رسنۍ مو ولي پردي پالي دي؟/ حافظ احمد نصرت

0 913

په ډیموکراتو یا ولسواکو نظامونو کي رسنۍ دنظام داساسي او بنسټیزو ارکانو څخه ګڼل کيږي ځکه رسنۍ همدي نظامونو ته بقا بښي اود له مينخه تللو باعث يې هم ګرځي.

رسنۍ دولس او دولت ترمينځ د پله حيثيت لري، خبريالان شپه او ورځ لګيا وي سختي او زحمت ګالي ترڅو دخپلي ټولني اواز راوخلي او د مسولو چارواکو ترغوږونو يې ورسوي اوپه واقعي ډول دا د دوي مسوليت او رسالت هم دی.

خو له بده مرغه  په افغانستان کي يوشميررسنۍ خپل رسنيز مسوليت په واقعي او رښتيني ډول نه ترسره کوي که ووايو چي يو شمير رسنۍ مو پردي پالي دي هم بده خبره نه ده ځکه چي دوي زموږ دهيواد دنافده قوانينواو دودونو خلاف کړنې کوي.

زموږ د هيواد داساسي قانون د۳۴ مي مادي له مخي موږ حق لرو چي څه ووايو ويې ليکو او رسنۍ هم کولاي سي چي خپل فعاليت خپروني او پروګرامونه دهمدي قانون د حکمونو مطابق پرمخ يوسي

خو اوس خبر دا ده چي زموږ د هيواد ځيني رسني نه داساسي قانون او نه هم دټوليزو رسنيو قانون ته ژمني دي، دوي داسي خپروني او پروګرامونه نشر ته سپاري چي زموږ د کلتور، دين او عنعناتو خلاف وي دوي پردی فرهنګ د سريالونو، فلمونواو غربي برنامو په مټ زموږ په ټولنه کي مروج وي شپه او ورځ لګيا وي د بهرنيو هيوادونو او سفارتونو څخه پروژي اخلي او اکثره خپروني يې پروژوي اړخ لري نه اصلاحي اوملي.

يوشمير رسنۍ مو د قومونوترمينځ نفاق او اور ته لمن وهي ځيني بيا حزبي او ګوندي جنبه لري که واقيعت ته راسو دکوټوپه شمير رسنۍ به مو خپلواکي او بي پري وي.

رسنۍ د يوي ټولني ژبه بلل کيږي کله چي د ټولني ژبه له فساد شر اوشرارت څخه ډکه وي نو دټولني به څه حال وي

اوس په کار دا ده چي رسنۍ مو خپل رسنيز مسوليت او فعاليت وپيژني داسي خپروني چي زموږ دټولني او نافذه قوانينو سره په ټکر کي وي پر خپريدا يې غور وکړئ، د روژي په مبارکه مياشت کي همدا اوس يوشمير رسنۍ سندري خپروي چي دا کار يې هيڅ د زغملو نه دی داسي رسنۍ چي زموږ مقدساتو ته درناوي نه کوي بايد مجازات سي

زه د یوه افغان په حيث د افغانستان د ولسمشر، د اطلاعاتو او کلتور دوزارت او اړوندو مسولو چارواکو څخه غوښتنه کوم چي پررسنيو سانسورته جدي پاملرنه وکړي او هغه رسني چي پردي پالي دي بهرني فرهنک،نفاق او تيابتي جګړي ته لمن وهي مجازات اود کار کولو جوازونه تري واخيستل سي اوهغه رسني چي په واقعي ډول د ولس، دين، کلتوراو ملي ارزښتونو ته کارکوي مکافات کړي.

په درنښت

حافظ احمد نصرت

لښکرګاه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply