د خیټې کمولو لپاره ۱۳ مهمې سپارښتنې/ نبیله یوسفي

0 2,034

غټه خیټه نه یوازې چې یوه روغتیايي ستونزه ده؛ بلکې په اوس وخت کې غټه خیټه لرل د ځینو لپاره یو څه د خجالت وړ ګڼل کیږي او ښه هم نه ښکاري. خیټه د مختلفو لاملونو له امله غټیږي. ډیر خواراک او تمرین نه کول د خیټې د غټیدو اصلي لاملونه ګڼل کیږي.
دلته موږ په دې غږیږو، چې څنګه خپله خیټه کمه کړئ. څو مهمې سپارښتنې لرو، چې د خیټې په کمولو کې به له تاسې سره مرسته وکړي.

۱ـ یو ګیلاس تړمې اوبه، لیمو او یوه کاشوغه شات سره ګډ کړئ او سهار يې په نهاره وڅښئ. څو ورځې داکار تکرار کړئ. دا د خیټې د کمولو لپاره یوه له مهمو او ګټورو لارو څخه ده.

۲ـ وریژې خوړل کم کړئ او په ځای يې پتیره ډوډۍ وخورئ.

۳ـ دانه لرونکي خواړه، وربشې او جواری هم خیټه کموي نو زور ورکړئ.

۴ـ ځان ته خپله له دیګه خواړه راچول هم تاوان لري. په داسې وخت کې اکثره خلک ځان ته ډير خواړه اچوي، چې بیا ترې ډیر خوړل کیږي هم؛ همدا لامل دی، چې خیټه يې غټیږي. نو ښه خبره داده، چې خپله ځان ته خواړه مه اچوئ.

۵ـ په یوه وخت ډیره ‌ډوډۍ مه خورئ، بلکې په بیلابیلو وختونو کې په مکرر ډول په کمه اندازه ډوډۍ وخورئ.

۶ـ هغه غذاوي، چې تیارې پخې وي، لکه برګر، چیپس، مساله لرونکي غذاوې او ورته نور خواړه مه خورئ؛ او په ځای يې صحي خواړه وخورئ.

۷ـ ډیره سبزي او تازه میوه وخورئ. شنه سبزیجات او تازه میوه د عمومي روغتیا لپاره هم ګټوره ده او ستاسو وزن هم کنټرولوي.

۸ـ د بورې او ټولو بوره لرونکو خوږو شیانو څخه ځان لرې وساتئ. خواږه خیټه غټوي.

۹ـ د غوښې خوړل کم کړئ او یا يې هم بیخې پریږدئ او په ځای يې سبزي وخورئ. د غټې خیټې د کمولو لپاره له غوښې سره بیخې مخه ښه وکړئ.

۱۰ـ د زیتونو غوړي هم د خیټې په کموولو کې مرسته کوي. هغوې چې غټه خیټه لري او غواړې کمه يې کړي، نو ورته پکار ده، چې د نورو غوړیو په ځای د زیتونو غوړي استعمال کړي.

۱۱ـ که د لوږې احساس مو وکړ، لږ څه وچه میوه وخورئ. همیشه مو لوږه په خوړو مه کموئ. د خیټې د کمولو لپاره دا هم یو ښه هنر دی.

۱۲ـ لږه اووږه د شپې له ویده کیدو مخکې وخورئ او یا يې هم سهار په نهاره وخورئ. هوږه د هاضمې سیستم پیاوړی کوي او د میتابولیزم اندازه لوړوي. دا کار د وازدې په ویلې کیدو کې اساسي رول لوبوي، چې ورسره خیټه کمیږي.

۱۳ـ تمرین وکړئ. جیم ته لاړ شئ یا کوم بل فزیکي تمرین وکړئ. بهانه مه کوئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply