د بریالي رهبر لس ځانګړنې/ زاهد خان

0 2,655

یو رهبر باید د ځینو ځانګړنو پر درلودو سره له عامو خلکو توپیر ولري، یو شمیر خلک داسې ګمان کوي چې ګواکې رهبر په طبیعي ډول سره زیږي، خو نه، داسې نه ده، یو رهبر چې د رهبریت مرتبې ته رسیږي د ځینو ځانګړنو او له نورو سره د یو شمیر توپیرونو او مهارتونو په اساس رسیږي. رهبریت یوازې د یو هیواد اداره کول نه دي بلکې د یو وړوکي تجارت او کورنۍ اداره هم یو بریالي مشر ته اړتیا لري څو د ژوند پر پېچلو او سختو شرایطو کې خپل ژوند په سمه توګه پرمخ یوسي.

رهبران د یوې ادارې اصلي سرچینه بلل کیږي، مونږ داسې فکر کوو چې ګواکې یوه کمپنۍ یوازې د ښو تولیداتو په اساس پرمختګ کوي، خو د یادې کمپنۍ د  پرمختګ لپاره یوازې ښه تولیدات بسنه نه کوي بلکې د ښو رهبرانو شتون ته هم  اړتیا لیدل کېږي.

ښه رهبران کولئ شي چې ښه کارمندان وروزي او بیا دواړه په ګډه کولای شيبازار ته یو لړ ښه تولیدات وړاندې کړي، که غواړئ چې تجارت مو پرمختګ وکړي او یا له کارمندانو څخه مو د اړتیا پر بنسټ ګټه پورته کړئ نو په کمپنۍ مو په سالمه توګه رهبري کړئ.

ددې لپاره چې بحث مو ګټور وي او د یوه رهبر ځانګړتیاوې مو په سمه توګه جوتې کړې وي په کار ده چې هغه نوښتګر او لوړ اخلاقي نورمونه تر بحث لاندې ونیسو کوم چې بریالي رهبران او ستر قیادتي شخصیتونه یې د بري تر هسکه رسولي دي.

هغه لس ځانګړنې چې یو رهبر یې باید ولري په لاندې ډول سره بیانوو:

۱. ګډ کار : که چیرې تاسو له خپل ټیم سره هر څومره نږدې اوسئ او تر ډیره په ګډه سره کار وکړئ په هماغه کچه مو اعتماد او باور ډېرېږي.  هر څومره مو چې په کارمندانو ډیر زیار وکاږئ په هماغه اندازه به مو تجارت پرمختګ کوي.  رهبر باید خپلو اهدافو ته د رسیدو په موخه نورو ته انګیزه ورکړي، دا تحرک په نورو کې هغه مهال رامنځته کیدای شي چې د اړیکې رامنځته کولو توان ولري.

۲. بصیرت : بصیرت ته کیدای شي د یوې مسئلې یا مسایلو ژورو ته د لاس رسي مانا ورکړو، ښه رهبران باید دا ځانګړتیا ولري، هغه څوک چې غواړي ځان د رهبر په توګه ثابت کړي، ژور لید ته اړتیا ډیره لري، رهبران تل له ډیرو سختو مسایلو سره مخامخ وي، البته هڅه باید وکړي چې د هرې مسئلې په اړه  مالومات او اطلاعات لاسته راوړي، ښه رهبر هغه دی چې د ډیرو کمو اطلاعاتو لرلو سره بیا هم توانیږېي چې قضیه ځانته حل کړي که داسې ونه کړي ښوییږي او منفي پایلې لاس ته راوړي. هغوی په دې ښه پوهېږي چې څنګه له خپلو تجربو ګټه واخلي او په خپلو شواهدو باور وکړي.

۳.اغیزناکتوب : اغېزناک رهبران بریالي وي، اغیزناکتوب یوازې په امر کولو او یا له خپل اجرایوي قوت څخه پر ګټه اخیستلو نه څرګندېږي، مونږ د ژوند په یوه نوې مرحله کې ژوند کوو او د ژوندانه ځینو اصولو او مقراراتو په بشپړه توګه توپیر پیدا کړی دی، اغیز یوازې خبرو کولو ته نه بلکې غوږ نیولو ته هم ویل کیږي، خپلو کارمندانو ته په احترام کولو اغېز رامنځته کیږي هر څومره چې له خپلو کارمندانو سره ډیره مینه وکړئ او ډیر یې په خپلو کاري امورو کې وهڅوئ په هماغه کچه به مو د کمپنۍ په چارو اغیز پرېښی وي.

۴. ځيرکتیا، پوهېدنه : هیڅ انسان له نیمګړتیاوو خالي نه دی، مونږ ټول په ژوند کې ښې او سختې شیبې لرو، هغه رهبر چې باور لري چې دی خپل ټول ټیم رهبري کوي او په سختو شیبو کې ورسره مرسته کوي نو کارمندان به یی ډیر وفاداره او په سمه توګه به له زړه څخه د کمپنۍ د پرمختګ په موخه هڅه کوي، که غواړئ چې نور ستاسو عزت او احترام وکړي باید تاسو هم د نورو عزت او احترام وکړئ، دا د ژوند یو قانون دی چې له زرګونو کلونو څخه را پدېخوا په ژوند کې عملي کیږي.

۵. نوښتګر : یو بریالی رهبر باید نوښتګروي، یانې کله چې په یو دفتر کې ستونزې رامنځته کیږي نو هغه باید دا وړتیا ولري چې فکر وکړي او له خپل نوښتګر فکر څخه په ګټه اخیستلو ستونزه په سمه توګه حل کړي.

۶.استعداد : مستعد او ځواکمن انسانان تل د وروستي هدف نه يو ګام وړاندي وي، جيم کانوي وايي: “ځيني کسان د خپل وروستي توان په کارولو سره ځان قانع کوي، حتی که مطلوبه نتيجه لاسته رانه وړي” خو رهبران داسي نه وي، په هر ډول چي کېږي، هغوی بايد خپلې موخې ته ورسېږي. مونږ د هر هغه کس د استعداد ستاينه کوو چې په يوه څانګه کې يې له ځانه وړتیا ښودلې وي. که هغه د تجارت برخه وي، سياست، سپورټ يا بله هره برخه اوسي، نو ضرور نه ده چې له تاسې څخه بايد حتماًبيل ګيټس، مايکل جورډن يا … جوړ شي؛ خو کوښښ بايد وکړئ چې خپلو استعدادونو ته مو وده ورکړئ.

۷. لېوالتیا او علاقه :  یوواقعی مشـر باید چی په پوره علاقه مندۍ خپلې دندې سرته ورسوي او خپلو شاوخوا افرادو ته د خپلو کړنو  په وسیله هغوی ته باور  ورکړي، دهغوی باوراو اعتماد هم ترلاسه کړي، دخپل کاری ټیم داجرأتو څخه وخت ناوخت کنترول هم ترسره کړي اوهغوی ته چې کارونه په مؤفقانه ډول سره سر ته رسوي مکافات  ورکړي.

۸.زغم او آرامتیا : ډیری ستونزېشونې دي چې د کار په جریان کی منځته راشي،چې یو رهبر باید په ډیر خونسردۍ اومتانت سره بې له دې چې په اصطلاح وارخطا شې، ور پیښېستونزی وڅيړي، د ستونزې عمده او بنسټیزو ټکو ته باید پام واړوي، د خپل پوره پوهاوي سره باید چې د راپیداشویو ستونزو ټول اړخونه  په ځیرکتیا سره وڅبړي، د ستونزو په حلولو او لمنځه وړلو کې د پام وړ ګامونه اوچت کړي هڅه وکړئ چې مایوسه او نهیلي نه شئ، خپل زغمله لاسه ورنه کړئپر خپله هره بریالۍ کړنه د غرور احساس مه کوئ او له ناکامیو څخه زده کړه وکړئ.

۹. لوړ همت : ښه رهبر د نن کار سبا ته نه پرېږدي هرې موضوع ته پر ټاکلي وخت ځان رسوي اوهره موضوع د هماغه زمان په نظر  کې نیولو سره حل اوفصل کوي ددې تر څنګ یو قوي رهبر غواړي چې دهغه د کارونو نتایج ښه اود لوړ معیار لرونکي وي،هغه تل هڅه کوي چېد هغه بریالیتوبونه تل په لوړ معیار لرونکیو کې وشمېرل شي او ارزونه یې مثبته وي.

۱۰. جذابیت: جذابیت د نورو د جذبولواو جلبولو‎ ځواک ته واييځيني په دې باور دي چې دا جذابيت يا کيفيت د هر چا په خټه کې نشته او اکتسابي هم نه وي، حال دا چي دا سم برداشت نه دی. هر څوک کولای شي په ځان کې دا کيفيت پيدا او وروزي د بېلګې په توګه له خلکو سره د بدې رویې او چلند له کارولو‎ ډډه وکړئ؛ تریخ مزاجه مه اوسئ؛ په خبرو او څيره کې مو نهيلي مه ښکاره کوئ؛ له حالاتو او ژوند نه شکايت او له چا نه ګيله مه کوئ. ژوند سره مينه وکړئ او نورو ته هم دا وښاياست، نورو سره د ليدو پرمهال بايد هغوی ته داسې احساس ورکړئ چې تاسې يې د ليدو نه خوند اخلئ، د نورو په وجود کې مثبت اوصاف ولټوئ، نورو ته داسې احساس ورکړئ چې تاسې ته ارزښت لري، د نورو په وجود کې شته استعدادونه وروښاياست، د انګلستان يو پخوانی لومړی وزير او وتلی سياستوال بنجامين ديزرائيلی وايي: ” له چا سره تر ټولو ستره مهرباني دا نه ده چې خپله شتمني ورسره ووېشې، ښه کار دا دی چې د هغه په وجود کېشته سرمايه وروښايې”

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply