږ د ولسمشر ځواک ولید. ځکه نو داسې ښکاري چې امريکا په دغه کار سره د روسيې، شمالي کوريا او په سيمه کې يو شمېرو نورو هېوادونو ته پيغام درلود.

د افغان حکومت دريځ

افغان حکومت د امریکا له‌خوا د ټولو بمونو مور بم د استعمال له اعلان وروسته اعلامیه خپره کړه، چې دا برید له افغان حکومت سره په همغږۍ ترسره شوی. وروسته اجرائیه ریاست هم د دغه بم له کارولو ملاتړ وکړ.

افغان حکومت نه يوازې دا چې په ننګرهار کې د ټولو بمونو مور بم له کارونې ملاتړ وکړ، بلکې د عامه ذهنيت لپاره يې د دغه بريد په ګټه بيانونه هم خپاره کړل. د بېلګې په توګه، سره له دې چې د اړوندو متخصصينو له قوله دا بم په سيمه کې چاپېريالي او روغتيايي ستونزې له ځان سره لري؛ خو د افغانستان د روغتيا وزارت له بريد څخه کم وخت وروسته د دغه بريد په ګټه بيان خپور کړ. په داسې حال کې چې له بريد وروسته د افغان حکومت منسوبينو ته په سيمه کې د څېړنو او هلته د ورتګ اجازه نه وه او نه يې هم په دې تړاو د کومې بلې څېړنې سند له ځان سره درلود.

همدا لامل و، چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي له بريد يوه ورځ وروسته په يوه غونډه کې، ملي وحدت حکومت د ده په خبره په هېواد کې د امريکا د وسلو ازمايلو ته د اجازې ورکولو له کبله په ملي خيانت تورن کړ او زياته يې کړه، چې دی دا حکومت د خپل ځان او خپلو ارمانونو استازی نه بولي. د ده په وينا، د دغه بم کارونه د هېواد پر ملي حاکميت ښکاره تېری دی.

د دغه بم د کارونې له موافقو او مخالفو دريځو وراخوا، د افغانستان د جګړې له پېچلي وضعيت او تېرو تجربو جوته ده، چې په دا ډول بريدونو او وسلو کارولو دا جګړه ختمېدونکې نه ده او بالعکس دا بريد او ترڅنګ يې د چارواکو ځينې بيانونه د جګړې پای ته رسولو ته د ژمنتيا ښکارندويي نه کوي.

[1] د ستراتېژيکو او سيمه‌ييزو څېړنو مرکز يو غيردولتي ارګان دی چې په ۲۰۰۹ کال کې په کابل کې تاسيس شوی دی. اړيکې: ۰۷۸۴۰۸۹۵۹۰، info@csrskabul.com، وېبپاڼه: www.csrskabul.com

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply