زما د وطن شهيده !
ستا سپېڅلي شهادت ته په دوه لاسې سلام
هغه مينه چې تا د خپلې خاورې او هېواد سره درلوده ، ته يې د شهادت تر لوړ مقامه ورسولې . تا ددې هېواد له وګړو څخه د ساتنې په موخه د وخت هر زورور او پرديپال ته خپله سينه سپر کړه او بلاخره د مرګ پرښتو ته ورغاړې وتې .
زما د وطن شهيده !
ستا د ژوند هغه شيبې به مې کله هم هيرې نه شي ، چې د خپلو ولسونو د سوليز ، ارام او سوکاله ژوند لپاره دې ، ترخې او د اور لمبو ته نيولې وې .
ستا د مور هغه کريغې مې اوس هم په ياد دي ، چې تاته د ټليفون د نه کيدو په پايله کې به يې د هوا څپو ته سپارلې او ټول کلی به يې په ژړا اخيستی و.
شهيده ! ايا ته خبر يې چې ستا نازولې او سپين سرې مور ستا د شهادت د غږ له اوريدو سره ، لکه ونه په ځمکه راپريوته او د تل لپاره يې له نړۍ سترګې پټې کړې ؟
زما د وطن شهيده !
بيا هم ستا سپېڅلتيا ، له وطن سره مينې او شهادت ته په دوه لاسې سلام .
خو ، دريغه ! زما د وطن شهيده !
ستا له شهادت وروسته هيچا هم ستا په يتيمو بچيانو د زړه سوي لاس راکش نه کړ ، ستا کمکي او ګلالي بچيان نن ددې خلکو په منځ کې د ژوندانه له هر حق څخه محروم پاتې دي ، ستا نازولي ماشومان نن ورځ ، نه خو په ګيده ماړه دي او نه په سمو جامو پټ دي ، نه يې چا د زده کړو غم وخوړ او نه يې د ښه راتلونکې .
زما د طن شهيده ! هغه څوک چې ته يې د ارام ژوند لپاره د مرګ تر پولې ورسيدې ، نن ورځ ستا له يتيمو بچيانو د خپلو حقوقو د ورکړې په بدل کې پيسې غواړي او ستا ګلالي بچيان ددې بار له پورته کولو ناتوانه دي .
ستا او ستا په شان د نورو زرګونو شهيدانو لپاره هغه ځانګړې شوې ځمکه چې د شهيدانو کورنيو لپاره به ويشل کيږي ، نن پرې ددې هېواد زورواکو اړولي او هيڅوک داسې نه شته ، چې ستا حق له دوی څخه راوګرځوي او ستا تر بچيانو يې ورسوي .
زما د وطن شهيده !
ستا سپېڅلتيا او شهادت ته سلام
خو ، افسوس ستا په حال ، چې د څومره احسان فراموشه ، ظالمو ، بې رحمه او بدرنګو انسانانو لپاره دې خپله وينه تويه کړه .
کوم ، چې ستا د وينې يې زره قدرې قدر هم ونکړ .
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320