سلمان خان د ((ټيوب لايټ)) پر وخت ولې بيا بيا ژړل؟

0 1,522

د هندي سينما مشهور اداکار سلمان خان چې څومره ډېره غصه کېږي، هم دومره ډېر جذباتي هم دى، په ډېرو معاملو کې د نوموړي غبرګون د عام وګړي په څېر وي او همداسې د ((ټيوب لايټ)) فلم د جوړولو پر مهال او بيا ددې فلم د غږ ثبتولو پر مهال وشول، چې په کيسه کې به څه غمژن ځاى راغلو، نو نوموړى به په ژړا شو.
په ممبۍ کې د ((ټيوب لايټ)) فلم د لومړي ټرېلر افتتاح په غونډه کې، سلمان خان رسنيو سره په خبرو اترو کې وويل، چې کله دى په جېل کې و، نو يوه ورځ يې پلار او تره د ده ليدو ته راغلل، د هغوى په ليدو سلمان خان په ژړا شو، پلار (سليم خان) يې ورته وويل، ته څنګه پښتون يې، چې ژاړې؟.

نوموړى همدا راز زياتوي، زه د ډېرې محدودې اداکارۍ اداکار يم، نو په دې وجه ډېر زر جذباتي کېږم.

سلمان خان وويل، د ((ټيوب لايټ)) کيسه ټوله له جذباتو ډکه ده، په دې کې زما د ورور رول سهېل خان ترسره کړى، چې زما خپل ورور هم دى، نو د دې وجې نه به زه د فلم د جوړولو پر وخت جذباتي کېدم. نه يواځې دا چې د فلم د جوړولو پر وخت، بلکې د فلم د غږ ثبتولو پر وخت به هم زياتره وخت زما له سترګو اوښکې روانې وې.

ياده دې وي چې د سلمان خان دا نوى فلم ((ټيوب لايټ)) به د وړوکي اختر په ورځ نندارې ته وړاندې کېږي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply