ميګرين څه شی دی؟/ وصیل الرحمن بصیری

0 1,331

ميګرين د سر د شدید درد ناروغي ده چې په سر کې د ضربه يي او ټوپ وهونکي درد په بڼه تظاهر کوي او ښايي د زړه د بدوالي، خو ا ګرځي او د نور د وړانګو او ږغپه وړاندې له شدید حساسیت سره مل وي.

د ميګرين حملې چې له کبله يې شدید سر درد رامنځ ته کېږي، کېداى شي د ساعتونو او يا هم ورځو لپاره پاتې شي او تر يوې داسې کچې پورې شدت موندلاي شي چي ناروغ کس په يوه تاريک ځاي کې د ساعتونوساعتونو لپاره په ساکت ډول ځای پر ځای اوږد غځېږياو له دې پرته بله چاره نه ويني.

د ميګرين ناروغۍ ډولونه:

د نور له وړانګو سره مل د ميګرين ناروغي: دا ډول ميګرين هغه وخت رامنځته کېږي چې تر واقع کېدلووړاندې يې د نور د وړانګو په بڼه ګواښوونکې نښې تظاهروکړي، نژدې د ميګرين د ټولو ډولونو يو پر درېيمه برخه جوړوي، دا ګواښوونکې نښې ښايي د نور د وړانګو دلیدلو، د غاړې، اوږو او پښو د وچوالي په بڼه رامنځته شي.

د نور له وړانګو پرته ميګرين:

له سردرد پرته ميګرين: دا ډول ميګرين د خاموش ميګرين په نامه هم يادیږي او داسې وخت رامنځته کېږي چې د نور د وړانګو نښې وليدل شي مګر د ناروغسر درد نه ورسره کوي.

د ميګرين د ناروغۍ نښې نښانې:

د ميګرين ناروغۍ نښې نښانې متفاوتې دي او ښايي په يوه شخص کې يوهاو يا هم په ترکيبي ډول رابرسېره شي. د سرشدید درد د ضربان او ياهم ټوپ وهلو په بڼه، دادردونه په مبهم ډول پيلېږي او بلاخره په ټوپ وهونکو اوکوټونکو دردونو باندې بدلېږي، دا ډول دردونه په حرکت کولو سره زياتېږي او ښايی د سر د يوې برخې څخه بلې ته انتقال وکړي او يا هم ښايی د سر مخکنۍ او يا هموروستۍ برخه ونيسي.

– د نور د وړانګو، ږغونو او ځانګړي بوى په وړاندې حساسیت. – د زړه بدوالی، خواګرځی او د معدې او ګېډې دردونه. – د اشتها له لاسه ورکول. – د زياتې ګرمۍ او يا هم يخنۍ احساس. – کمزوري، سر ګرځېدل، او په ديد کې ستونزه. – اسهال او تبه ( تبه په دې ډول ناروغۍ کې ډېره کم پېښېدونکې ده (د ميګرين حملې معمولاً تر څلورو ساعتونو پورې دوام مومي مګر په شدیدو حالاتو کې ښايي د سر درد تر يوې اونۍ پورې هم دوام پیدا کړي.

د حملو تعداد په بېلابېلو ناروغانو کې سره متفاوت دى، معمولاًميګريني کسان په مياشت کې دوه- درې ځله د ميګرين تر بريدونو لاندې راځي خو ځينې کسان يې په کال کې يو يا دوهځله بیا د ميګرين په حملو باندې اخته کېدلاى شي.

د سر د ميګريني دردونو د پېښېدلو دلايل:

لا هم تر اوسه پورې د ميګرين ناروغۍ اصلي لامل نه دى معلوم، خو بياهم ځينې شيان د تحريک کوونکي فکتورونو په بڼه پېژندل شوي دي: – عاطفي خوابدتياوې.

– په غذايي موادو کې ځينې کېمياوي توکي او يا هم د ځينې غذايي توکو د ژغورنې لپاره ځينې کيمياوي توکي. – تر اندازې زيات د کافینو کارول. – د بيده کېدلو په وخت کې بې نظمي. – د بدن شدید فزيکي فعالیتونه او جنسي اړیکې.

– د چاپېريال تغيرات. – د حمل د مخنيوي درملو کارول. – په ميندو کې هورموني تغيرات.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply