د خدای مانا/ لیکوال: مهاتما ګاندي -ژ: حیات الله ژوند

0 1,796

په کايناتو کې له رازونو ډک او ناتعريفېدونکی ځواک موجود دی، چې پر هر څه يې سیوری غوړولی او په هر ځای کې دی. زه دغه ځواک احساسوم، که څه هم په سترګو يې نه وینم. همدغه نالیدونکی ځواک د احساس په بڼه څرګندېږي؛ خو د دلیل له منګولو تښتي؛ ځکه د هغه څیزونو په څېر چې زه يې په حواسو درک کولای شم، نه دی، بېساری دی. دغه ځواک د انسان له حواسو لوړ دی.

له دې سره سره د خدای وجود تر یوه حده په منطق او استدلال ثابتولی شو. کله کله ان په عادي او دنیايي چارو کې خلک نه پوهېږي، چې ولې، څنګه او څوک پر دوی واکمن دي. تېر کال چې مایسور (Mysore) ایالت ته مې سفر لاره، له ډېرو غریبو خلکو سره لیده کاته وکړل او تر پوښتنو و ګروېږنو وروسته پوه شوم، دوی لا پر دې نه پوهېږي، چې د مایسور ایالت واکمن څوک دی. یوازې دا يې ویل، چې یو خدای پر دوی حاکم دی. دغه غریب ولس د خپل حاکم د پېژندنې په برخه کې محدوده او نیمګړې پوهه لري؛ زه چې د بېحده لوی خدای په مقابل تر دغه ولس نه هم چې د خپل حاکم په نسبت کوچنی دی، کوچنی یم؛ نو د حیرانۍ خبره نه ده، که د خدای حضور چې پر حاکمانو واکمن دی، درک نه کړی شم. زه احساسوم، چې یو نابدلېدونکی او ثابت قانون پر ټولو څیزونو او ژوندیو او ناژوندیو موجوداتو واکمن دی. اوس د سر.جې. سي. بوز (Sir. J. C. Bose) په ارزښناکو څېړنو ماده هم ژوندۍ ثابتولی شو. هغه قانون چې پر ټول ژوند واکمن دی، خدای دی. قانون او قانون جوړونکی یو دی. زه د دغه قانون او د قانون جوړونکي شتون نه شم ردولی، ځکه د هغوی دواړو په اړه مې پوهه خورا لږه ده.داسې چې د ځمکني ځواک ردول یا د وجود په اړه يې بېپروايي پر چا اغېز نه ښندي، همداسې د خدای او د هغه قانون نفي کول هم ما د هغه د واکمنۍ او ارادې له دایرې نه شي ايستی؛ خو په ارامي او عاجزي سره د خدای ځواک او د هغه د حاکمیت منل د ژوند سفر اسانوي، همداراز د ځمکنیو قوانیو منل هم د هغه د قوانینو تر واکمنۍ لاندې ژوند اسانوي.

که څه هم په شاوخوا کې مې هر څه بدلېږي رابدلېږي او پرلپسې پوپنا کېږي، خو بیا هم کاملاً دا حساسوم، چې یو ژوندی او نابدلېدونکی ځواک يې تر شا ولاړ دی، داسې ځواک چې هر څه تنظميوي، رامنځته کوي يې او بیا يې پوپنا کوي. دغه اغېزناک او پراخ ځواک یا روح خدای دی. ټول هغه څېزونه چې زه يې یواځې په خپلو حواسو وینم یا يې درک کولی شم، تلپاتي نه دي، یواځې هغه (خدای) تلپاتی دی.

پوښتنه دا ده، دا ځواک د خیر (نېکي) ځواک دی که د شر؟ زما په اند خو دا ځواک د مطلق خیر ځواک دی. زه يې په خپلو سترګو وینم، چې ژوند د مرګ او نابودۍ تر منځ روان دی. د بې عدالتۍ تر منځ یواځې عدالت او حقیقت تلپاتی دی. د تورتم تر منځ یواځې رڼايي ناورکېدونکې ده؛ نو  ودې  وایو، چې خدای ژوند دی، حقیقت دی، رڼايي ده، عشق دی او خدای عظیم خیر دی.

خو هغه یوازې منطق نه راضي کوي ـــ او زه نه پوهېږم، چې داسې کوي که نه. که انسان خدای په رښتیا وپېژني؛ نو خدای يې پر زړه واکمن کېږي او لوی بدلون پکې راولي. خدای باید په ډېرو کوچنیو اعمالو کې هم ظاهر شي، دا حالت هغه مهال شونی دی، چې د خدای وجود مو په رښتينې توګه – تر انساني حواسو ورهاخوا چې موږ پرې لاسبري يو –درک کړی وي. زموږ حواس که هر څومره هم رښتينی رامعلوم شي، ښايي بیا هم باطل، دروغجن یا غولونکي وي او په اغلب ګومان همداسې ده هم. خو هغه معرفت یا درک چې زموږ تر ظاهري حواسو ورهاخوا ترلاسه کېږي، نیمګړي نه وي او باور پرې کېدی شي. دغه خبره په باندنیو شواهدو یا قراینو ثابتولی نه شو؛ خو څه چې د دغې خبرې رښتینوالی ثابتوي، د هغه کسانو د سلوک او شخصیت بدلون دی، چې په زړه کې يې د خدای حضور تجربه کړی دی.

د دغې مسالې د اثبات لپاره یو دلیل په مختلفو سیمو کې د پيغمبرانو او هوښيارانو خلکو ظهور دی. د دوی له وجود څخه انکار له ځانه د انکار په مانا ده.

دا معرفت تر کلک ایمان وروسته راڅرګندېږي. هغوی چې د خدای حضور په زړه کې احساسوي، پر خپل ایمان کار کوي، نو دا چې ایمان په باندنیو شواهدو او قراینو ازمویلی نه شو؛ نو د کایناتو پر اخلاقي واکمنۍ او ورپسې د اخلاقي قانون پر غوره والي– یا د عشق او حقیقت قانون – باور پکار ده. اوس مو چې کلک هوډ کړی، چې د هر هغه څه پر وړاندې به چې د حقیقت او عشق پر خلاف وي، درېږو، تر ټولو غوره لار يې د ایمان روزل دي.

زه په عقلاني دلایلو شر نه شم ردولی، د دې کار هڅه د خدای له شان سره ورته والي ښيي. نو دومره صبرناک یم، چې په کایناتو کې د شر شته والی په رسميت پېژنم او دا چې خدای په کایناتو کې شر ته د ژوند کولو اجازه ورکړې، خورا صابرناک يې ګڼم. زه پوهېږم، چې د خدای په وجود کې شر نشته او که په کایناتو کې شته هم، خالق يې خدای او په ورته مهال کې خدای ترې اغېزنامنونکی دی.

زما نیمګړو او ساده تجربو دا مساله راته روښانه کړې او باور مې يې پرې زیات کړی. هر څومره چې ځان پاکوم (له ګناوو پاک) خدای ته د ورنېږدېوالي احساس مې په زړه کې راټوکېږي. هغه ورځ چې ایمان مې د نن په شان کوچنی او کمزوری نه؛ بلکې د همالیا د غرونو په څېر عظیم او  د واورې په څېر ځلنده او سپين وي، ځان په خدای ته څومره نېږدې احساس کړم؟ اوس د دغه ليکنې مخاطب رابولم، چې د نیومن (Newman) دعا ولولي او د هغه له شعرونو سره چې د تجربو زېږنده يې ده، همغږي شي:

اې رڼا! لارښود مې شه

هر څه په تورتم کې  ډوب دي

نو لارښود مې شه

شپه مې تپه تیاره ده

او منزل مې ورک

ته مې لارښود شه

په هر ګام کې مې لاس ونیسه

د لرې واټنونو لیدل نه غواړم

یوازې یو ګام هم

بسنه کوي

لارښود مې شه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply