هغه پنځه عادتونه چې ستاسې ژوند ته پرمختګ درکوي!

0 1,076

لیکنه: پيټر ټي ماییر
ژباړه: غازي عابد

موږ او تاسې ټول انسانان یوو؛ ځیني وخت خپل پرمختګ په عادي کارونو او لارو چارو ترلاسه کولی شو؛ خو زموږ ورپام نه وي او یا هم زړه مو نه ور تاویږي چې ویې کړو؛ یعنې دوه زړي پاتې کیږو؛ نو دا حالت بیا ډیره بده پایله لري؛ ځکه موقعې او فرصتونه له لاسه ووځي.

دلته هم ځیني عادتونه دي؛ که تاسې یې لرۍ؛ نو نور یې مه کوئ؛ ځکه له ګټې یې تاوان ډیر دی.
هغه عادتونه دا دي:

۱- هیڅکله څو کارونه په یو مهال مه کوئ.

تل په یوه کور منظم تمرکز وکړئ؛ ځکه که چیرته تاسې په ډیرو کارونو په یو ځل پيل وکړئ؛ نو ټول به داسې ترسره شي لکه فرعي کارونه یا کیدای شي بیخي یو هم ونه شي. د انسان ذهني قوت هم دا غوښتنه نه کوي چې څو کارونه دې په یو ځل منظم وشي؛ یو کار وکړئ؛ خو ښه او سم یې وکړئ.

۲- هیڅکله له ناپوهو سره بحث مه کوئ.
له ناپوهو او ناوړه خلکو سره بحث به هیڅ پایله ورنه کړي؛ خو ستاسې قیمتي وخت به ونیسي او ډیر به مو ستړي او غوسه کړي. غوره ده چې هیڅ بحث ورسره ونه کړئ.

۳- هیڅکله ځان په بې اساسه خبرو مه مصروفوئ.
ځیني خلک ټول عمر نورو انسانانو پسې؛ پسې شا خبرې کوي؛ شایعات پسې خپروي، دروغ او تهمت پسې وايي؛ نور خلک چې څه کوي؛ دی پرې بحث کوي؛ دا کار یوازې وخت او انرژي بې ځایه مصرفوي؛ نور هیڅ ګټه نه لري؛ هڅه وکړئ، له دې ځان وساتئ. لاس په کار شئ؛ کار وکړئ.

۴- هیڅکله جذباتي پریکړه مه کوئ.
له داسې پریکړې وړاندې خوب ته لاړ شئ؛ ښه ارام وکړئ او تصمیم مو راتلونکې ورځې ته وساتئ. کله چې ښه ارام او تصمیم نیولو کې برلاسی وې؛ ټولې خواوې دې سنجولی او خطرونه دې معلومولی شول؛ نو بیا تصمیم ونیسئ او پریکړه وکړئ.

۵- هیڅکله خوب ځای ته غوسه مه ځئ.
مخکې له دې چې خوب ځای ته ولاړ شئ؛ له خپلې میرمنې یا خاوند سره او یا هم هغه کس سره چې لانجه دې ورسره کړې؛ روغه وکړئ او په خوښۍ بیا خوب ته لاړ شئ. یوې څیړنې ښودلې چې د خوب پرمهال دماغ منفي خاطرې ساتي چې دا منفي ‌خاطرې بیا سختیږي او بلاخره راتلونکې کې درته ژور خفګان او فشار جوړولی شي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply