پر بربنډو فلمونو اعتياد او د خلاصون لار

0 1,014

سرخط ورځپاڼه
په وروستيو کلونو کې ځينې په دې تېروتنه چې ګواکې د دغسې وېډيوګانو په کتلو ورته ځان ماډرن ښکارېده او ځينې يې د ټولنيزو محروميتونو له امله د بربنډو وېډيو کليپونو په کتلو معتاد شول چې اوس يې په ټولنه کې يوه لويه ستونزه را ولاړه کړې ده.
په دې برخه کې يوازې وېډيو کليپونه نه دي، بلکې د لوڅو او بربنډو عکسونو، تر نيم ساعت د اوږدو فلمونو او کتابونو پرېماني، ځينې هغه ځوانان او نجونې هم له لارې ايستلي چې ودونه لري، خو بيا يې هم د يوې خيالي اړيکې له‌پاره د ژوند له ملګري سره مخه ښه کړې ده او ورځ تر بلې ځان غرقوي.

له بده مرغه پر دغسې فلمونو او عکسونو اعتياد يوازې په نارينه، يا يوازې په ښځه پورې اړه نه لري، بلکې دواړه ورباندې روږدي کېږي او په ډېری سيمو کې خو کيسه تر داسې ځايه رسېدلې ده چې داسې مېرمن او خاوند به نه وي چې له دوی څخه، يو يې د لوڅو فلمونو په کتلو معتاد نه وي.

دغه اعتياد د کورنۍ په ماشومانو هم بد اغېز پرېباسي او په راتلونکي کې په غيرشعوري توګه په لوڅو فلمونو متعاد ماشومان ټولنې ته راوځي.
کله چې نارينه يا ښځه د دغسې فلمونو په کتلو روږدي کېږي، تر هر څه لومړی يې د ژوند له ملګري څخه زړه ورټولېږي. د دوی په خيال کې يو اډيال نارينه يا اډياله ښځه هماغه د فلمونو ښځه وي او بيا له خپلې مېرمنې يا خاوند سره د تېر په څېر اړيکه نه شي ساتلای، که يې ساتي هم، هماغه غوښتنې ورڅخه لري چې يوازې د بربنډو فلمونو لوبغاړي يې پوره کولای شي او دا د هر انسان د وس خبره نه ده. په نتېجه کې کورنی ژوند له همدې ځايه د خرابېدو پر خوا ځي.

پر بربنډو فلمونو معتاد به څنګه پېژنو؟
که مو خاوند يا مېرمن او يا ملګری پرته له کوم معقول عذر څخه، له تاسې سره اړيکې سړوي، لږ درسره پاتې کېږي، زيات وخت يې سروکار له کمپيوټر يا موبايل سره وي، د جنسي اړيکې پر مهال درڅخه نابلده غوښتنې ولري، يا يې مخکې درسره په شواروز کې څو واره جنسي اړيکه ټينګوله، اوس يې نه‌شي کولای، پوه شئ چې مقابل اړخ د اعتياد مرحلې ته رسېدلی دی.

له معتاد سره څه وکړو؟
که پوه شوئ چې خاوند يا مېرمن مو په دغه اعتياد اخته ده، د دې پر ځای چې و يې رټئ، زړه ورنږدې کړئ. هغه مهال چې پوه شئ چې زړه يې جنسي اړيکې ټينګولو ته کېږي، تاسې اقدام وکړئ. هڅه وکړئ چې له مقابل اړخ سره د جنسي اړيکو نيولو کچه ورو ورو زياته کړئ. باور ولرئ چې حقيقي جنسي اړيکه په لسګونو ځله تر خيالي هغې ډېره ښه ده.
په دې سربېره فکر وکړئ، کېدای شي ستاسې د ژوند ملګری له يوې بلې ستونزې کړېږي، هغه پيدا کړئ، خبرې ورسره وکړئ او د حل لار يې ولټوئ.
که بيا هم ډاډه واست چې د بربنډو فلمونو په کتلو متعاد دی، هڅه وکړئ هغه وخت چې هغه يوازې وي، په څنګ کې يې و اوسئ، له اولادونو سره مينې ته يې وهڅوئ او کوښښ وکړئ د دين او مذهب په برخه کې يې لېوالتيا زياته کړئ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply