د سفير د ډول غږ ۱۷ ورځې وروسته راغی

0 849

د سفير د ډول غږ ۱۷ ورځې وروسته راغی

د ډيپلوماټانو بې بندوباره څرګندونې به همداسې ټکې پرېباسي

پرون غرمه د کابل په شهرنو کې يوې ډلې ځانمرګيو د عراق پر سفارت بريد وکړ، يوه کس يې ځان په دروازه کې والوځاوه، درې نور يې سفارت ته ننوتل او شاوخوا يې ناتار ډزې پيل کړې.

جګړه تر مازديګره روانه وه، خو يوازې يو افغان پوليس په‌کې سربېرن ټپي شو او د بريد مسووليت داعش ومانه.

په کابل کې د عراق پر سفارت دغه بريد تر هغو څرګندونو اوولس ورځې وروسته کېږي چې په افغانستان کې د عراق سفير فرزدق زهیرالعلایي له داعش څخه د موصول د ازادېدو په خوشحالي کې کړې وې.

ده هغه مهال وويل، داعشیان یوازې د عراقیانو نه، بلکې د هر هېواد او انسانیت ګډ دښمنان دي. داعش ډله که د نړۍ په هر ځای کې وي، ګډ هدفونه لري او د بشریت ضد ډله ده.

“داعشیان که په عراق، افغانستان او یا په هر ځای کې وي، زموږ او ستاسې ګډ دښمنان دي. داعشیان ښايي په بېلابېلو ځایونو کې مختلف نومونه ولري، خو دغه ډله د انسانیت او د هر مذهب پر ضد ده.”

د سفير همدغه بې‌بندوباره څرګندونې وې چې تېره ورځ يې پر کابل قيامت راووست او په خلکو کې يې وېره خپره کړه.

په موصول يې د افغانستان څه؟ د عراق يوه سيمه ده، داعش ورباندې بيرغ درولی و، عراقي عسکر ورغلل، عمليات يې وکړل، سيمه تصفيه شوه، داعش ماتې وخوړه، دلته يې په کابل کې ولې د ازادېدو په وياړ غونډه جوړېږي؟

ولې د نړۍ په کوم بل هېواد کې د موصل د ازادۍ جنشن نه نيول کېږي چې په افغانستان غوندې هېواد کې چې عملا يې سرتېري له داعش سره پنجې نرموي، داعش په‌کې خونړي بريدونه کوي او داعش په‌کې پر خلکو بريد ته خامه پلمه لټوي، دغه جنشن ونمانځل شي؟

داعش ډلې تر اوسه په افغانستان کې د سترې محکمې مخ ته د خونړي ځانمرګي بريد، پر سردار محمد داوود خان روغتون د ډله‌ییزو ځانمرګيو بريدونو او څو جوماتونو د ځانمرګيو بريدونه مسووليت منلی دی چې په هر بريد کې پرېمانه هېوادوال شهيدان شوي، نو ولې دغې ډلې ته د يوه بل خونړي بريد پلمه په لاس ورکول شي؟

په کابل کې د ډيپلوماټونو دغسې بې‌‌بندوباره څرګندونو همېشه همداسې قيامتونه راوستي او که يې مخه و نه نيول شي، د ډېرو نورو جنازو سر ته به کښېنو.

په تېر کې کله د ايران سفير له خولې لاس اخيستی وي، خپل زړه تش کړي، د پاکستان سفير چې هند ته غوسه شي، پر ضد يې څرګندونې په کابل کې وکړي او وروستی ورته عمل يې همدغه د عراقي سفير څرګندونې وې.

د نړيوالو اړيکو شننونکی انتظار خادم وايي، افغانستان د نړيوالو سياستونو محراق دی او له داسې ستونزو سره مخ دی چې نه يې کورنی سياست ښه مدريت کېږي او نه هم بهرني هېوادونو په افغانستان کې ډيپلوماټيک نزاکتونه مراعتوي.

دی وايي، روسيه، عراق، ترکيه، ايران او پاکستان په افغانستان کې هم په عمل او هم په الفاضو کې خپل سياست پر مخ بيايي چې داسې بايد و نه شي.

“افغانستان ولې د داعش او عراق د انتقام مرکز شي. داعش پوهېږي، منځنی ختيز او عراق او سوريه سره پوهېږي. دلته بايد د عراق د سفير څرګندونې د دې لامل نه شي چې داعش راولاړ شي او په کابل کې ورڅخه غچ واخلي. د عراق سفير هم بايد دا درک کړي، دوی په نوره نړۍ کې هم سفارتونه لري، ولې له هغه ځايه د داعش پر ضد څرګندونې نه کوي.”

د ښاغلي خادم په خبره، د بهرنيو چارو وزارت مسووليت لري چې له نړيوالو استازيو سره خبرې وکړي، هغوی ته حدود وټاکي او پوه يې کړي چې د دوی استازولي او څرګندونې بايد د افغانستان ملي امنيت و نه ګواښي.

که څه هم د نولس سوه درې‌شپېتم کال په کنوينسيون کې ډيپلوماټانو ته ځينې امتيازات او مسوونيتونه ورکول شو، خو محدوديتونه هم ورته وضعه شوي دي.

د نړيوالو اړيکو شننوکی سيد خالد سادات وايي، د ډيپلوماټانو امتيازات او مسوونيت پر خپل ځای، خو کله چې يو ډيپلوماټ څرګندونې کوي، بايد احتياط وکړي چې داسې څه يې تر خوله و نه وځي چې يا د کوربه هېواد په کورنيو چارو کې مداخله وي، يا د هېوادونو تر منځ اړيکې خړپړې کړي، يا د کوربه هېواد ملي امنيت وګواښي.

دی وايي، د عراق سفير بايد پوه شوی وای چې د افغانستان حالات حساس دي، د افغانستان امنيتي حالات څومره چې فکر کېږي، تر هغه ډېر پېچلي دي او دغسې څرګندونې حساسيتونه او غبرګونونو راپاروي.

“ده چې ويل چې داعش مو مات کړ، انتقام مو ترې واخيست، له موصل څخه مو ورک کړل، نور د ولاړېدو نه دي، دا خبرې يې بايد په عراق کې دننه کړې وای. موږ له داعش سره په داسې جګړه کې ښکېل يوو چې تعريف يې نه شو کولای، حساسيتونو بېخي ډېر دي، په داسې حالاتو کې بايد ډيپلوماټان د څرګندونو پر مهال احتياط وکړي.”

ده په خبره، که څه هم دلته د بيان ازادۍ په ډېرو برخو کې زموږ لاسونه تړلي دي او د بهرنيو چارو وزارت نه شي کولای د دغو څرګندونو په غبرګون کې د عراق سفير احضار کړي، خو بايد په هېواد له شته سفيرانو او نورو ډيپلوماټانو سره ليکه مالومه کړي او پوه يې کړي چې له داسې څرګندونو او اعلاميو ډډه وکړي چې د افغانستان امنيت ګواښي يا حساسايتونه او غبرګونونه راپاروي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply