دا خبر ولولئ، بيا به تمامه شپه له جورابو سره ويده ياست

0 1,471

چينايي طبيبان په دې باور دي چې د انسان پښې د انسان د بدن په توازن ساتلو کې تر ټولو غړيو ډېر رول لوبوي.
دوی وايي، له پښو څخه د بدن ټولو برخو ته ټينګوونکي او کلک ساتونکي رګونه تللي دي او همدا رګونه بيا درست بدن څالاکه، غښتلی او متوازن ساتي.

چينايي طبيبان وايي، د انسان په پښو کې د عصبي رښتو يو قوي سرکټ دی، خو زموږ د چپلکو او بوټونو په پښو کولو له امله هغه همېشه تر فشار لاندې وي.
د دوی په خبره، انسان بايد لوڅې پښې ګرځېدای، ځکه په لوڅې پښې ګرځېدلو سره انسان د سکون احساس پيدا کوي.

طبيبانو ويلي، هغوی چې تمامه ورځ کار کوي او بوټونه يې په پښو کړي وي، هر وخت چې د شپې ويده کېږي، يو يا دوه دانې پياز دې نرۍ نرۍ ميده کړي، د پښو پر تلو دې يې کښېږدي، جورابې دي ورپسې پښو کړي او بيا دې تر سهاره همداسې ويده شي.

دوی وايي، پياز داسې خاصيت لری چې د انسان رګو ته تر ننوتو وروسته په وينه کې ټول زهرجن مواد او د بدن تاواني بکټرياوې له منځه وي.
د دوی په خبره، که داسې وکړئ، بدن به مو تروتازه، ستړيا به مو ختمه او سکون به مو په برخه وي.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply