بې غرضه نېكي

0 1,990

يوه نېكه ښځه په سپاري موټر كې ناسته كومې خواته يې سفر كاوۀ، ناببره يې د سړك له غاړې يو كوچنى هلك تر سترګو شو چي په لوڅو پښو روان و او ډېر ستړى ښكارېدۀ، د هلك په ليدلو سره ښځې پر موټروان ږغ وكړ:

– موټروانه! و درېږه دا هلك را وخېژوه كرايه يې زۀ دركوم.

هلك موټر ته را وخوت او كله چي ښځې د هغۀ كرايه وركړه، نو هلك ډېر خوشاله شو او د ښځې د مهربانۍ له امله يې پر هغې د خپلې مړې شوې مور مينه ماته شوه.

شل كاله وروسته پر همدې سړك باندې يو ډاكټر په سپاري موټر كې سپور و چي ناببره يې د سړك له غاړې يوه سپين سرې تر سترګو شوه چي په ستړيو او كرارو- كرارو ګامونو پياده روانه وه. ډاكټر سمدستي پر موټروان ږغ وكړ:

– وروره! لږ ودرېږه دا سپين سرې ښځه هم را پورته كړه، د دې كرايه زۀ دركوم.

پر لارې نور خلك يو په بل پسې كښته شول، ډاكټر چي د سپين سرې ښځې كرايه وركړې، هغې ډېره مننه ترې وكړه او دوعا يې ورته وكړه، خو ورسره يې ډاكتر ته وويل:

– له ما سره د كرايې پيسې نۀ وې ګنې ما خپله وركولې.

ډاكټر ورته وويل:

– تۀ بېغمه اوسه ما كرايه وركړه، ځكه زۀ چي كله هم سپين سرې ښځه په پياده مزل ووينم، نو زړۀ مي درد وكړي، وجه يې دا ده چي شل كاله مخكې زۀ ډېر غريب وم او يوه ورځ پر همدې سړك باندې په لوڅو پښو روان يوې زړسواندې ښځې- چي په موټر كې روانه وه- ليدلى وم، موټر ته يې وخېژولم او زما كرايه يې وركړه.

سپين سرې سړه ساه وكښه او ورته ويې ويل:

– ډاكټر صاحب! هغه ښځه خپله زه بدبخته وم چي اوس ستا مخ ته ناسته يم او اوس دې حال ته را رسېدلې يم چي خپله كرايه هم نۀ شم پرې كولاى.

ډاكټر وويل:

– نېكبختې مورې! ته اوس هيڅ غم مۀ كوه، ما ډېرې پيسې ګټلې دي او پاته ژوند په ارام سره د تېرولو لپاره وطن ته راغلى يم، تۀ چي تر څو پورې ژوندۍ يې زۀ به دي په ډېرې خوشالۍ سره خدمت كوم او كه خداى مه كړه كله ناروغه شې خپله به دي درملنه كوم.

د دې خبرې په اورېدو سره سپين سرې ښځې د خداى شكر ادا كړ، له ډېرې خوشالۍ يې تر سترګو اوښكې را وڅڅېدلې او سر يې لوڅ كړ ډاكټر ته يې د زړۀ له اخلاصه دوعا وكړه.

نو ګرانو كوچنيانو! كه تاسې له كوم غرض او ګټې پرته له چا سره نېكي وكړئ، نو خداى به تاسې ته ضرور د خپلې نېكۍ بدله دركړي، ځكه متل دى چي ((نېكي وكړئ درياب ته يې وغورځوئ))، مانا يې دا چي درياب هم ستاسې نېكي نۀ شي ضايع كولاى.

سرچینه:
د كتاب نوم : مغرور مېږى (د كوچنيانو كيسې)
ژباړن : باركوال مياخېل
خپروونكى : مصور خپرندوى بنسټ- كابل
چاپ كال : ۱۳۸۹ل (۲۰۱۰م) كال
كمپوز : كريم لوراند
چاپ ځاى : كابل

د ښکلا احمدزۍ نه په مننې

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply