د حسن روحاني د وروستیو پاروونکو څرګندونو په پار/محمد عارف رسولي

0 914

د ایران ولسمشر هغه بله ورځ په یوه نړیوال کنفرانس کې په خورا سپین سترګۍ اخطار ورکړ چې زموږ په هیواد کې، په خاوره او خپلو سیندونو د کجکي، کمال خان او سلما بندونه او نور نه شي زغملی. هغه اوس خپل تیری له پټو دسیسو، د خپلو مزدورانو په مرسته زموږ د ملي هویت د تخریب،  فرهنګي لاسوهنو او نورو څخه لوړې او برالا کچې ته ورساوه، په افغانستان له لسیزو راهیسي جوړ شوي او یا پلان شوي بندونه نه مني، په داسې حال کې چې د دوو ملکونو په منځ کې د اوبو د هلمند (هیرمند) د اوبو څخه د عادلانه ویش په هکله د نړیوالو قوانینو په بنسټ لاسلیک شوی تاریخي سند هم شتون لري.

روحاني ته ښه پته ده چې د هغه نړیوال تړون په بنسټ چې د شهید موسی شفیق په وخت کې د ایران له لمړی وزیر امیر عباس هویدا سره لاسلیک شوی و د هلمند په سیند کې د نړیوالو قوانینو له مخې چې افغانستان ته کوم حق تثبیت شوی و موږ تر اوسه هم له هغو پوره ګټه نه ده اخیستې او که څو نور بندونه هم ورباندې جوړ کړو بیا به هم زموږ اوبه ایران ته درومي. نو سوال دادی چې دا ایرانی آخوند اوس دا اوتې بوتې او بابولالې ولې ولي؟

زه فکر کوم چې روحاني غواړي په دې توګه په ایراني رژیم کې له خپلمنځي اختلافاتو څخه د خپلو خلکو فکرونه بلې خواته واړوي. زه فکر کوم چې دی به په خپل سوچ کې ناکام شي. د سالم عقل لرونکي ایرانیان او د سیمې او نړۍ خلک به ورته ووایي چې کجکي خو له اوسني دیزان سره څو لسیزې مخکې جوړ دی، د سلما او کمال خان بندونه هم د مرحوم داود خان په وخت پیل شوي و، ایران او افغانستان د هیرمند له اوبو څخه د عادلانه ګټې اخیستنې په هکله معاهده لري او اوس هم ایران ته د افغانستان زیاتې اوبه ورځي نو ته روحاني دا نخرې ځکه کوې چې کومه بد هدف لرې.   

حسنروحانيدخبرويچېافغانستانداسېهیواددیچې۴۰سلنهخلکیېدفقرترکرښېلاندېدي،زموږځمکېشاړېپرتېدي،ایرانتیلاوغاززیاتلريخوموږاوبهزیاتېلروخوبیاتراوسهدهمدېایران،پنجاباونوروتیريکوونکودبېشرمانهلاسوهنولهلاسهافغاناننهديتوانیدليچېخپلېاوبهمهار،شاړېځمکېخړوبېاوداوبوپهواسطهدبریښنادتولیدلهظرفیتڅخهکارواخلي. روحاني صاحب باید پوه شي چې دا انصاف نه دی چې له یوې خوا موږ همداسې به فقر، لوږه او بیوزلۍ کې ستاسو مزدوري وکړو، تاسو په خپلو پارکونو ولیکئ چې دلته د سپیو او افغانانو راتګ منع دی، په بې رحمانه توګه زموږ افغانان اعداموئ، او له بلې خوا موږ افغانان له خپلو اوبو څخه  د نړیوالو قوانینو له مخې د خپل هیواد د  ودې او پرمختګ لپاره ګټه نه شو اخیستلای. ښاغلی روحاني تاسو نور پوه شئ! نور موږ ته دا د منلو وړ خبره نه ده که تاسو خوشاله یاستئ که خوابدي. زیات افغانان لا وختي پوه وو چې تاسو او پنجابیان نه غواړئ افغانان آرامه ساه وباسي، په خپلوپښو ودریږي او له خپلو خدای ورکړو طبیعي زیرمو د نړیوالو قوانینو سره سم ګټه پورته کړي. له همدې کبله زموږ په ملک کې جګړو ته دوام ورکوئ. خدای مهربانه دی نور پاته افغانان به هم ستاسو په مکر او چلوټو پوه شي.

ښاغلیروحاني! له تهدیدونو او غورو تیر شه، واقعیت ته تن ورکړه، افغانان نه شې ډارولای، اوس به موږ ستاسو ګاونډیانو د ظلم له لاسه بیوزله وو خو نور زموږ به زخمونو مالګې مه شینده، او زموږ ملي غوصه مه راپاروه. موږ او تاسو په تاریخ کې ښه سره مالوم یو. که تاسو هیله لرئ چې موږ په خپلو ستونزو کې ګیر یو، تاسو پوره لاسوهنې کړې او ځینې مزدوران مو ګومارلي چې ستاسو د ګټو لپاره زموږ په هیواد کې کار کوي، نو تاسو به افغانان اړباسئ چې ستاسو امر ته غاړه کیږدي او له خپله حقه به تیر شي. خو پوه شئ! چې دا خیال دی، محال دی او جنون دی. موږ لا ډېر  زیات پوتنسیال لرو او انشا الله زر به دا ناخوالې سمې کړو. موږ هغه ملت یو چې یو وخت مو ستاسو تمامیت ارزي له نورو سیمه ییزو قدرتونو خوندي ساتلی دی. دا د میرویس هوتکي، اشرف او ابدالي وطن دی په کمه مه راته ګورئ.

افغانان باور لري چې دې تهدید د روحاني له کینو او کرکو ډکه اصلي تیري کوونکې څېره بربنډه کړه. دا خبره به زموږ هغو هیوادوالو ته زیاتې مسئلې روښانه کړي چې له تاسو یې د یوه مسلمان ګاونډي هیواد په توګه تمه لرله چې په افغانانو به له ظلمه لاس واخلئ. همدارنګه، ښه ده زموږ د کم سیاسي شعور لرونکي او یا غولیدلي او تیروتي کسان به هم د ایران په اصلي عزایمو پوه شي، نور به جرئت نه شي کولای او یا به لږ تر لږه ورته ګرانه شي چې د ایران د ناروا ګټو د خوندي کولو لپاره زموږ په هیواد کې کار وکړي.

نړیوالو قوانین او زموږ اوبو ته اړتیاوې

ښاغلی روحاني د ایران ولسمشر ښه پوه دی چې افغانسان دا څو لسیزې په تپلي جنګ کې لتاړ دی او نه دی توانیدلی چې خپلو خلکو ته د ژوند لمړني او اساسي خدمتونه لکه د څښلو د ابو رسولو او غذایي مصونیت تامین کړي. د زیاتو اوبو له شتون سره سره افغانستان د ابو د خدمتونو رسولو کې لازیاتې اړتیاوې لري او د نړیوالو قوانینو له مخې موږ حق لري چې له خپلو اوبو لا نوره ګټه واخلي.  افغانستان که څه هم د هغو ملکونو په کتار کې دی چې زیاتې اوبه لري خو په نړۍ کې د هغو ملکونو د لیست په پای کې دی چې کمې اوبه یې ذخیره کړې دي او موږ بله چاره نه لرو بیله دې چې خپلې اوبه ذخیره او خپلې شاړې ځمکې ورباندې خړوبې، خپلو خلکو ته ډوډۍ او د څښلو اوبه ورکړو. روحاني ته وایو چې ته د خپل چاپیریال غم اخیستی یې خو موږ لا خپلو خلکو ته د ژوند لمړني بنسټیز خدمتونه لکه ډوډۍ او د څښلو اوبه نه دي برابر کړي، کرونده او بریښنا خو لا پریږده. نو ته باید پوه شې چې الهي او نړیوال قوانین موږ ته حق راکوي چې په خپله خاوره کې بندونه جوړ کړو

لکه څنګه چې ایران او بل هر ملک حق لري او بندونه مو جوړ کړي دي، زموږ هم مسلم حق دی چې په خپله خاوره کې بندونه جوړ کړو البته د نړیوالو قوانینو په چوکاټ کې. موږ د څښلو، ښاري خدمتونو، اوبه خور، د بریښنا تولید، صنعت، چاپیریالي خدمتونو او یا نورو ساحو کې د زښته زیاتو لا نورو اوبو مصرف ته اړتیا لرو او الله تعالی راکړی حق مو دی چې ورڅخه ګټه واخلو.

د نړیوال بانک راپور ( ۲۰۱۰ کال) کاږي چې کابل په آسیا کې یو تر ټولو تیز پراخیدونکی ښار دی، خو سړی سر ۱۶ لیتره د اوبو لګښت لري او دا د نړۍ په ښارونو کې تر ټولو کم د اوبو مصرف دی او نور ښارونه مو تر دې په بد حالت کې دي. د مثال په توګه په نوي ډیلي کې سړي سر د اوبو مصرف ۲۴۰ لیتره دی، د امریکا په لاس انجلس کې ۵۰۰ لیتره دی. د بریښنا سړي سر لګښت په افغانستان کې په کال کې ۲۰۳۰ کیلوواټاوره دی، چې بیا هم په نړۍ او سیمه کې تر ټولو کم دی. د پرتلې په توګه په هند کې دا رقم ۵۰۰، په امریکا کې ۱۳۰۰۰ او د نړۍ اوسط ۲۶۰۰ دی. په افغانستان کې د اوبو سمې پراختیا او انکشاف ته زیاته اړتیا ده او بې له دې افغانستان نه شي کولای خپلو خلکو ته تلپاتې انرژي تهیه او یقیني کړې. د افغانستان خلک او دولت اړتیا لري چې خپلې اوبه مدیریت کړي او انکشاف ورکړي ترڅو د نورې نړۍ او ستاسو د ملک ایران په څیر د غذا د خونديتوب، د بیوزلۍ د ورکولو، د باور وړ بریښنا د تولید چې پراخ بنسټه وده رامنځته کړی،  غذايي مصؤنیت، د کورونو او صنعت لپاره د ډاډ وړ اوبه برابرې کړي.

د افغاني ګروپونو د پام وړ

په بهر کې ائتلاف جوړوونکو او ګلابي او نارنجي فعالینوته! که رښتیا له هیواد، خلکو او ملي ګټو سره رښتیانۍ مینه لرئ او له دولت څخه خفه یاستئ نو دولت پریږدی او قانوني حزب اختلاف جوړ کړئ، د قانون په چوکاټ کې په دولت نیوکې وکړئ، د خلکو ذهنونه روښانه کړئ، د بهرنیانو دسیسو او تهدیدونو ته لکه د ایران د جمهور رئیس لافو ته نه ووایئ چې ملت بیا درته رایه درکړي. خو که تاسو د ورته تهدیدونو په وخت ګلابي حرکتونه کوئ، ناروا شرطونه ږدئ، د بهرنیانو د تهدیدونو ځواب نه شئ ویلای او له پیغوره او شرمه ډکه چوپتیا غوره کوئ، بلکه ملت او دولت ته نور مزاحمتونه کوئ د ملت د زغم کاسه درته په نسکوریدو ده. که رښتیا وطني مینه او احساس لری، روحاني ته مو سر ټیټ نه وي تهدیدونو ته یې نر غوندې لکه اشرف غني او نور افغانان نه ووایاست

هغو افغانانو ته چې ځانونه هیواد پال بولي! روڼ اندو، ژورنالستانو، کارپوهانو، لیکوالانو، شنونکو او عام ولس ته وایم تاسو زیاتو روحاني او ملګرو ته یې په رسنیو کې یو څه ځواب ویلئ دی خو دا کافی نه دی. راپاڅئ او ملت مو راویښ کړئ چې د خپلو حقونو د غوښتلو او خوندي کولو پوهه، همت او قوت پیدا کړي. راپاڅئ او هره تخنیکي، مسلکی او مدیرتي پوهه چې لرئ له خپل ولس او دولت سره یې د پروژو په تهیه او پلي کیدو کې شریکه کړئ. په سیاسي او تبلیغاتي اړخ کې د خپل هیواد د ولسمشر او دولت تر څنګ ودریږئ، عزم ېې ور کلک کړئ او ملا یې ور وتړئ تر څو د ګورکین د لمسیانو تهدیدونو، چلوټو او ظلم ته د مسلمان افغان، میرویس هوتکي او ابدالي د لمسي په توګه نه ووایي. له لوی خدایه به توفیق غواړو.

د دې په هیله چې نور موږ ټول افغانان خپل ریښتیني دوستان او دښمنان و پيژنو او د چا په شعارونو و نه غولیږو!

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply