ايران اوس شنې په ښکاره چيچي

0 993

د فراه والي وايي، ايران د دغه ولايت پشت کوه او ګلستان ولسواليو ته د سپاه پاسداران ځري لېږلي دي او هغوی مخامخ طالب ترهګرو ته لاس ورکړی دی.
د سپاه پاسدارانو دغه جاسوسان نه يوازې طالبانو ته وسلې، پيسې او مشورې ورکوي، بلکې په سيمه کې ورځ تر بلې نفوذ کوي او بده لا دا د چې د سيمې ځينې کورنۍ يې ايران ته ايستلې ده، هلته يې کورونه ورکړي او په بدل کې يې د همدې کورنيو يو يو غړی په وسلو او بمونو بار بېرته فراه ته رالېږلی وي.

افغانستان په فراه کې له ايران سره دوه سوه او نهه اتيا کيلو مټره شريکه پوله لري او تر لاسه شوي مالومات ښيي چې ايراني جاسوسان د طالبانو مرستې ته د تیغو، بهرامچې او پشمیکه له لارو ځانونه رارسوي.

فراه د ايران له‌پاره په دې ورځو کې مهم ولايت دی، ځکه يو خو د ټاپي د ګازو د نل ليکې يوه برخه له دغه ولايت څخه تېرېږي، بل دا چې په دغه ولايت کې د بخش اباد د اوبو بند جوړېږي.
پر دې دواړو پروژو باندې کار، ايران خپل تدريجي مرګ بولي او په هر صورت چې وي هڅه کوي د دغو پروژو مخه ونيسي.

دا څه وخت وړاندې د ايران ولسمشر حسن روحاني په ښکاره چيغه کړه چې په افغانستان کې د اوبو د بندونو په جوړېدو دوی غلي نه شي پاتې کېدای.
تر هغه وروسته د ايران د پارلمان يوه غړي وويل، ايران بايد په افغانستان کې دننه خپل لاسپوڅي پر ملا وټکوي، خروړي يې کړي او ويې هڅوي چې حکومت او نظام ته ستونزې راولاړې کړي چې په دې توګه به د ده په خبره، حکومت پر ځان اخته شي او د اوبو بندونه جوړول به ورڅخه پاتې شي.

که څه هم ايران هر ځل له طالبانو سره پر خپل اچولي تار پرده غوړولې، طالب هم وخت ناوخته اعلاميه خپره کړې چې له ايران سره يې ګوتې نه دي پټې کړې، خو د ملا منصور وژل کېدل، د روحاني تر خبرو وروسته د تيورې خونړی سقوط، پر روغتون بريدونه، د وحشت انتها ته رسېدل، د کندهار په ښوراوک کې د اوبو زېرمه په بمونو الوځول، د شپانه د وزې هغه ګوډې پښې دي چې که څوک حال هم و نه وايي، دوی په واز کومې چيغې وهي او د ايران او طالبانو د نامشروع اړيکو کيسه کوي.

شنې په غلا نه چيچل کېږي او د روحاني تر بربنډو څرګندونو وروسته اوس ايران په ښکاره د شنو چيچلو ته غاښونه سپين کړي دي. دا چې طالب يې پر ځان نه راوړي، دا يې خپل کار او همېشنی عادت دی. طالب خو دا هم نه مني چې ای‌ایس‌ای يې په وسلو باروي، طالب خو دا هم نه مني چې د کوټې شورا په کوټه کې ده، طالب خو دا هم نه مني چې ګواکې د نيم ولس ژوند ته يې اور ورکړی دی. طالب نو څه مني چې دا ومني؟

حکومت بايد فراه توجه زياته کړي، پوله چې پرانيستې وي، دروازه چې خلاصه وي، د دېګ سر چې پورته وي، خامخا به هر سړی ګوله ورباندې پورې کوي.
حکومت دې نه يوازې په دغه ولايت کې له ايران سره پر شريکه پوله څار زيات کړي، بلکې تر دې ورهاخوا دې په دغه ولايت کې د قطري او نورو عربو پښو ته هم پام وکړي چې تر بړستن هاخوا وتلې دي.

هلته عرب هم په خپله ګټه پسې راغلي دي. وخت ناوخته شيخانو چهل‌تارونه راتړلي او پر فراه ورکښته شوي وي، نوم يې ورباندې د ښکار ايښی. هغوی د ايران پر ضد هلته فعاليت کوي، ځای نيسي او بيا په دې توګه خپلو موخو ته رسېږي.
که حکومت دغه ولايت ته جدي پام و نه کړي، د ټاپي او بخش اباد د بند جوړېدو خوبونه به د بخش اباد روانې اوبه يوسي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply