انګلستاني «مارک سیلبي» د سنوکر نړیواله اتلولي وګټله

0 2,243

د انګلستان په کوربتوب د سنوکر نړیوالې سیالۍ سکاټلینډي لوبغاړي جون هیګنز ته په ماتې ورکولو سره د انګلستاني لوبغاړي مارک سیلبي په اتلولۍ سره پای ته ورسېدلې.

د سنوکر دغه نړیوالې سیالۍ د انګلستان په یورکشایر کې د ۱۷ ورځو له‌پاره وشوې، چی د سنوکر نړۍ لسګونه لوبغاړیو په‌کې برخه اخیستې وه؛ خو په لومړي او مهم پړاو کې یوازې ۳۲ غورو لوبغاړيو د لوبېدلو چانس ترلاسه کړی و.

د سیالیو د رسمي وېبپاڼې د معلوماتو له مخې، مارک سیلبي د ۱۹۸۵ کال وروسته د سنوکر سیالیو د تاریخ ښه لوبه وکړه، چی د ۴ پر صفر وروسته والي سره ـ سره یې له خپلې تېرې اتلولۍ دفاع وکړه.

سیلبي خپل سکاټلینډي سیال ته ۱۸ د ۱۵ امتیازونو په مقابل کې ماته ورکړه او په نړیواله درجه بندۍ کې یې لومړی مقام وساتلو.

د اتلولۍ په ګټلو سره مارک سیلبي د اتلولۍ جام تر څنګ د ۳ لکه او ۷۵ زره پونډو نغده جایزه هم ترلاسه کړه او له خپلې کورنۍ سره يې د اتلولۍ خوشالي په لوبغالي کی ونمانځله.

په‌دې سره مارک سیلبي له سکاټلینډي لوبغاړي جون هیګنز څخه د ۲۰۰۷ کال سنوکر فاینل لوبې د ماتې غچ هم واخیست.

دا د مارک سیلبي د سنوکر سیالیو د تاریخ درېیمه اتلولي وه او د سنوکر په لوبو کې د سټیف ډیویس، سټیفن هینډري او روني وروسته څلورم لوبغاړی شو، چې د خپلې نړیوالې اتلولۍ څخه دفاع کوي.

د سنوکر نړیوالو سیالیو د اتلولۍ ګټلو وروسته مارک سیلبي رسنیو سره په خبرو کې وویل، د خوشالۍ احساس کوي او اتلولي ګټل یې یو خوب و، چې پوره شو.

دغه راز جون هیګنز هم د اتلولۍ بایللو سره د خپلی لوبې ستاینه وکړه؛ خو دا یې ومنله، چی د یو ستر سنوکر لوبغاړي مارک سیلبي پر وړاندې یې ځکه ماته وخوړه، چی د ده په پرتله ښه ولوبېد او اتلولۍ حقدار و.

دا د انګلستاني لوبغاړي مارک سیلبي په وروستیو ۴ کلونو کې د سنوکر په سترو سیالیو کې درېیمه نړیواله اتلولي وه؛ چې تېر کال یې چینایي ډینګ جن هوی ته په پای لوبه کې ماتې ورکړې وه.

د سنوکر لوبې د نړیوالې اتلولۍ سیالي د لومړي ځل له‌پاره په ۱۹۲۷ کال پیل شوه، چې تر اوسه هر کال د انګلستان په کوربتوب کېږي.

سلام وطندار

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply