فضل الرحمن لکه شتر مرغ لیرې ځای ويني/ زبیر افغان

0 1,590

څو ورځي وړاندي رسنيو د پاکستان د جمعيت علماء اسلام ګوند د مشر مولانا فضل الرحمن دا وینا خپره کړه چي موږ په افغانستان کي حق ته، حق او باطل ته، باطل وايو. دا ویاړ يوازي د همده ګوند لري او بل هيڅ ګوند په دې کار کي له دوئ سره سيالي نه ده کړې.

له دې خبرو د هغه هدف په افغانستان کي د روان جنګ مشروعيت ته اشاره وه او دولت و نړۍ وال ملاتړي يې باطل ګڼل.

مولانا فضل الرحمن سیاسي دينکاری ملا دی. ده هر وخت هڅه کړې ده چي دین ته د سیاسي تعبیر په ور کولو د پاکستان ګټې خوندي او په افغانستان کي جنګ ته مشروعیت ور کړی. که د پاکستان لپاره د اسلامي نظام خبره سي نو د ده په شمول ټول پاکستاني ملايان يې د ټاکنو له لاري غواړي او که په هیواد کي د هر ډول ناروا او غیر اسلامي کړنو خلاف ږغ پورته کول وي نو بیا يې په مظاهره انعکاس ور کوي. خو د دې برخلاف په افغانستان کي يې هر وخت د نظام چپه کولو له لاري د اسلامي نظام راوستلو هیله کړېده او نن يې هم کوي. دلته که ډېره وړه خبر د اسلام خلاف وسوه نو دوئ د جنګ لپآره بانې په پيدا کوي، خو په پاکستان کي د اسلام خلاف بل دين، د کعبې خلاف بله کعبه، د مذهب خلاف نور مذهبونه او لنډه دا چي عرب اوس هم ورته معدن الادیان وايي. له دې سره څه سره مولانا هلته غواړي مغز وکاروي نه سوټی. ځکه همدا حالت د ده او هیواد ګټې يې خوندي کوي خو د افغان لپاره بیا له همدې اسلام څخه د سوټي او تخريب تعبیر کوي.

څوک له مولنا څوک پوښتنه نه کوي چي په پاکستان کي ولي حق ته، حق او باطل ته، باطل نه وايي؟ ته ولي په هغه ورځ اسمبولۍ ته نه وې راغلی چي د پرويز مشرف د واک مهال تور بیل پاسېدی؟ ستا ایمان تاته څنګه په هغه ورځ د نه راتلو اجازه در کړه؟ ستا وجدان ته ولي نه کړې نا ارامه او حق ته د حق ویلو جرات دې ولي هغه ورځ مړ وو؟

په هغه ورځ د پښتونخوا ګوند مشر محمود خان د هغه تور بیل خلاف نارې کړې خو د ملاتړ لپاره يې تا غوندي اسلام کاري غايب ول، دا په داسي حال کي چي تاسو يې خریلی هم بولی. محمود خان که خریلی دی که ږیرور، خو هغه ورځ يې د خپل وجدان ږغ پورته کړ او د ټولو پنجابیانو او مزدورانو په مخ کي يې د هغه بیل پر خلاف خپله رایه ور کړه.

ماته په هغه ورځ هم ته را مالوم شوې چي د پاکستان په مرکز اسلام اباد کي د حفصې مدرسې شیخ مولنا عبد العزیز د اسلام نظام ږغ پورته کړ، نو ستا په شمول ټولو پاکستاني ګوندونو، مدرسو، ملایانو او مفتیانو يې سخت مخالفت وکړ او سمدستي يې هغه مدرسه د پاکستان له وفاق المدارس څخه خارجه کړه او د هغوئ د ملاتړ لپاره د پاکستان په لکونو ملایانو، مفتیانو، عالمانو او تبلیغيانو کي هيچا هم ږغ پورته نه کړ.

هغه ورځ چي د مدرسې پر زده کوونکو ښځو پاکستاني پوځ بريد وکړ، د مسجد له سپېکره د اذان ږغ پورته کېده اودوئ په ګوليو وويشت، تا هغه ورځ د انګلستان منظرې کولې او تر هغو هلته پاته سوې چي دلته ستا په اند د حق (اسلام نظام) ږغ ستا د پوځ له لوري چوپ کړل شو او تاندي او ځواني نجونې ووژل شوې، وکړل شوې او له مدرسې څخه د زندان تورو او تیاره خونو ته د عبد العزیز په شمول ولېږل شوې. دلته ولي ستا ايمان جوش ونه خوړ؟ په دې ورځ ستا وجدان ولي بیده وو؟ ستا د غیرت او پښتنيت چيغه دلته ولي نه اورېدله کېده؟

د لاهور چکلې (رنټۍ خانې) نوم او تاریخ به تا هم لوستي وي. له هغه ځایه د ترلاسه کېدونکي ټیکس خبر به دي هم کله له رسنيو اورېدلی وي. خو ستا له لوري د هغې چکلې په اړه هيڅ بیان ونه شو. تا د هغه ځای ټیکس ناروا ونه ګاڼه. تا يوه ورځ د هغه ځای خلاف مظاهره ونه کړه. تا دا کار د نظام چپه کولو لپاره بانه نه کړ، خو له دې دريځ سره بیا په افغانستان کي حق ته حق او باطل ته باطل وايې!؟

پاکستان چي د پښتنو سره ظلم کوي تا يوه ورځ دا یاد نه کړ. پاکستاني پوځ چي په يوه ورځ د سوليه ييزې مظاهرې پنځه سوه پښتانه زلمیان په شهادت ورسول تا يې خلاف ږغ ونه کړ. پاکستان چي د القاعده په نوم د پښتون ځپلو لپاره په پېښور کي دا يوه لسیزه جنګ روان کړی او د امریکا بمبار ته يې اجازه ور کړې، ته بیا هم چوپ يې. پاکستان چي اول وار امریکا ته د اسلامي نطام خلاف خپل میدانونه، سمندرونه او فضا ور کړه، ستا ایمان ونه خوټېدی. پاکستان چي تر يو زر زیات القاعده او طالب مشران ونیول او امریکا ته يې وسپارل ته سره ونه ښورېدی. پاکستان چي د اسامه د وژلو لپاره امریکا ته د خپلې چاوڼۍ څنګ ته اجازه ور کړه، ملاعمر يې په کراچي کي ورته مړ کړ، په بلوچستان کي يې د اختر منصور د وژلو اجازه ور کړه تا د دې ټولو خلاف ناګوماني جوړه کړه. د پاکستان په سيند ایالت کي چي لسګونه کسان له لوږي مړه شول، زرګونه يې نور هم ور سره مخ دي، د بلوڅو ګاز پنجاب ته ور کول کېږي، د پېښور برق د مزيو په مټ د لاره دوکانونو ته رسول کېږي، تا يوه ورځ هم حق ته حق او باطل ته باطل ونه ویل، خو له دې هر څه سره بیا په همدې خوله، دې ایمان او دې وجدان افغانستان کي حق ته حق او باطل ته باطل وايې؟

ستا د همدې حق او باطل نارو افغانان دا نیمه پېړۍ د اور لمو ته نیولي. ستاسو د ملایانو او مفتیانو فتواګانو زموږ انسان، ښار، سړک، پولچګ، پولان، بندونه، کارخانې، پوځ، نظام او هر څه را څخه واخیستل. ملا! نور مو خپل ژوند ته ایله کړه. موږ نور ستا په اذلن روژه نه ماتوو. موږ په دې نیمه پېړۍ کي په دې پوه شو چي تاسو اسلام د خپلو ګټو او وطن لپاره کاروئ، خو د بل په هیواد کي بیا د تخریب کار ځني اخلئ. د پاکستان او افغانستان دواړه دولتونه له امریکا سره تودې اړیکې لري، خو د یوه خلاف يې ته جنګ حق بولې او د بل خلاف جنګ ناروا او حکومت کي ګډون فرض ګڼې؟ ستا د پوځ ظلمونه چي پر بنګلدیشانو، پښتنو، بلوڅانو او سیندیانو يې وکړل او نن هم يو شمېر قومونه له دې څخه کړېږي، دا هر څه يې له هغوئ ستا د بیلتون سبب نه شول، خو لا ته او ملګري دي د هغوئ په ملاتړ دين کاروئ، شریعت تخریبوئ او د هیواد د ګټو لپاره ټولي مدرسې او جوماتونو ستاسو د سیاست او دولت په خدمت کي دي؟

نور موږ ستا خبرې او عمل ولیدل، ستا دوه مخي را ته ثابته شوه، زموږ په اړه ستاسو فکر را ته جوت شو، د دين لپاره ستاسو خدمتونو ما نه ټولي نړۍ وليدل. بس دی ملا نور بس کړه. د خپل ځان او وطن تعمیر دي زما په تخريب کي مه لټوه. نور زه پوه شوم او خپل مي حق وباطل. زما حق او زما باطل په تا پسي هيڅ اړه نه لري. دا حق و باطل په سعودي کي هم شته. ستا خوله د هغو په اړه ولي نه چوله کېږي؟ دا ګناهونه، فحشا او له غرب سره اړیکې امارات هم لري، د هغو په اړه ولي سپوڼ نه شې کولای، کانه په هغو خبرو دي ګټو ته خطر دی؟ هیواد د سلفيت په نوم د پیسو د را روان بهیر شلېدا په کي وینې؟ ستا په اړه د پښتنو هغه خبره سل سلنه سمه او په تول برابره ده چي وايي، شتر مرغ نژدې نه ګوري لیرې کتل کوي. ستا د خپل ځان شاوخوا ګندګيو، چټليو، مرداريو ته هيڅ پام نه شته او لیرې د بل عیب ته دي سترګې وازي نیولې دي.

که حق و باطل سره بیلوې، نو لومړی يې له ځانه را پيل کړه. ستا ملایان دي تګړه شي اول دي په پاکستان کي حق ته حق او باطل ته باطل ووايي، بیا دي نوري فیصلې وکړي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply