شخصیتي پانګه /محمداکبر حقمل معینزی

0 693

خصیت هغه څه دی، چې جوړښت او له منځه تلل یې خپله انسان پورې اړوندېږي. شخصیت د سیمنټو دېوال او یا هم کوم کلک کاڼی نه دی، چې نړول او له منځه وړل یې ستونزمن کار وي، بلکې شخصیت هغه نازک تار دی، چې په ډېره ساده او کوچنۍ کړنه له منځه تللای شي؛ یعنې په ډېرو او غوره هڅو جوړښت موندلای شي، خو له منځه تلل یې بیا په تر ټولو اسانه او کوچنۍ کړنه صورت نیولای شي.

شخصیتي پانګه جوړول دا نه دي، چې یو څوک د نورو وګړو په ذهن کې په دروغو او دوکه کوونکو هڅو او کړنو سره یو غلط ذهني انځور جوړ کړي؛ بلکې شخصیتي پانګه جوړول ريښتینو او نه دوکه کوونکو هڅو ته اړتیا لري.

که غواړئ غوره شخصیت ولرئ، نو اړ یاست ترڅو راز راز قربانۍ او سرښندنې ورکړئ او د ډېرو څیزونو او سکالو ګانو پر وړاندې مثبت تېرښت او غوره چلند غوره کړئ.

په هره موضوع یا سکالو کې ځان ښکېلول او راز راز غبرګونونه ښودل مو د شخصیت بنسټ او جوړښت ته زیان رسوي.

شخصیتي پانګه جوړول هغې زېرمې ته اړتیا لري، چې په ډېر وخت، ډېرې حوصلې، ډېر زیار او ډېر کار باندې را منځته کېږي ځکه دا هغه څه نه دي، چې په اسانه توګه جوړښت ومومي.

شخصیتي پانګه که په اسانه توګه جوړښت ومومي، نو پرته له شکه به بې باوره او ژر له منځه تلونکې وي او که چېرې په ډېرو هڅو او غوره سرښندنو جوړښت ومومي، نو پایلېدل به یې هم باوري وي.

د شخصیتي پانګې لپاره، چې هر څومره کار وکړئ، نو په همغه کچه به د نورو په زړونو کې ځای ومومئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply