د ايران ولس مشر حسن روحاني ته/ محمد اقا کوچي

0 977

ټولو روڼ اندو سياسي ملي دموکراتو گوندونو مدني خوځښختونو افغان ولس تېره ورځ دايران د مشر حسن روحاني وېنا اود افغان خاوری دطبعي شتمنيواو پرمختگ خپله له دښمنې او کنې ډکه وړاند وينه اولاس وهنه په ډاگه کړه؟

حسن روحاني په ډانگپيلي توگه لوی غونډې کې وويل  موږ دافغانستان داوبو بندونه چی دکمال خان بند، د کجکي بند دسلما بند او نور جوړ کړي يا يې جوړوي بی تفاوته نه شو پاته کيدلای.

ايران  جمع پاکستان او يو شمېر نور تل په دی تورن دي چی دوی دافغان خاوری طبعي شتمنيو لکه اوبه ،ځنگولونه، معدنونه او نور دخپلو هيوادو د پرمختگ لپاره وکاروي او افغان ولس تل په خپلو مينځو کې په يو نوم او بل نوم وجنگوي يو شمېر خپل اجنټان او غلامان کړي په اصطلاح اوبه خړې کړي او ماهيان ونيسي، د افغان ولس اوسني حاکميت او سياسيونو ته پکار ده چی د ايران او نورو گاونډيو هيوادونو چی زموږ له طبعي شتمنيو گټه اخلي اود ملکيت دعوا يې کوي په کله رښتني ځواب ور کړي،ولسونه ددی شاهدي ور کوي چی ايران او پاکستان دافغان خاوری ارضي تمايت او خپلواکې سره دشمني لري .

په تيرو څو لسيزو کې دايران ښکاره لاس وهنې نور د منلو وړ نه دي پاکستان او ايران زموږ د خاوری دښمنان وسلوال وي روزنه ور کوي مرستی ور سره کوي تر څو ددی هيواد ولس په نامنه سيمه بدل کړي اوبه، طبعي ځنگولونه معدنونه دوی چور اود خپل هيواد په پرمختگ کې ور څخه استفاده وکړي د کنړ، خوگېاڼو پکتېا  ځنگلونه څه شول ستا قميتي ډبری چيری اود چا په نوم په بهرنيو بازارونو کې پلورل کيږي؟ ستا د اوبو نه په کرهڼه او څښاک کې کوم هيوادونه گټه اخلي ؟چی اوس تاته د اوبو دبند جوړولو اجازه هم نه درکوي ځکه که موږ خپلې اوبه کنټرول کړو بريښنا توليد کړو شاړې ځمکې خړوب کړو ځنگلونه او معدنونه خپل کړو دا هيواد به ژر يو صادارتي هيواد شي دوارداتو پر ځای به هرډول صادرات ولرو  دا بيا د گاونډيانو لپاره د منلو وړ نه دي.

کله چی دايران سره د محمد ظاهرخان په وخت کې د هلمند رود داوبو دويش جوجاړي کيدلو او دا مسله دوخت پارلمان ته وړاندی شوه ددی هېواد وتلو مبارزينو روڼ اندو هم په پارلمان اوهم ټول هيواد کې د مظاهرو په ترځ کې په کلکو ټکو  دا تړون وغندلو ځکه دخپلو طبعي منابعو ويشل او بل ته ورکول د ملي خيانت په ما نا دي او وو.

اوس په لنډو ټکو وايم چی ټول سياسي گوندونه او ملي شخصيتونه په دا ډول ملي مسلو کې بايد چپ پاته نه شي اود ايران او بل  هرهيواد چی زموږ د ملي شتمنيو دعوا کوي يا دافغان ولس دپرمختگ مخنيوی کوي بايد ټول په يوه پراخه جبهه کې راټول اود خپل هيواد پر وړاندی ددی ډول دشمنانه ځرگندونو  کلک مخالفت وکړي او هيچا ته ايجا زه ور نکړي چی نور ددی هيواه د طبعي شتمنيو نه گټه پورته کړي د هيواد په داخل کې هغه غلام صفته اودبل گوډاگيانو ته پر خوله داسی ځپېړه ورکړي چی دنورو دعبرت لامل شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply