کترينه کيف وايي، پر شا نه ګوري

0 1,386

د هندي سېنما مشهوره فلمې ستورې کترينه کيف وايي، نه يې کومې ستونزې ته کله وار خطا شوی دی او نه يې هم کله په تېر عمر پسې ارمان کړی دی.
دا وايي، پرېکړه کوي چې بايد بريالي شي او بيا کله هم پر شا نه ګوري، يوازې مخ ته ځي.

که څه هم تېر کال د کترينه کيف له‌پاره په زړه پورې نه و، ځکه يو خو يې په تېر کال کې د زړه ټوټه رنبير کپور له لاسه ورکړ، بل يې په تېر کال کې په فلمي نړۍ کې هم چندان خوند نه و، خو دا وايي، د دې ټولو په کيسه کې نه ده.

کترينه کيف له يوې هندۍ ټلوېزيوني شبکې سره په خبرو کې ويلي دي، پر تقدير باور لري، څوک چې يې ژوند ته راځي، يا ورڅخه ځي، دا دغه دواړه پېښې د ځان په خير بولي او باور لري چې په همدې کې به يې خير و.

د دې په خبره، ماتې يې نه ده خوړلې، پرېکړه يې کړې چې تر ډېرو کلونو بايد پر هندي سېنما راج وچلوي او همداسې به کېږي، ځکه د دې په خبره، دا شا ته نه ګوري.

سرخط ورځپاڼه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Leave A Reply