د ماشومانو ذهني فشار يا سترس څنګه کابو کړو!؟ /ژ: احمدضيا فضلي

0 1,462

څو بېلابېلې لارې شتون لري، چې د هغو له مخې په ماشومانو کې ذهني فشار یا سترس کابو کولای شو؛

٭ـ اوښکې یې پاکې کړئ. کله، چې ماشومان ژاړي، نو باید په غېږ کې یې واخلئ، په دې صورت کې ماشومان پوهېږي،، چې تاسې ورسره یاست، هوساینه او د دوی د خوښې فضأ ورته چمتو کولای شئ.

٭ـ ماشومان مو د بدلون لپاره چمتو کړئ. که کوم بدلون د پلي کېدو په حال کې وي، نو مخکې له مخکې مو ماشومانن ورته چمتو کړئ. که یې ښوونځي ته بیایی، نو په لومړي سر کې ټولګي ورته وښایی او دا مرسته ورسره وکړ، چې د هغه ځای له چاپېریال سره عادت شي. که د څه وخت لپاره کاري سفر ته ځی، نو دا ورته روښانه کړئ، چې چېرته او ولې ځی. ماشوم مو که هر څومره ډېر وپوهېږي هغومره به تشویش او ذهني فشار څخه لرې وي.

٭ـ ورځني قوانین او کړنلاره مو ماشومانو ته جوړه کړئ. ماشومان په ژوند کې یو ځانګړې جوړښت ته اړتیا لري، دغهه قوانین او جوړښتونه کولای شي د ویده کېدو وخت وي یا هم د ستونزمنو حالاتو لپاره کړنلاره جوړول، چې د ماشومانو ذهني فشار تر ډېره کابو کوي.

٭ـ ماشومانو ته مو ښه خواړه ورکړئ. هغه ماشومان، چې په منظم ډول نه تغذیه کېږي کېدای شي له نورو څخه ډېر پهه ذهني فشار یا سترس اخته شي. ډاډ تر لاسه کړئ، چې ماشومان مو په ښو خواړو تغذیه کېږي. د قندي او خواږه خواړو د خوړلو کچه یې کمه کړئ.

٭٭ــ خپل ذهني فشار یا سترس مو کابو کړئ. کله، چې پلار او مور خپل ذهني فشار کابو کړي، نو خپله دنده په ښه ډولل تر سره کوي. د ځان لپاره مو لږ وخت وټاکئ او ذهني فشار مو له منځه یوسئ، ځکه د دغه کړنې یا کار پایلې ستاسو ماشومانو ته هم رسېږي او اغېزه پرې کوي. کله، چې یو ماشوم ذهني فشار یا سترس ازمایي، نو د دې اټکل کېږي، چې په ټول ژوند، ټولنیزو اړیکو او په هره بله برخه کې به ذهني فشار ولري. اوس د دې وخت را رسېدلی، چې خپلو ماشومانو ته د ذهني فشار د کابو کولو لارې چارې زده کړئ او له دغو ستونزو څخه یې خلاص کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply