بدبخته هیواد/ نجم شینواری

0 1,164

بدبخته هیواده……..یو وخت ننګرهرار، زیتون، مالټې، تورنجان، په لویه کچه تولید درلود..
نن چرته یو؟ اوس مې په تلوېزیون کي لیدل، پاکستان د زیتونو لوی لوی باغونه کرلې دي، غواړي په سیمه کي د زیتونو یو لوی صادرونکی هیواد شي….
د ننګرهار د فتحي یو فیلم مي لیدلی وو، چي مجاهدین ننګرهار ته ننوځي، زیتونو او مالټو او تورنچانو فارمونو کي ګرځي، داسي ښایسته ښکاری، په باغونو کي د غواګانو منظم فارمونه هم وو، لکه د استرلیا پشان یا کوم بل پرمختللی هیواد پشان، هغه وخت خو زه دغو فارمونو ته نه وم تللی، سخت ارمان مي وو، چي کله ورغلم …توبه توبه ..قیامت پر هغه ځای تیر شوی، هیڅ نشته، د غواګانو خو درک نشته، مالټې ورکي دي، زیتون تباه برباد، هر ځای ویرانې وه، په قسم هغه فلم که اوس وویني او بیا دا فارمونه …نو وایی به لعنت شه پر هغو چي دا هر څه یی تباه برباد کړه، او نن ځان ته مجاهد وایی……دا مي دي پوري وویل، چي نن پاکستان په زیتونو کي له مونږ ځای نیسي، هغه وخت پاکستان زیتون پيژندل هم نه، همداسي پاکستان افغان قالین بافان په کار اچولي او افغانۍ قالینې د پاکستان په نامه نړیوال بازار ته رسوي، داسي نور سلهاو شیان……مونږ د خپل هیواد تباه کونکي یو…همدا مونږ یو چي خپل تباه کونکي مو رهبران کړل، او په سر یی ګرځوو…..

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply