پوهېږئ داعشيان د مينې اظهار څنګه کوي؟

0 2,314

په نوره نړۍ کې چې هلک او نجلۍ واده سره کوي، يو ورته ووايي، مينه درسره لرم، ژوند درسره شريکوم، ورته ټيټ شي، مقابل اړخ يې خبره ومني او واده وشي.
په افغانستان کې مشران کښېني، پر ولور چنې ووهې، اخير دواړه غاړې راضي شي، ملا نکاح وتړي، خو پوهېږئ داعشيان څنګه د مينې اظهار کوي؟
حيران به شئ.
په مخففو توريو د ا،‌ا،‌ال په نامه يوه هسپانوۍ نجلۍ له يوه داعشي سره د خپلې مينې د اظهار او واده کيسه کوي.
دا چې د ترکيې پر پوله پوليسو نيولې ده، په لومړنيو څرګندونو کې يې ويلي دي چې په دوه زره څوارلس کې سوريې ته لاړه او هلته د محمد همدوش په نامه، پر يوه داعشي مينه شوه.
د مينې کيسې د داعش په کشتارګاه کې روانې وې او بالاخره يوه ورځ کيسه واده ته ورسېده.
دغه مهال همدا نجلۍ له داعشي ځوان څخه په ولور کې يو د ځانمرګي واسکټ غواړي او هغه د نر بچی يې هم له ريموټ سره ورته سپاري او نکاح تړي.
دا نجلۍ اوس هم ژوندۍ ده، خو دا يې نه دي ويلي چې د ځانمرګي په واسکټ کې يې څوک الوځولی دی.

سرخط

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply