درې ځله هورا وویله خو دا ځل په خپله خوښه!/محمد طارق بزګر

0 1,848

نن ما هم درې ځله هورا وویله خو دا ځل په خپله خوښه!

د ۱۳۵۷ کال خبره ده، خلقي نظام حاکم و، د سردار داود درې رنګه ملي بیرغ په سور رنګه خلقي بیرغ بدلیده، له ښوونځي نادریې لیسې یې جبراً د کابل ښار مرکز ته روان کړو. څومره چې د ښار مرکز ته نژدې کېدو هومره بیروبار زیاتېده. نارې او شعارونه وو چې غوږونه یې کڼول. هر دویم، دریم شعار به په هورا بدرګه کېده.
په کوم شعار چې نه پوهېدم هغه چې کله به یې وویل (مرګ به سیا). له خان سره به مې ویل دا ولې به تور رنګ مرګ وایی. ډیر کلونه وروسته پوه شوم چې سیا یانې (CIA). پارک زرنګار ته ورسېدو، د زده کوونکو قطارونه یا مارش ورو ورو ارګ ته نژدې کېده. غرمه وه، ګرمي وه، ولږه وه، تنده وه، خو ټول باید روان وای او هم یې باید شعارونه تکرار کړی وای. زموږ د قطار سره یو بریتور خلقي ملګری د قطار ښي خواته بیرون ولاړ وو چې زده کوونکی او نور یې د نظر لاندې ساتل. دلته بیا د هورا، هورا چغې شوې. ما د معمول سره سم تکرار نه کړې د دغه بریتور ماما را پام شو، د دې په ویلو سره چې د تورې ارتجاع زو هورا ولې نه وایې او ورسره جوخت یې به یوه ښه جانانه څپیړه ونازولم. دغه ورځ ، هورا، مرګ به سیا او دغه جانانه څپیړه مې له یاده نه وځي.
نن د ناروې د اساسي قانون ورځ وه چې په شاندارو مراسمو سره په ټول هېواد کې لمانځل کیږي، دلته د جشن ښکلا په دې کې وي چې برخه وال یې د ابتداییه ښوونځیو زده کوونکی وي. زه هم نن د جشن او خوښۍ دې مراسمو ته ورغلی وم. زموږ د ښار په مرکزي برخه کې ښاروال او نورو د ښوونځیو زده کوونکو او د ماشومانو میندو پلرونو ته د دې ورځې اړوند خبرې وکړې چې په ترڅ کې یې له ستیژ څخه وویل شول درې ځلې هورا د ناروې له پاره:
هورا، هورا، هورا
ما هم درې ځله هورا وویله خو دا ځل په خپله خوښه
نارویژي دوستانو او په دې هېواد کې میشتو افغانانو ته دې د مي ۱۷مه مبارک وي
Gratulere med dagen til alle mine venner

هورا یاني څه ؟
دا کلمه ډیرې ریښې لري لکه د چغې، د بري او ښادۍ د چغې په مانا چې نن ورځ ویل کیږي. په ۱۷۷مه پیړۍ کې دا کلمه په سویډن او جرمني کې مشهوره وه. به ټولو منابعو کې که د دې ټکې د ریښې په اړه پلټنه وشي نو داسې ښکاري چې دا د جرمني لرغوني کلیوالي ټکې هورین (Hurren) چې مانا یې ده تیز خوزښت، چابکي او تیز په مانا دي. نو په اسانی دا مانا ترې اخیستل کیږي په تلوار سره مخته تګ، د پرمختګ په لور چټک تګ او مخته تګ او پرمختګ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply