رحمت ګل حلیم / د ایران له ولسمشره مننه کوم

0 1,522

د ایران ښاغلی ولسمشره له تا ډېره مننه چې زمونږ د ملي وحدت په پیاوړتیا کې دي له مونږ سره مرسته وکړه . دا هرچاته څرګنده ده چې تاسو زمونږ د هېواد په جوړیدو کې بې تفاوته نه یاست . تاسو تل هڅه کړې ده چې زمونږ د پرمختګ مخه ډب کړئ خو دا چې تاسو اوس په څرګنده وویل چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو د جوړیدو په اړه بې تفاوته نه پاتې کېږئ تاسو زمونږ ملت ډېر سره نږدې کړ .همدارنګه تاسو زمونږ ملت وهڅاوه ترڅو د خپل د دولت ملاوتړي . که څه هم زمونږ په هېواد کې د ستاسو مداخله تر پاکستانه کمه نه ده خو دستاسو د ایجنټانو د پراخ فعالیت له کبله ډېرو کمو خلکو په تاسو نیوکه کوله خو کومو خلکو چې په تاسو نیوکه کوله ، له هغو سره پخوا داسې ډېر څرګند ثبوت نه و ترڅو د خپل مخاطبینو ته پرې قناعت ورکړي دا ځکه چې په افغانستان کې د ستاسو مداخله ډېره پټه وه . که تاسو په افغانستان کې که هر ډول فرهنګي ، کلتوري او مذهبي مداخله کوله هغه مو دلته د خپل د ایجنټانو لخوا کوله چې د افغانانو په نامه تمامیدله . تاسو اوس د خپل د مداخلې دېر ښه ثبوت زمونږ خلکو ته ورکړ. تاسو د هغه چا په مخ سپېړه ورکړه چې تل یې هڅه کوله د ستاسو مداخله پټه وښیې او هغه د خپل کړنه وګڼي . تاسو په افغانستان کې د خپل ایجنټان په سخت آزمون کې واچول ، چې ټولو ته څرګند شول ستاسو جاسوسان په داسې امتحان کې ګیر شول چې نه پوهیږي څه وکړي . په تاسو نیوکه نشي کولی ځکه چې تاسو ډېره پانګونه پرې کړې ده او چوپ هم نشي پاتې کیدلی ځکه چې په داسې حالت کې چپ پاتې کیدل ، دا په ډاکه کوي چې د افغانستان نه بلکه د ستاسو خلک دي . په آخر کې بیا هم درته وایم چې مننه ښاغلی حسن روحاني د ایران ولسمشره چې د ایران اصلي څېره دې زمونږ هېوادوالو ته وښودله ، تاسو زمونږ کار ډېر آسانه کړ تاسو داسې څه وکړل چې مونږ د ملیونونو دالرو په لګښت نشو کولی . تاسو زمونږ د دولت وړتیا زمونږ هغه خلکو ته وښودله چې تل یې منفي پالنه کوله او دخپل د شخصي عقدو له کبله به یې په دولت نیوکه کوله . تاسو اوس داسې حالت ته رسیدلي یاست چې د خپل جاسوسانو ته ووایئ چې خیر دی تاسو هم په مونږ نیوکه وکړئ ترڅو خلک پوه نشي چې زمونږ وګړي یاست خو هغه وخت به بیا ټول افغانان پوه وي چې د هغوی نیوکه د ستاسو په فرمایش ده . مړه دې وي زمونږ په ملک کې د ستاسو او پاکستان جاسوسان .
رحمت ګل حلیم

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply