د برژینسکي خدای پاماني/ ل:کمال صدیقی- ژ: ظاهرشاه حیدري

0 1,506

زبیګنیف برژنسکي؛ هغه څوک دی چې د جیمي کارټر په وخت کې یې د امریکا د ملي امنیت د سلاکار دنده دلوده، دا هغه څوک دی چې د افغان مجاهدینو د رامنځته کولو امتیاز لري، برژینسکي څو ورځې وړاندې د ۸۹ کالو په عمر د امریکا په ورجنیا ایالت کې ومړ. د نوموړي د مرګ خبر زمونږ په رسنیو کې ډېر کم خپور شو پداسې حال کې چې دده هغه کښت چې په اتیایمو کلونو کې یې دلته کړی وه، اوس هم مونږ د خپلو وینو په بیعه رېبو.

د نوموړي د مرګ خبر دده د لور میکا برژینسکي له خوا په ټولنیزو رسنیو کې خپور شو، “هغه خپلو ملګرو د زبیګ په نوم پېژانده، لمسیانو به ورته د مشر په نوم غږ کاوه او میرمن یې د خپل ژوند نه ختمېدونکې مینه باله” میکا برژینسکي زیاتوي؛”هغه زما لپاره تر ټولو زیات مهربان، فداکار او مینه ناک پلار وه”، دا هغه تاوده احساسات دي چې یوه لور یې د خپل مهربان پلار په اړه څرګندوي، خو دا به د هغه شخص په اړه انصاف نه وي چا چې د پخواني شوروي اتحاد په ماتولو کې مهم او حیاتي رول ولوباوه او روسي پوځیان یې په افغانستان کې په ګونډو کړل.

برژینسکي د جیمي کارټر د ریاست په دوره کې د امریکا د ډېرو مهمو او پیاوړو شخصیتونو له جملې څخه شمېرل کېده، کارټر د امریکا هغه پیاوړی ولسمشر وو چې په ډېر سخت او کړکېچن حالت کې یې د امریکا بهرنۍ تګلاره پلې کړه. دا هغه وخت وه چې په ایران کې اسلامي انقلاب را منځ ته شو او د امریکائې وګړو په یرغمل کېدو سره کړکېچ خپل اوج ته ورسېد، د مکې معظمې په محاصرې سره په ټوله اسلامي نړۍ کې د امریکا پر ضد احساسات را وپارېدل، چې حتی په اسلام آباد کې د امریکا سفارت ته اور هم  واچول شو، په دې وخت کې بله مهمه پېښه په افغانستان باندې د روسانو تېری وو.

زبیګنیف برژینسکي یو پولنډي اصله امریکائې ډیپلوماټ او د سیاسي چارو کارپوه وو، امریکائې رسنۍ ښاغلي برژینسکي ته د سړې جګړې د لومړۍ کرښې د باز خطاب کوي، برژینسکي چین دې ته وهڅاوه چې د پول پوټ د ريژیم ملاتړ وکړي او د هغوی په واسطه په ویتنام کې د روسانو آغېز کم او محدود کړي، هغه په وروستیو کلونو کې په عراق باندې د امریکا د 2003 کال د یرغل مخالفت کړی وو.

د برژینسکي په اړه ډېر داسې څه شته چې مونږ یې په اړه زیات معلومات نه لرو، د CIA پخوانی مشر رابرټ ګېټس د خپلو خاطرو په کتاب “from the shadows” کې لیکي:

” په افغانستان باندې د روسانو د یرغل څخه شپږ میاشتې مخکې د امریکا استخباراتي ادارې د افغانستان له مجاهدینو سره خپلې مرستې پیل کړې وې” دا خبر برژینسکي په یوه تلویزیوني مرکه کې تائید کړ، هغه زیاته کړه چې د تاریخي اسنادو په مطابق  CIA د افغان مجاهدینو سره خپلې مرستې په 1980 کال کې پیل کړې وې، په داسي حال کې چې روسانو په افغانستان باندې د 1979 کال د ډیسمبر په 24 نېټه یرغل وکړ.

خو په حقیقت کې د امریکا جمهور رئیس جیمي کارټر د 1979 کال د جولای په دریمه نېټه هغه سند لاسلیک کړی وو، چې CIA ته یې دا امر کاوه چې د کابل د کمونیستي ريژیم د مخالفو ډلو سره خپلې پټې مرستې پیل کړي. برژینسکي زیاتوي په کومه ورځ چې ولسمشر کارټر په افغانستان کې د مجاهدینو سره د پټو مرستو په هوکړه لاسلیک وکړ، ما هغه ته یو لیک واستاوه او خپل نظر مې داسې ورته څرګند کړ؛ “زمونږ دا مرستې به روسیه دې ته وهڅوي چې په افغانستان باندې پوځي یرغل وکړي”.

کله چې د برژینسکي څخه په افغانستان باندې د روسانو د یرغل په اړه وپوښتل شول، هغه وویل: داسې نده؛ مونږه روسان افغانستان ته ندي راوستي، خو دا موږ وو چې په افغانستان کې مو د روسانو مداخلې ته زمینه مسائده کړه.

وروسته افغانستان روسانو ته د خرس په تلک بدل شو، روسان دې ته هڅول شوي وو چې په افغانستان باندې یرغل وکړي خو نړۍ داسې فکر کاوه چې په افغانستان باندې د روسانو یرغل د دوی خپل کار دی، په افغانستان کې د روسانو د مداخلې په اړه د جنرال محمد یوسف په کتاب “The bear trap”  کې په تفصیل سره بحث شوی دی.

له دې څخه پرته چې برژینسکي افغانستان ته روسان را وغوښتل، د هغه بل مهم کار دا وو چې د مجاهدینو مختلف تحریکونه یې تشکیل کړل، کله چې د برژینسکي څخه وپوښتل شول چې آیا هغه په خپلو تېرو کارونو په کوم یوه پښیمانه دی؟ هغه ځواب ورکړ؛ د څه شي پښېماني؟ په افغانستان کې پټ عملیات یوه ډېره ښه نظریه وه، مونږه ددې عملیاتو په واسطه شوروي اتحاد د افغانستان په تلک کې راګير کړ او تاسو وایاست چې زه باید پښېمانه و اوسم؟ په هغه ورځ چې روسان د افغانستان سرحد ته داخل شول ما ولسمشر کارټر ته یو خط ولیکه ” اوس مونږ ته دا فرصت په لاس راغلی چې له روسانو څخه په افغانستان کې د ویتنام غچ واخلو”، په حقیقت کې مسکو د 10 کلونو لپاره په داسې یوه جګړه کې ښکېل شو چې د خپلو خلکو ملاتړ یې نه درلود، هغه جنګ چې روسانو پکې خپله روحیه له لاسه ورکړه او بلآخره د شوروي اتحاد په ړنګېدو پای ته ورسېد.

کله چې ور څخه وپوښتل شول چې آیا تاسو په دې چې د نړۍ راتلونکو ترهګرو ته مو وسلې او مشورې ورکړي، پښېمانه یاست؟ برژینسکي وویل: د نړۍ تاریخ ته څه شی ډېر مهم دي؟ طالبان او که د شوروي اتحاد ړنګېدل؟ نژدې 30 کاله وروسته، مونږ یواځې تعجب کولای شو، برژینسکي د خپل هیواد لپاره کار وکړ خو په ډېرو مواردو کې هغه څه چې برژینسکي په هغه وخت کې وکړل امریکا یې اوس کوي، زمونږ هیواد چې اوس په کوم حالت کې دی، د برژینسکي رول پکې د یادولو وړ دی، مونږ د تاریخ تحریف ته ادامه ورکوو او مهم لوبغاړي هېروو، خو دا سړی باید هېر نشي!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply