ټالیب ته ورور ویل،اوښ ته د رباب وهل دي/هلمند پردېس

0 1,816

دا خبره مې ځکه وکړه، چې حکمتیار هم په خپله تازه وینا کې چې په ارګ کې واوروله، ټالیبانو ته د وروڼو خطاب وکړو، او پر دوی د سولې غږ وکړو.
دلته دوې پوښتنې مطرح کیدای شي.
اول:-اصلي ستونزه چرته ده؟
دوهم:- د ستونزې حل څه دی؟
اصلي ستونزه د ټالیبانو جګړه د افغان ولس او افغان حکومت په مقابل کې دی، چې دوی یې په ډېره بې رحمۍ سره مخته وړي، او دا جګړه تر ډېره پیچلی او خونړۍ ځکه ده، چې مستقیما د پاکستان څارګرې ادارې (ای،اېس،ای) له خوا سپانسر کیږي، او د( اى اېس اى) په جنګي مهارت او د ټالیبانو په فزیکي ځواک سره مخته وړل کیږي، لکه پیسې، وسلې او جګړیز مهارت د پاکستان د استخباراتو او ځوانۍ د ټاليبانو لولخړه کيږي.
نو ځکه ټالیب ته د ورور ویل لکه اوښ ته د رباب وهل دی. (پښتو متل دی، وايي چې، اوښ په رباب څه پوهیږي)،ټالیب له پخوا څخه د پاکستان څارګرې ادارې د خپلو ملي او سمیزو ګټو په خاطر ګروګان نیولی دی.
خو امکان يې لره، چې ټاليبانو د کرزى د ورورګلوۍ پيغام ته لا د مخه لبيک ويلى واي، خو پاکستان څارګره اداره دومره کمزوري او کم عقله نه ده، چې داسې ارزانه او عادي د ټاليب سولې ته پريږدي.
دوى دومره په مهارت سره د ټاليبانو له فکري او روحي دايرې راتاوو دي، چې پر دوی د ورور وژل، د ورور غم او د ورورۍ غږ هیڅ اثر نه کا، دا د دې مانا ورکوي، چې ټالیب ته د ورور ویل ستونزه نه شي حل کولی، بلکې ځان ته فریب او دوکه ورکول دی، غفلت او د دې ناوریني حالاتو په خپل حال پاتې کیدل دی.
ستونزه د پاکستان څارګره ادره او نورې سیمه یزې استخباراتي کړۍ دی، چې د افغانستان جګړه ورځ په ورځ اوږدیږي او خونړۍ کیږي.
د حل لاره یې سخته ده، خو ناممکنه نه ده، افغان دولت لره په کار ده، چې د امریکا او نورو نړیوالو دوستو هیوادونو په مرسته پر پاکستان تر حد عظمیي پوره هر رنګه دېپلوماتیک، اقتصادي او سیاسي فشارونه راوړي، یا خو ترې ټالیب خلاص کړي، او یا دې د پاکستان څارګره اداره دېته مجبوره کړي، چې دغه دوښمانانه سیاست یې نوره رسوا او باید د سولې په پروسې کار وکړي.
د دې ډېر امکان هم شته چې پاکستان به اخیر هم ټالیبان د سولې میز ته راکش کوي،خو دلته بله ستونزه دا ده؛چې پاکستان لا د وخته د دغې سودا لپاره د امريکا، د افغانستان او د افغانستان خواخوږو نړيوالو هيوادونو جاج اخيستى دى، خو دوی اول غواړي چې په دغه برخه کې له امریکا، او بیا د سیمه یزو استخباراتو او اخیر کې له افغان دولت څخه ښه ستر امتیاز واخلي، او پر ټالیبانو سوله وکړي، خو دا چې پاکستان به کله په ټاليبانو د ځان په ګټه سودا وکړي ، دا به وخت ته پريږدو.
خو د ښاغلي حکمتيار او ښاغلي کرزي پر ټاليبانو د ورورګلوۍ غږ هسې عبث د وخت تېرول دي، د افغان حکومت اوسنۍ دريځ د پاکستان د ملکی حکومت او استخباراتو پر وړاندې ډېر معقول دى، زموږ حکومت بايد له پاکستان سره همداسې جدي چلند وکړي، او دوى بايد د پاکستان هر شوم عمل متوجې ووسيږى.
ټاليب له وخته د پاکستان د استخباراتو په څارګريزه لومه کې ښکېل دي، او د دوى هر قدم او پريکړه به د اى اېس اى په خوښه وي، ښه مثال یې دا دى؛ چې ښاغلي کرزي ټاليبانو ته دا لس کاله د وروڼو خطاب وکړو، خو هغوى ورته يو ځل هم و نه ويل، چې ته هم زموږ ورور يې، او نه يې د ده ورور ګلوۍ غږ ته کوم ځواب ورکړو، او برعکس هر ځل د دوى د افغان وژنې لړۍ لا خونړۍ کيږي.
زه دا په يقين سره ويلي شم، چې په کومه ورځ ټاليب د پاکستان د استخباراتو له منګولو راخلاص شي، په همغه ورځ به دوى سولې ته غاړه کېږدي، کنه نوره د سولې او ورورګلوۍ دعوې هسې دروغ او د خلکو سترګو ته د خاورو ورشيندل دي.
د یوه سوله مند او سر لوړی افغانستان په هیله .

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply