پاچا او دار  /ژباړه: رفيع الله روشن

0 1,204

پاچا د خپل دربار نجارته وويل: سبا دې اعداموم!

نجار د شپې ترنيمايي له خفګان څخه خوب ونکړ، مېرمنې يې ورته وويل ارام خپل خوب وکړه الله جل جلاله يو دی او د خلاصون لارې يې ډېرې دې.

د مېرمنې دې خبرې يوڅه ارام کړ سترګې يې پټې شوې او ويده شو.

سهار وختي يې دسربازانو دپښو اوازونه واورېدل،چې دکور په طرف يې راروان دي،نجار خپلې مېرمنې ته په سوالي نظر وکتل، ورته ويې ويل :

ستا خبره مې ومنله او  ويده شوم مګر هېڅ فايده يې ونکړه په لړزېدلو لاسونو يې  دروازخلاصه کړه، او دواړه لاسونه يې د عسکرو پر وړاندې وغزول ترڅو يې ولچک کړي چې دوه سربازانو په ډېر تعجب ورته وويل:

پاچا مړ شوی دی او موږ راغلي يو چې ته ورلپاره تابوت جوړ کړې.

نجار ټکان وخوړ او خپلې مېرمنې ته يې په داسې انداز کې وکتل لکه بخښنه چې ورڅخه غواړي.

مېرمنې يې ورته په موسکا وويل:

د هرې شپې په شان ويده شه ځکه چې الله جل جلاله يو دی او د رحمت  اوخلاصون دروازې يې ډېرې زياتې دي.

ډېر فکر کول انسان ستړی کوي په داسې حال کې چې د هرڅه مالک خدای دی.

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply